افغانستان کې ملي او شخصي موزیمونو ته یوه کتنه

Image caption د افغانستان ملي موزیم کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته یوازې درې سلنه اثار پاتې وو.

په افغانستان کې په دې وروستیو کلونو کې د دولتي موزیمونو تر څنګ یو شمېر شخصي موزیمونو هم فعالیت پیل کړی دی.

د دې موزیمونو هدف د تاریخي ورثې او اثارو ساتنه ده.

که څه هم دولت د دې موزیمونو د شتوالي ستاینه کوي، خو دغو موزیمونو کې د شته تاریخي اثارو ساتنه او امنیت د افغان دولت لپاره په یو نوي سر خوږي اوښتي.

د طالبانو د حکومت له منځه تللو نه وروسته که یوه لور ته افغان حکومت د دولتي موزیمونو بیارغونې چارې پیل کړې، چې د جګړو پر مهال نژدې له منځه تللي وو، نو بل لور ته یو شمېر اشخاصو هم د شخصي موزیمونو جوړولو چاره وکړه.

عمر موزیم له همدې موزیمونو یو دی چې کابل ښار کې جوړ شوی.

دغه موزیم کې د جګړې اړوند نژدې ۱۵۰۰ اثار خوندي دي.

دغه خصوصي موزیم په غالب ګومان افغانستان کې د جګړې اړوند اثارو یوازینی موزیم دی.

دغه موزیم د ماین پاکۍ یوې موسسې په انګړ کې جوړ شوی او د افغانستان جګړو اړوند اثار پکې ساتل کېږي.

د دغه موزیم مسوول حاجي فضل کریم فضل وايي هدف یې د ماینونو پاکول و، چې د همدې کار بهیر کې يې د افغانستان تاریخ اړوند اثار وموندل چې تر خاورو لاندې شوي وو.

د دغه موزیم مسوول وايي ډېری دغه اثار افغانانو غنیمت کړي وو، تر کلونو یې پرې ویاړ کاوه او دغه اثار یې د دولت په ګډون هېچا ته نه ورکول.

Image caption شپږ کاله پخوا هرات کې د سلطاني په نامه شخصي موزیم جوړ شوی و چې غلا ترې وشوه او اوس بند دی. خو دغه موزیم نه غلا وشوه او اوس تړل شوی دی.

په دغه موزیم کې هغه درنې وسلې هم لیدلې کېږي، چې برتانیا، ترکیه، فرانسه او روسیه کې جوړې شوې او دغه راز هغه جنګي الوتکې چې برتانویانو سره د افغانانو جګړه کې ورنه کار اخیستل شوی او يا په دویمه نړیواله جګړه کې کارول شوې لیدلې کېږي. دغه راز موزیم کې هغه توغندي او توپونه هم ایښي، چې نژدې دوه سوه کاله پخوا د افغانستان په پوځي کارخانه کې جوړ شوي دي.

په همدې ډول شپږ کاله پخوا هرات کې یو بل شخصي سلطاني موزیم پرانیستل شو، چې تر ۱۳۰۰۰ پورې تاریخي اثار پکې خوندي شوي وو.

خو دغه موزیم نه غلا وشوه او اوس تړل شوی دی.

د افغانستان دغو شخصي موزیمونو او په کې د خوندي شویو اثارو ساتنې برخه کې اندېښنې هم شته.

داسې هم کېږي، چې له دغو نه ځیني موزیمونو د افغانستان له اطلاعاتو او کلتور وزارت نه د فعالیت لپاره جواز هم نه دی اخیستی او دولت هم دغو موزیمونو ته ډېر پام نه دی کړی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین دې موزیمونو کې د شته اثارو د خوندیتوب باره کې د دولت د بې وسۍ یادونه وکړه.

دولتي موزیمونو کې هم د تاریخي اثارو د ساتنې سیسټم له نړیوال معیار سره سم نه دی او داسې وېره هر وخت شته، چې تاریخي اثار له منځه لاړ شي، یا هم خراب شي.

د افغانستان ملي موزیم چې تاریخ یې سلو کلونو ته رسېږي، له کورنیو جګړو مخکې تر سلو زرو پورې تاریخي اثار په کې خوندي وو، خو واک ته د مجاهدینو له رسیدو او بیا د طالبانو د حکومت ړنګېدو تر مهاله په کې یوازې درې سلنه اثار پاتې شوي وو.

د افغانستان موزیمونه یو مهال د سیمې د نورو موزیمونو په پرتله خورا بډای وو.

ورته مطالب