د مسؤولیتونو لېږد، ۲۰۱۴ او په پوهنې یې اغېزې

Image caption معارف د ملکي خدماتو د نظام نژدې ۷۰٪ سلنه جوړوي.

په تېرو ۱۲ کلونو کې د دولت پرمختګ کې د پوهنې نوم هم یادېږي، یو نړېدلی نظام اوس د سیمې د هېوادونو د ښوونې له نظامونو سره سیالۍ ته ځان چمتو کوي، خو لا هم په پوره مانا چمتو شوی نه دی.

هغه نظام چې له نن ۱۰ نیم میلیونه ماشومان زده کړې کوي، د ټولو ۲۱۰ زره ښوونکو له ډلې یې نیمايي مسلکي شوي دي، ښوونځی نن د هر کور دروازې ته رسېدلی او ټکوي یې.

د مسؤولیتونو لېږد او د بهرنیانو له وتو سره، عامه ذهنیت داسې جوړ شو، چې ۲۰۱۴ م به افغانانو ته د ګواښونو او سختیو کال وي، خو ښايي ځمکني واقعیتونه د دې برعکس وي.

معارف د ملکي خدماتو د نظام نژدې ۷۰٪ سلنه جوړوي، په اټکلي بڼه کولی شو پاس ادعا په مستنده توګه د معارف په ساحه کې د ترسره شویو او وړاندې کېدونکو خدماتو په مټ چلینج او ماته کړو. په لیکنه کې د پوهنې په برخه کې د مسؤولیتونو په لېږد او شته حالت او وضعیت تبصره لرو:

چټک کمیت او د لوړ کیفیت اړتیا

جوته خبره ده چې له کمي اړخه په بې سارې توګه په پوهنه کې پراختیا راغلې ده، په تخمیني ډول د افغانستان د نفوسو یو پر درېیمه برخه ښوونځي ته ځي، تر ۱۶ زره زیات ښوونځي فعال دي.

که د افغانستان د نفوسو شمېر د ۳۰ میلیونو په شاوخوا کې اټکل کړو، نو د نورو او ګاونډیو هېوادونو په پرتله، دا شمېر خورا چټک لوړ شوی، زموږ ګاونډی ایران چې غني اقتصاد هم لري او نفوس یې د ۷۰ میلیونو په شاوخوا کې دی، یوازې ۱۲ میلیونه ښوونځي ته تلونکي زده کوونکي لري، د پوهنې په نظام کې به داسې بېلګه کمه وي چې ولس دې د ښوونځي غوښتنه کړې وي، او هلته دې ښوونځي نه وي رامنځ ته شوی.

په تېرو جګړو سربېره تر هر کوره د ښوونځي رسول، یوه تاریخي پراختیا ده، دغه شان شته کمي پراختیا ته د تاریخي پراختیا نوم هم ورکولی شو.

که تېرو لسیزو کې د پوهنې وضعیت ته ځیر شو، په تېره سلیزه دوره کې معارف دومره چټکه کمي وده نه درلوده، په ۱۳۱۰ لسیزه کې په معارف کې ټول ۳،۱۵۰ تنه زده کوونکي، په ۱۳۲۰ مه لسیزه کې ۷۷،۲۰۳ زده کونکي، په ۱۳۳۰ لسیزه کې ۹۰،۲۸۰ زده کوونکي، په ۱۳۴۰مه لسیزه کې ۲۳۵،۳۱۰ زده کوونکي، په ۱۳۵۰مه لسیزه کې ۴۷۷،۳۴۰ زده کوونکي، په ۱۳۶۰مه لسیزه کې ۲۵۱،۸۹۰ زده کوونکي، په ۱۳۷۰ مه لسیزه کې د پوهنې وضعیت تر دې ټولو رکود کوي او په ۱۳۸۰ لسیزه کې دا شمېره یو میلیون ته خېژي، او په تېره لسیزه کې دا رقم ۱۰ نیم میلیون ته لوړ شو، نو د ارقامو قضاوت شته حالت ته تاریخي نوم ورکولی شي.

Image caption دا چې پوهنه د ملکي خدماتو ۶۷٪ برخه جوړوي، خو په ملي عوایدو کې ورته هر کال له ۱۴ تر۱۵ سلنې بودیجه ځانګړې کېږي.

په هېواد کې د نجونو تعلیم هم په تېرو لسیزو کې هسکې ټیټې لري، خو تر ټولو ستر ګام بیا هم په دې برخه کې په پای ته رسېدونکې لسیزه کې شوی او ۴ نیم میلیونه افغان نجونې ښوونځي لولي.

دې بهیر له یو اړخه دا مرسته کړي چې میلیونه زده کوونکي له پوهنتونونو فارغ او په هېواد کې افغاني ظرفیتونو ته زمینه مساعده شي، که څه هم د ظرفیتونو مساله په ټوله کې یوه د بحث خبره ده او په کم مهال کې د لوړ ظرفیتونو ایجادول به په شته وضعیت او امکاناتو کې یو څه ستونزمن پرېوځي.

د کمزوري کیفیت لاملونه

موږ اوږده جګړه شاته پرېښې او لا هم په جګړه کې یو، که ارقامو ته قضاوت پرېږدو، نو د جګړو په لسیزو کې د معارف ارقام شاته تللي:

(د ۱۳۷۰ مې لسیزې ارقام پاس کتلی شئ). دغو جګړو د نورو برخو په شمول، د نظام اساسات ښه سم ونړول چې معارف هم پکې و.

په تعمیراتي تخریب سربېره، حتی د واحد نصاب اساسات هم لولپه شول، تر ختمېدونکې لسیزې ورهاخوا، د واحد افغاني نصاب پر ځای په اووه اتو نصابونو- چې هېڅ یوه یې ملي بڼه نه درلوده- د معارف اساساتو ته ښه دروند زیان واړاوه، او کیفیت یې په بې شانه توګه زیانمن کړ.

اکثره ښوونځي پر نظامي قرارګاوو واوښتل. له دغه حالت اوس دې حالت ته راوستل چې د نصاب نظام واحد، ملي شوی او د یوه واحد ملت د ارزښتونو تمثیلوونکي دی، هم لویه خبره ده.

دا چې پوهنه د ملکي خدماتو ۶۷٪ برخه جوړوي، خو په ملي عوایدو کې ورته هر کال له ۱۴ تر۱۵ سلنې بودیجه ځانګړې کېږي. د سیمې د هېوادونو په پرتله دا شمېره ډېره کمه او په نشت برابره ده، په یوه مثال کې واضح کولی شو چې - ایران هر کال۴۰ میلیارده ډالره بودیجه پوهنې ته بېلوي.

بودیجوي تقلیل دې ته لاره پرانیستې چې د معارف د نظام تر ټولو لوی عنصر چې کتاب دی، په بهرنیو مرستو متکي شي، تر اوسه د پوهنې د نظام ټول کتابونه د بهرنیو مرستو په مټ چاپېږي. هر کال زرګونو ښوونځیو ته اړتیا ده چې اعمار شي، خو زموږ ملي اقتصادي ناتوانۍ ددې کار مخه ډب کړې ده.

په اساس کې، د پوهنې کیفیت بنسټ درې څیزونه بلل کیږي، ښوونکی، کتاب او خوندي تعلیمي چاپېریال، کله چې د کتاب چاپ پر بهرنیو سرچینو تړلی وي، ښوونکی د زده کوونکي په تناسب له یو فاحش تقلیل سره مخامخېږي او نیمايي ښوونځیو ته د اعمار په برخه کې د ملي عواید له ضرورتونو سره تناسب ونه لري، طبیعي ده چې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو په کچه، په کیفیت کې سیالي به یو څه ننګوونکې وي.

Image caption کله چې د ۲۰ تنو زده کوونکو ټولګی د ۵۰ تنو زده کوونکو لپاره او یا نور امکانات چې د ۲۰ تنو په ځای د ۵۰ تنو زده کوونکو لپاره کارول کیږي.

د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د مکاتبو د اعمار او نورو خدماتو په شمول، پر یوه زده کوونکي کلنی لګښت ۷۰ ډالره دی، په داسې حال کې چې دا شمېره په پاکستان کې ۲۳۰ ډالره، په ګاونډ ایران هېواد کې ۲۷۰ ډالره، په عربي او اروپایي هېوادونو کې ۷ زره ډالره او په امریکا کې بیا ۲۰ زره ډالره ده.

د عادلانه قضاوت له مخې، پوهنې ته ځانګړې کېدونکي کلني عواید، د معارف په کیفي نتایجو نېغ اثر لري او باید د یادو شویو هېوادونو د کلنیو لګښتونو له کبله د کیفیتونو نتایج هم سره متفاوت او فاحش وي.

په ملي کچه د معارف لپاره لږې بودیجې عملاً دا اغېز پرېباسلی چې د پوهنې نظام د ښوونکي په برخه کې هم له شدید کسر سره مخامخ شي. د محاسبو له مخې، په اوسط ډول همدا اوس د پوهنې نظام تر ۷۰ زره زیاتو ښوونکو ته اړتیا لري، اما د هېواد ملي عواید ددې اړتیا د پوره کېدو جوګه نه دي.

کله چې د ۲۰ تنو زده کوونکو ټولګی د ۵۰ تنو زده کوونکو لپاره او یا نور امکانات چې د ۲۰ تنو په ځای د ۵۰ تنو زده کوونکو لپاره کارول کیږي، که معارف ته د لاسرسي له اړخه یوه نېکه خبره ده خو د کیفیت له اړخه د افغانستان په شان له اقتصادي اړخه خوړینو هېوادونو ته بیا ګرانبیه هم پرېوځي.

له دې ټولو سره سره، په لسو کلونو کې د ملي واحد نصاب تطبیق او تجدید، د ښوونکو چټکه د مسلکي کولو پروسه، د دوی معیشتي او تعلیمي ژوندانه ته جدي پاملرنې- هغه ګامونه دي چې د تېرو په تناسب کیفیت هم په بلا توګه پرمختللی بللی شو اما د قناعت وړ باید په هېڅ وجه نه وي.

د مسؤولیتونو لېږد، د ملکي ظرفیتونو د توسعې بریالۍ لار

نړیواله ژمنه دا وه چې په ټولو برخو کې باید له ۲۰۱۴ کال وروسته، پخپله افغانان خپلې چارې پر غاړه واخلي، په ملکي برخه کې ددې انتقال بار تر نیمایي زیات د معارف وزارت پر اوږه پروت دی، ډاډه یم چې په ملکي برخه کې افغان لوري ته د مسؤولیتونو سالم لېږد، په نظامي برخه کې د مسؤولیتونو د لېږد انتظام ته ترتیب او تسکین ورکوي.

په پوهنې وزارت کې د خپلې عینې کاري تجربې له مخې مې، تر اوسه نه دي په یاد او لیدلي چې دغه وزارت دې د کومې سترې ملي او نړیوالې پروژې په اجرا کې ناتوانه شوی وي، دغه ټکی په خپله په ۱۲ کلن دور کې د افغان لوري د ظرفیتونو د بنسټیزه کېدو هیله راکوي.

که په بېلګه یې ثابت کړو، د نظام په لومړیو کلونو کې معارف ته د شاملېدونکو ماشومانو شمېره تر ۶ سوه زره لوړه نه وه، هغه مهال ښايي بهرني ظرفیتونه په جدي توګه د افغان ظرفیتونو سره مرسبتندوی و، خو په ۲۰۱۴ کال کې دا شمېره تر یو نیم میلیون هم لوړیږي، مکتب ته د نه تلونکو ماشومانو شمېره کال تر بله مخ په ځوړه او له ماتې سره مخ ده.

په دومره لوړه کچه ظرفیتونه په ښوونځیو کې د ماشومانو دومره لوړ جذب ته تیارول، د افغاني ظرفیتونو د رامنځ ته کېدو لپاره تر ټولو ښه او کافي مثال دی.

د انتقال بهیر په هره برخه کې افغانان مسؤولیت پذیرۍ او د واګو اخیستو ته د زړه له تله اړ او چمتو کړل، اوس مهال د پوهنې نظام په هغو ۶ بین المللي سازمانونو کې عضویت لري، چې په خپله د افغانانو په څو کلنو خواریو دا غړیتوبونه ترلاسه شوي دي.

زهرجن تبلیغات

دغه عضویتونه به مرسته وکړي چې د نورو برخو په شمول، افغان دولت په نړیوال ډګر کې د پخوا کلونو په خلاف، بې اغېزې لوبغاړی پاتې نه شي.

ددغه عضویتونو په ترلاسه کولو کې هېڅ بهرني ظرفیت له افغاني اړخ سره کومه هڅه هم حتی نه ده کړې.

تر ډېره- د مسؤولیتوونو له لېږد سره سم، دغه عضویتونه هم ترلاسه شوي دي. د بودیجې له اړخه، هم له پورته یادو شویو ستونزو سره سره، ۵ برابره زیاتوالی ترسترګو کیږي. یوازې د مسؤولیتونو له لېږد وروسته د پوهنې وزارت د خپلو ظرفیتونو د کاراچونې او هڅو په پایله کې، خپله پراختیایي بوديجه ۵ برابره لوړه کړې ده.

له دې سره جوخت، ۲۰۱۴ م کال یا د مسؤولیتونو لېږد مرسته وکړه چې د افغان ماشومانو د جذب ظرفیتونه په بې ساري توګه پراخه شي، خپله بودیجه څو برابره زیاته کړي، په نړیواله کچه خپل رول په بې سابقه توګه ثابت کړي، دا ټول د ۲۰۱۴ کال په اړه د شته زهرجنو تبلیغاتو برعکس پایلې له ځانه سره لري.

په دې مانا کله چې په نظامي برخه کې مرستې کمیږي، له ژمنو سره سم به نړیوالې مرستې په ملکي برخو کې زیاتیږي، عملاً مو ولیدل چې د پوهنې وزارت پراختیايي بودیجه د نورو کلونو برعکس، ۵ برابره زیاته شوه، او دا د نظامي لیږد او په ملکي برخه کې د مسؤولیت اخیستو له برکته بللی شو.

په ملکي برخو کې د مرستو نړیوال تمرکز هغه څه دي چې له ولسمشره تر یو عادي افغان پورې یې ټول هیله لري.

نو کله چې د لېږد بهیر د پوهنې د نظام د ځواکمنۍ لامل کېږي، په دغه شان حالت کې د ۲۰۱۴م کال په باب بابیزه تبلیغات له خپلې خولي پردي زهر شیندل دي، او د معارف پیاوړتیا، د تېرو او روانو سستیو او د یو ځواکمن او لوستي ملت په توګه د راجوتېدو تر ټولو طلايي لارې جوړوي.

ورته مطالب