سیاسي که خانداني جنګونه

بېګم نسيم ولي خان په تېر عمر بيا سياست ته د راتلو اعلان وکړو، ټوپۍ (خولۍ) يې په سپين سر په سر کړه او اوږده خاموشي يې ماته کړه!!

پخوا چې د محترم ولي خان د حېدراۤباد جېل په زمانه کې بېګم نسيم ولي خان سياست ته په تور څادر کې له کوره راوتله، نو خلکو به وویل:

که د زلمو نه پوره نه شوه

فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه

حالانکې فخرافغان د بېګم نسيم ولي خان د سياست نه خوشحاله نه و خو وخت او حالات د هغې په لاس کې وو!! چې هر کله د بي بي د لاس نه د وخت د آس واګى ووتل، ولي خان خاؤرې واغوستې، د هوتي او ولي باغ ترمېنځه فاصلې زياتې شوې، ناسکه زوی د ګوند په مشرۍ قبضه ومونده او بي بي د سياست د پرده سکرين نه پناه شوه، د هغې د لاس جوړ شوې بتان مات شول او نور نور څه ترې جوړ شول.

د اوږدې خاموشۍ نه پس يو ځل بيا د اعظم هوتى او د اسفنديار ولي خان خانداني جنګ د ګوند شکل او صورت د بدلولو په مرحله کې دى، هر څو که د محترمې بېګم نسيم ولي خان عمر، صحت، توان دا اجازت نه ورکوي، خو د زنده باد، مرده باد چغې د سياست اۤکسېجن دى.

د بېګم نسيم ولي خان يوازنی ايکى يو نازولى لمسى لونګين ته له جائېداد سره سره د سياست په جائېداد کې هم څه برخه ورکول ضروري دی د موروثى سياست په حواله چې مونږ د باچاخان نه پس د ولي خان زمانې ته راشو، نو دا سياسي موروثيت ډېر په خاموشۍ ولي خان تر لاسه کړى وٴ، د ولي خان او غني خان تر مېنځه د باچا خان په ژوندونى څهٴ کش کړپ وٴ نهٴ شو، خو په يو وخت کې غني خان هم مرور شو او د لوې جرګې رابللو اعلاميه يې خپره کړه، دا بېله خبره ده چې د غني خان لويه جرګه ونه شوه.

د باچا خان د سياست جاګير تقسيم نه شو، خو مرور خلک راښکاره شول چې خاموشه بغاوت څهٴ وه ٴ!!؟؟

د سياست خاموشه بغاوت هر وخت کېږى، خو ځيني بغاوتونه دومره خاموشه وي لکه ماشوم چې د مور په ګېډه کې څوک مړ کړى، خو دا ځل د اې اين پي د ګېډې نه بغاوت راپېدا شو، هر څو کهٴ دا باغي يو ماشوم نهٴ دى، بوډا بغاوت دى، د ورور او خور (اعظم هوتى بېګم نسيم ولي خان) دا بوډا بغاوت هم د اې اين پي لپاره غټ تاوان دى، دا بېله خبره ده چې اې اين پي ورته تاوان نهٴ وايي او دا اصطلاح په کاروي چې ګټه په تاوان کېږى!!

د اې اين پي تاوان په ګټه ځکه تمامېږى چې پنځهٴ کاله یې د طالبانو پټ ګزارونه خوړلي دي، بله خوا د شهېدانو فهرست لري په وړومبى ځل اې اين پي سره د خپل قامي شهيدانو په فهرست کې ''سرکارى شهيدان'' هم شته.

د دې ټولو حالاتو، واقعاتو، حادثاتو، وارداتو د نتيجې نه پس د ولى باغ د خاموشۍ نه بوډا بغاوت راپېدا شو، بېګم نسيم ولي خان د ولي باغ دروازې بيا پرانستې او دا يې وویل چې ګوند بچ کول غواړم!!

دلته چې فوجي کودتا کېږى، کهٴ د ګوند خلاف بغاوت کوي، هغوى دغه شان ولسونه ته وايي، کهٴ د بېګم نسيم ولي خان خبره هر څو خانداني خفګان وي کهٴ بل بل څهٴ وي خو دا حقيقت دى چې دا وخت د پښتنو مشرتابه نشته، هاؤ سرونه ډېر دي، هر څوک د مشرتابه دعوه لري، مشران ډېر دي او کشران نشته، د افضل خان لالا خبره چې اوس هر سړى پلار دى. زوى نشته، او ننني حالات د خوشحال بابا د دې شعر په رڼا کې وګورئ!!

چې دستار تړى هزار دى

د دستار سړى په شمار دى

Image caption د دې ټولو حالاتو، واقعاتو، حادثاتو، وارداتو د نتيجې نه پس د ولى باغ د خاموشۍ نه بوډا بغاوت راپېدا شو، بېګم نسيم ولي خان د ولي باغ دروازې بيا پرانستې او دا يې وویل چې ګوند بچ کول غواړم!!

د دستارونو د سړو، د سړو د سرونو په قطار کې يوه سپين سرې بوډۍ بېګم نسيم ولي خان اخر هم سياسي خاموشى ماته کړه او د اې اين پي د مرورو لپاره يوه زړه پخوانۍ دروازه پرانستې شوه، اوس حالات بدل دي، سياستونه نوي دي.

نهٴ افغانستان هغه شان دى او نهٴ هند!! کهٴ بدل شوي نهٴ دي نو د اسلام آباد سياسي بازار اوس هم د مصر د سوداګرو په شان ''يوسفان'' په بیه اخلي، د وږو پښتنو هر يوسف په اسلام آباد خرڅ شوى دى، ټول پښتانهٴ په خپل يوسف پسې لى په لى در په در ګرځى او بيا وايي!!

ما درته وې اسلام اباد ته مهٴ ځه

خداى خبر چا کړى د نظره ياره

بېګم نسيم ولي خان د سېنټ په تېرو ټاکنو کې ګوند ته درخواست ورکړى و، خو د اې اين پي معتبرو زامنو د خپلې بوډۍ ''مور بي بي'' درخواست وهٴ نهٴ منلو. جواز يې دا وهٴ چې بي بي بوډۍ ده، حالانکې د اې اين پي داسې داسې ''چاک و چوبند'' ارکان په اېوان کې پنځهٴ کاله ناست پاتې دي خو شونډې يې نهٴ دي پرانستي، بوډاتوب په عمر نهٴ وي، په ذهن وي، داسې خلک شته چې هغوى په ځوانه ځوانۍ کې بوډا بيمار ذهنونه لري، او بعضې داسې مثال لري لکه چې غوښه کهٴ ډېره وسوزي، د پېتۍ نه ښهٴ وى.

زما نه د بېګم نسيم ولي خان په حواله په يوه مرکه کې دا پوښتنه شوې ده!! دا رښتيا دي چې په اې اين پى کې د ولي خان په ژوندوني هم د بي بي رايې حرف اخر وٴ!!؟؟

ما ویلي وو!!

د خانانو مېرمنې ''کُل اختياره'' وي، د پښتنو په سياست کې خانانې مېرمنې کمې دي، بي بي یوازنۍ زنانه ده چې د هغې په کرېډټ د بهټو د امريت نه واخله د فوجي جنرال ضياء الحق د مارشل لاء پورې يو لوى جدوجهد دى، د دغه جدوجهد اعتراف پخپله ولي خان هم کړى دى چې په کومو غونډو کې د ګوند ځينو نوموړو خلکو د ولي خان د رهايۍ نه پس د بي بي د سياست غندنه کړې وه، ولي خان ویلي وو!!

نسيم ما له خاني هم وساتله او پارټى هم!!

د بېګم نسيم ولي خان په ګوند او په هر چا برلاس پاتې کېدلو کې په خپله د محترم ولي خان خوښه هم وه، هغهٴ په کور خاندان ولي باغ هم زوراۤوره مېرمن وه او په ګوند يې هم اثرات وو، دغه وجه وه چې د بي بي په ماتولو کې د اسفنديار ولي خان دننه کېفيت هم وهٴ او بهرنى اختلافات هم وو.

بېګم يې راماته کړه، خو اوس د باچاخان په درېم دور کې د کور بغاوت رابهر شو.

دا بغاوت بوډا سهى، خو پښتانهٴ به نور هم حېران دريان پاتې کړي او فېصله به نه شي کولای چې کوم طرفته لاړ شو.

کومه بي بي چې په تور څادر کې له کوره راوتې وه، هغې ته سپين ږيرو خدايي خدمتګارانو هم سلام وکړو او د پښتنو مور بي بي شوه، خو اوس چې په سپين سر په سپين څادر کې بغاوت کوي، پښتانهٴ به سپين رنګ ته په کوم نظر ګوري!!؟؟

خو!!

دا به د بي بي ګټه وي چې يو طرفته سپين سرې سړى له کوره نه شي راوتې، د طالبانو په دښمنۍ اوړېدلى دى، او بل طرفته سپين سرې بوډۍ په رپېدلى وجود بيا مېدان ته راوځى نو دا به هغه لنډۍ تازه کوي چې!!

که د زلمو نه پوره نه شوه

فخرافغانه دا بوډۍ به دې ګټينه

ورته مطالب