ستاسې غږ: يو شمېر بهرني شرکتونه ماليه نه ورکوي

Image caption د ماليې وزارت ويلي تر څو کاله وړاندې هم له نيمايي زياتو شرکتونو ماليه نه ورکوله.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لس سلنه هڅه کوي چې حکومت ته د ماليې له ورکړې ډډه وکړي.

د ماليې وزارت ويلي تر څو کاله وړاندې هم له نيمايي زياتو شرکتونو ماليه نه ورکوله.

اوس دغه وزارت وايي هغه شرکتونه چې لا هم ماليه نه ورکوي، نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي او وايي يو شمېر شرکتونو سره چې د ماليې په ورکولو کې پاتې راغلي، خبرې دوام لري.

ستاسو په اند که کورني يا بهرني شرکتونه ماليه نه ورکوي حکومت ته يې په وړاندې څه کول پکار دي؟

ايا ستاسو په اند د مالياتو د نه غونډولو د پړې گوته حکومت ونيول شي که بهرنيو شرکتونو او که دواړو؟

ستاسو په ګومان ملي ګټې څه شی دي، تاسو هغه څنګه تعریفوئ؟ ولې په افغانستان کې په ځینو خلکو د سیاسي اړیکو له امله ټاپه لګېږي؟

ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسې غږ خپرونه راديويي او انلاين ده.

دبي بي سي پښتو فېسبوک، دبي بي سي پښتو ټوېټراو يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر څلور بجې کيږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

ورته مطالب