پښتونخوا: د پښتونخوا په يخاو كې سياسي حرارت

Image caption كه څه سخته ده نو هغه پښتنو قام پرستو ته ورپېښه ده چې طالبان يې د سيكولرېزم په نامه پرخپل ضد ګڼي.

دسمبر د ژمي د يخنۍ د پیل میاشت ده، چې له اسمانه لمر تت كړي، حرارت ودروي، پر ځمكه ګاز او برېښنا كمه كړي، ورځ لنډه او شپه اوږده شي، د ژمي د كباړ كاروبار ګرم شي، چې واورې وريږي هلته ښوونځي، پوهنتونونه بند شي، تبه، ټوخى، نمونيا، د ژمي موسمي بيمارۍ زياتې شي، لنډه دا چې د هر موسم خپله خپله کیسه ده.

سياسي موسم په اوړمي ژمي ګرم وي، دا بېله خبره ده چې په پښتونخوا كې د قام پرستو نه يو ځل بيا مذهبي ګوندونو او د طالبانو همدرد ګوندونو ځاى اخیستى دى، هر څو كه مولانا فضل الرحمن او عمران خان ماشومانو ته په خوله كې د پوليو قطرې څڅولې دي او طالبانو پرې د ناخوښۍ څرګندونه كړې ده خو همدردۍ يې هم نه هيروي.

كه څه سخته ده نو هغه پښتنو قام پرستو ته ورپېښه ده چې طالبان يې د سيكولرېزم په نامه پرخپل ضد ګڼي.

د پښتونخوا په يخاو كې سياسي حرارت د محمود خان اڅكزي دورې څخه راغلی او بل په پېښور كې د اې اين پي له خوا د بشير بلور د وړومبي تلين په موقعه د ګوند مشرتابه د وينا پرمهال د ګوټ نه راوتلي دي.

محمود خان د سوات په دوره د دسمبر په شلمه راغلی د پښتونخوا ميپ په مړو ايرو كې مړه بڅري راتازه شول، خپل مشر يې ډيره موده پس وليد، د هغه د خوږې خولې خوږه پښتو يې واورېده، هيلې او ارمانونه يې په ډډه واوښتل، په پښتونخوا كې ورته ګلستان ښكاره شو او ګلستان ته يې تاوده سلامونه وويل.

د محمود خان اڅكزي او د پښتونخوا تعلق كه هر څومره رسمي دى، خو دا رسمي تړون خوږ ځكه دى چې مشر ته د پښتونخوا د وركرانو كوچني مينه والو نومونه هم داسې ياد وي لكه چې دا خلك دمشر ډير نژدې وي، د پښتونخوا خانۍ نوابۍ او مشرۍ وهلي ځپلي خلک نور له خدايه څه غواړي؟

د يو مشر خوږه مخاطبه يې د ټول عمر لويه سرمايه وي، محمود خان په خپله دوره كې خپلو مينه والو سره په مينه په خندا ښكلي ښكلي عكسونه وباسي او بيا د كلونو كلونو پورې د پښتونخوا دغه مينه وال له خپل مشر سره جوړ شوو عكسونو ته ګوري او خوشحاليږي، د مشر له ډېرو مينه والو سره دغه شان يو يو عكس ددې شعر هېنداره وړاندې كوي چې:

ماته دې نخښه تش تصوير پاتې شو

زما په غاړه كې ځنځير پاتې شو

خراړې له یو ډز سره ولاړې

محمود خان اڅكزى دلته په پښتونخوا كې د پښتون قام پرستۍ د مشرتابه په حيث اې اين پي پسې دويم قوت يادېده، خو افتاب شيرپاو د قومي وطن ګوند په نوم د پښتنو د مشرتابه دويم قوت دعوه وكړه، د يو څو مياشتو د پښتونخوا د حكومت په رڼا يې د اولني قوت دعوه كوله خو بريالى نشو او د عمران خان د تيارې سُوك ووهلو، مثال يې دا شو چې خراړې د يو ډزه سره لاړې.

اوس عمران خان د پښتونخوا د اكثريتي قوت دعوه كوي، پښتانه هم ورسره دي خو نه دغه پښتانه ځانته قام پرست وايي او نه عمران خان ځانته پښتون قام پرست ويلى شي ځكه چې د هغه نظريه اسلام اباد او پنجاب ده، د پښتونخوا د ازغو په شپول كې خو هسې اتفاقيه راګير شوى دى.

د غنو د شپول نه چې وځي نو لكه د اى اين پي به پكې ډير ازغي مات شوي وي، خو بيا به هم د پښتون قام پرستۍ په دعوه دا نه وايي چې:

ګلستان كه مې په وينو تازه كيږي

هر ازغى دې هم زما په زړه كې مات شي

او اوس د پښتونخوا په يخاو كې د اى اين پي حرارت:

د دسمبر په ۲۳، د بشير بلور وړومبى تلين و، د اې اين پي د شهيدانو په فهرست كې سرپرست قام پرست بشير بلور ته د نشترهال په بند هال كې د عقيدت پيرزوينې وړاندې كړى شوې.

د سياست د شهيدانو يوه ورځ څه مودې پورې ياديږي خو كله كله د سياسي شهيدانو د يادونې ارزښت دومره زيات پېښ شي چې د سياسي نارې او جنډې ژوند وګرځي.

اې اين پي سره د پنځو كالو په شهيدانو كې سركاري باوردي شهيدان هم ياديږي، خو هغه د شمېرې ترحده دي بيا د سوونو شهيدانو خپلې خپلې مرتبې دي.

كه د پنځو كالو هر شهيد داسې نمانځل كيږي، نو بيا خو اې اين پي سره د ژوندو نه زيات د مړو سياست پاتې كيږي او د مړو د سياست نه چې ژوندي تنګ شي نو هغوي بيا ددې شعر نه كار اخلي:

څو به مونږ راغواړو خپل مدد له مړه روحونه

څه خو چې په ژوند كې د ژوندو خبرې وكړو

راځئ چې چرته كښينو او دا زړونه سره تش كړو

چې ژوند ته د راپيښو كشالو خبرې وكړو

Image caption محمود خان اڅكزى دلته په پښتونخوا كې د پښتون قام پرستۍ د مشرتابه په حيث اې اين پي پسې دويم قوت يادېده

خو اى اين پي ته دا وخت د مړو شهيدانو د يادونې زيات ضرورت دى ځكه چې ژوندو خلكو د هغوي د شهيدانو وينې هيرې كړي دي او پښتنو په پښتونخوا كې هغه عمران خان له اكثريتي رايې وركړې ده چې نُوک يې هم خوږ شوى نه دى.

ددې نه اندازه ولګېده چې په وينو څوک چاله اكثريتي رايې نه وركوي، په شهيدانو څوک سياست نشي كولى، ګني د خدايي خدمتګارو د شهيدانو نه راواخله تردې دمه د نوي سياسي بدلون بلها په زرګونو شهيدان د پښتنو د قامي تحريک سرمايه ده، دا قامي سرمايه اوس د سرمايه دارۍ په سياست كې بدله شوې ده.

حالات بدليږي، تقاضاوې او غوښتنې نوې كيږي، شهيدان زړيږي او هيريږي، د اې اين پي د پنځو كالو د ټولو شهيدانو ياد په دوو شهيدانو كې ژوندى پاتې شو، يو د مياں افتخار حسين د ځوانيمرګ شهيد زوی راشد حسين شهيد دى او دويم بشير بلور شهيد دى، پښتونخوا د اجتماعي مړو قبر دى، دا دوه شهيدان د اجتماعي قبر كتبه ده، يو يې سر ته بله يې پښتو ته ولاړه ده او دا تاثر وركوي:

د ايرو څلى مې وران نه كړې ورو تېر شه

باده زه هم د اشنا د عشق يادګار يم

ورته مطالب