ډېوه: او چا دروغ ویلي دینه

Image caption که د تورو سرو په دعا کیږي، نو د پوهنتون استادانو او د پوهې د چوکاټونو سمبالګرو رب مو ونازوه زامن مو انجینران او لورګانې موډاکټرانې شه - آمین.

هغه ښار ایله اوس ساه واخیسته چې له نامه سره یې ډېر خبرې په ټکر کې وې د دې ښار خوله ګونګه وه هېڅ شور یې نه شو کولی چې ووایي څه غواړي؟ او څه ورسره ښايي؟

دا ښار د سید جمال الدین افغان مېنه اسداباد و چې د پوهې بېلګه یې د نړۍ په هېوادونو کې په لوړ درنښت یادیږي هرچېرې ورته د درناوي په پار لاسونه پورته کیږي.

خو په کاله یې د ده په نشتون کې داسې کانې وشوې چې د ده له جامې سره نه جوړېدې د اسداباد ښار په زړه زغروالې موټرې د دې لپاره تېرېدې چې د پېچ او اسمار په ګلدرو اورونه وشیندي، د ژوند رنګونه ونړوي او دزرکو ججورې زهرجنې کړې چې نورې د ښکلاپه ستاینو سندرې ونه وايي مودې وشوې چې همدا کیسې دي د چا په خوله هم د ژوند د تمو خبرې ډیرې نه کیږي په دې اټکل مخې ته تګ دی چې د چا خونکار د راتلو وار به وي او اجل د کوم خوار به وي.

نن منظر بدل و

هغه دوعا له لپو اسمان نیولې وه چې: سحرونه مو خواره شه داذان له هره تاله

د کونړ لاله زارانو مه شئ مه شئ بې جماله

په همدې کوڅو کې به پخوا پلارونه له برګو جامو سره په یوه ورکه نشه روان و او زامنو به یې ټوپک پر غاړه بدرګه کوله کور په کور به د ډلو ټپلو خبرې د دې لپاره کېدې چې په خپلو دبدبو د دې بې وسه ولس په سترګو کې څنګه خاورې وشیندي یا خو به همدغه ځوانان د خپلو دې مشرانو په قومانده د نښترو د ریبلو لپاره دروسي شپږ ټایریز موټر په اوسپنو سپاره ځنګل ته روان و.

خو نن هغه ښاغلي په دې پوهېدلي چې دغه واکمني یې پایښت نه لري ځکه خو نن نه برګ کمیسونه و او نه هم ټوپک او ګردنۍ، پلارونه د ګلونو په لاس د هغه ځوانانو د بدرګې لپاره راټول و چې په لومړي ځل د سید جمال الدین افغان پوهنتون په لومړۍ دوره کې له زده کړو فارغ شو دښار په واټونو کې په تور لباس کې پوښلي دغه ځوانان داسې ښکارېده چې ګنې چا له بلې نړۍ د پوهې سپین مشالونه دې خاورې ته ډالۍ کړي دي.

حیرانوونکې خبرې هم په کې وې له دې خوښۍ سره خو به حتمي څو ناغیړۍ وې.

د فراغت دستورې له دې امله د پوهنتون په انګړ کې ونه شوې چې امنیتي چارواکو ویلي و ډاډه نه دي چې دوئ دې په اسد اباد کې دومره لویه غونډه په یوه خالي میدان کې وکړي نو ځکه سلګونه محصلین، د پوهې مینه وال او ددې ښار اوسېدونکي د کونړ د حاکم دروازې ته ورغله او د هغه د ناستوله خونې یې یوازې له بهره د غونډې د ویناوالو خبرې په لوړ غږ اورېدې.

ډېره خندوونکې دا وه چې د ښار د ننه د پوهنتون انګړ ته اندېښمنو امنیتي چارواکو ته په کې د ستاینې سندرې اورول کېدې او د تملق په پوهې پالل شويٍ ستاینلیکونه یې هم ورکړل.

خلک د والي خونې ته له دې دومره تلاشیو سره ځکه راتله چې د علم جشن دی خو د جشن ویناوال د دې ځوانانو د روزنې پرځای تر ډېره د نا امنه چپې درې ولسوالۍ په امنیت خبرې کولې غونډې ته له پلازمېنې کابله هم هغو سیاستوالو د خوښۍ پیغامونه راستولي و چې نه خو یې دغه پوهنتون په سترګو لیدلی او نه یې کله د یوه محصل د زده کړې حال اخیستی.

خوبس بخښلي مو دي!

دغه ټولو ښاغلو او اغلو ته مو دغه ټولې نارواوې بخښلي چه څه یې وکړه ښه یې وکړه زموږ لپاره دا پوره ده چې د پلرونو تګلوري مو اوښتي که جشن د حاکم صیب په ماڼۍ کې و خو په پوهې سمبال ځوانان به د دې وطن د خوښۍ لپاره ځغلي او نور به هم په دې وپوهوي چې او چا دروغ ویلي دینه.

ولې به موږ د بدلون خلک نه یو ولې موږ د پوهې لېواله نه یو وخت هم هغه دی خو فکرونه په کې په اوښتو دي هغې ورځې ته په تمه یو چې نور نو د پوهې د پوهاوي پرځای له پوهې د ژوند پوړۍ جوړې کړو او تر سپوږمۍ پرې لارې ګزوګام کړو.

که د تورو سرو په دعا کیږي، نو د پوهنتون استادانو او د پوهې د چوکاټونو سمبالګرو رب مو ونازوه زامن مو انجینران او لورګانې موډاکټرانې شه - آمین.

ورته مطالب