منډېلا.. انساني ضمیر، دسولې اویوالي اتل

Image caption کله چې غواړو د انسانیت لویه معنا د منډېلا په شخصیت که پیدا کړو نو هغه نړیوال کنفرانس یې ښه بیلګه ده چې د نوموړي د پراخې سینې او حکمت ستاینه يې کوله.

انسانان د مشرانو د ستایلو لپاره په داسې کچه کم راټولېږي لکه څنکه چې د سویلي افریقا د فقید مشر نېلسن منډېلا درناوي او ستایلو ته چې غونډ شول.

نوموړی هغه اتل و چې د توکمیز توپېر پر ضد يې داسې مبارزه کوله چې په هغې کې نژاد، ژبې او قوم ته ځای نه و.

په دغه هېواد کې چې د اپارتاید رژیم نسکورشو او ۱۰۰ ورځې وروسته په نړیواله کچه لمانځ غونډه کېده، لسگونه زرو کسانو د نړۍ له گوډ گوډ څخه سویلي افریقا ته روان شول چې دغه سوله ییز مبارز ته خپل لاس ورکړي او یا لږ ترلږه خپلې سترګې په ژوندۍ بڼه ‎د د دغه انسان په لېدو تورې کړي او د هغه په لېدو د خپلو لګښتونو او ستړیاوو بدل ترلاسه کړي.

هغه کوم راز دى چې بشریت له دغه انسان سره دومره پراخه مینه لري؟ او له دې نړۍ څخه له تللو وروسته هم ورته لسگونه ولسمشران او نړیوالې څیرې خپل درناوی وړاندې کوي.

دا ځکه چې نوموړي په بشریت که هغه گډ انساني ضمیر راژوندی کړ چې د مخ د هندارې په شان مثال لري او موږ ټول په هغه کې انساني ذات وینو چې له ظلم څخه کرکه کوو او یا په ظلم کې ولاړ انسانان وي خو کرکه ترې کوي او تر ټولو بد ظلم هغه دی چه په قومیت، رنګ، جنس، ژبې یې بنسټ ښودل شوی وي، لکه څنگه چې د منډېلا په هېواد او تر اوسه د نړۍ په ځینو برخو کی دوام لري.

د منډېلا دغه سوله ییزه مبارزه چې په پاى کې بریالۍ او ورسره یې د بشریت دغه گډ انساني ضمیر ته ټکان ورکړ چې هر کس دا پوښتنه له خپل ضمیره وکړه چې زه دومره ناوړی یم چې د ځان په څیر د انسان سپکاوی کوم او یا يې په حق سترگې پټوم.

د دې لپاره چې له ما سره په رنګ، قوم، او ژبه کې توپېر لري.

منډېلا په نړۍ که لومړنی مشر نه دی چې د استعمار او ظلم پرضد یې مبارزه کړې او خپل هدف ته ورسیده چې خپلواک او د ولس په اراده حکومت رامنځته کړي بلکې په لسگونو ده ته ورته مشرانو دا ډول مبارزې کړي خو له بریا وروسته ونه توانیدل چې داسې ډیموکراسي رامنځته کړي چې هرڅوک په کې ځای ولري او خپل انساني حقوق یې خوندي وي، واک ته تر رسېدو وروسته دغه مشران امپراطوران گرځي، چې د حال ژبه يې وایي تاسو مې غلامان شئ.

هغه څه چې منډېلا له نورو پرته کړي د ډیموکراسۍ هغه اساس پلۍ کول و چې د دوو حکومتونو د جوړېدا مخه یې ونیوله، منډېلا په هغو انساني بنسټونو تکیه وکړه چی ژوند باید یوازې نه بلکې په کډه له قومي او ژبني توپېر پرته ترسره شي.

Image caption د نېلسن منډېلا جسد د هغه په پلارني ټاټوبي کې د یکشنبې په ورځ (ډسمبر ۱۵مه) خاورو ته وسپارل شو

منډېلا چې کله واک ته ورسېد سپین پوستۍ مرستیال یې وټاکه چې د همدغو سپین پوستو له لاسه یې کلونه کلونه بند او تکلیفونه ګالي وو.

مخکې له هغه چې هغوی په خپل جرم اعتراف وکړي ده ورته موقع ورنه کړه، د بخښنی او ورورۍ غیږته یي ورکش کړل ځکه چې ټولنه په کرکې او انتقام اخیستلو نه بلکې په مینه، همکارۍ او بخښنې سره جوړېږی.

انتقالي عدالت هم هغه وخت خپله ثمره ورکوي چې کله له اشخاصو سره چلند وشي خو که چیرته د ټولنې په یو برخه او یا لسکونو زرو کسانو پورې تړاو ولري نو بیا ظالمانو ته سزا ورکول هغه ټولنه په لویو مصیبتونو اخته کوي چې درملنه یې د منډېلا په څیر نرمښت او د یو بل منلو ته اړتیا لري.

‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎کله چې غواړو د انسانیت لویه معنا د منډېلا په شخصیت که پیدا کړو نو هغه نړیوال کنفرانس یې ښه بیلګه ده چې د نوموړي د پراخې سینې او حکمت ستاینه يې کوله.

په دې کنفرانس کې چې په کیپ ټاون کې د ده ترمشرۍ لاندې جوړ شوی و د بېلا بېلو دینونو راټول شویو ۳۰۰۰ زرو کسانو ته دا فرصت ورکړل شوی و چې په ۲ دقیقو کې د خپل دین هر اړخیږه انساني معنا ولولی چې د هر دین استازي په کې د منډېلا د شخصیت ستاینه کوله، او په خپل دین کې د هغه ځای لوړ ګانه ځکه چې کډ انساني ضمیر یې ژوندی کړی و چې د اسلامي هیوادونو د استازو په استازیتوب راشد الغنوشي په اسلام که د انسانیت لویه معنا د حجرات د سورة په هغه ایت که راټوله کړه چې فرمايي" ای خلکو ما تاسو له یوه سړي او ښځې پیدا کړي یاست، او تاسو مې ډلې او قومونه ګرځولي یاست، د دې لپار چې سره وپیژنۍ او هغه څوک د الله (ج) په وړاندې بهتر دی چې پرهیزکار وي"

اوسنۍ نړۍ څومره دغولارښوونو ته اړتیا لري؟ په کوم کې چې قومیت، کرکه کول او بل نه منل اوج ته رسیدلی دی.

یوه کورنۍ په دو ډلو پورې تړلې ده، اسلامپاله د لیبراله ورور په ضد او لیبرالان په خپل منځکي آو همداسې اسلامیان چې ټول سره جنګېږي.

زموږ نړېدلی، کړیدلی ګران افغانستان اوس یو بل ته د بخښنې، ورورګلوۍ او مینې ته اړتیا لري څو وتوانېږو انساني ضمیر راژوندی او خپل انساني حقوقو په افغاني ننګ سره ترلاسه کړو او د کرکې پر ځای د مینې مخ ور وړاندې کړو.

چې له دې سره به مو د ستر پیغمبر هغه لاره هم خپله کړې وي چې کله پر قریشو برلاسی شو چې د کلونو لپاره یې له خپل وطن لیری کړی و پوښتنه یې ترې وکړه چې تاسو څه فکر کوئ زه به څه در سره وکړم؟

مخکې تر دې چې هغوی اعتراف وکړي ورته یې وویل تاسو آزاد او بخښل شوي یاست او آن تر دې چې ستاسو د مشر سفیان کور ته چې څوک ننوت هم بخښل شوی.

که منډېلا دغه نژادي توپېر په زغملو او په ولس کې د واک په ویشلو سره پائ ته نه وای رسولای نو په دغه هېواد کې د دې پر ځای چې په مېلېونونه انسانان د منډېلا له برکته آرام ژوند وکړي د هغه بې حکمته مشر په ځیر(هیټلر یادوم) به د وینو بهیر روان شوی وائ چی یو مشر د مېلېونونو انسانان د مرګ سبب شو.

هغه څه چې مونږ نن او په راتلونکی کې له منډېلا زده کړل خپل ځان یې د بدو په وړاندې زغم کرځولی و او د خبرداري په وخت کې له میړانې کار اخیستل، په کمزوري حالت کې نه تسلیمېدل او د قدرت په پرمهال د انتقام پر ځای بخښنه کول دي.

ورته مطالب