ننداره کالم: د افغانستان ننۍ سینما

د انځور حقوق
Image caption افغان یوازې د فیسټوالونو له لارې ښودل کیږي چې عام وګړي ترې تل بې خبره پاتې وي.

تلوېزیون چا نه پېژانده، خو تور او سپین فلمونه د کابل په ګڼو سینماګانو کې د بهرنیو فلمونو په شان نندارې ته وړاندې کېدل او خلکو په ډېره مینه کتل.

د جان محمد پلار ږیره د تل په شان سپینه وه، فضلي ژڼی و، حاجي محمد لا نه و کامران شوی، منان ملګری شو، زلیخا فخري او ستوری منګل کله سرتورې کله په ټکري کې مالومېدلې او لکه ستوري په اسمان کې ځلېدل.

خو نور هغه وختونه ولاړل.

د افغانستان پرونۍ سینما لکه یو خوب والوت او په سپیره ډګر کې تنکیو ځوانانو بې له کومې تجربې یا مسلکي زده کړې د فلمونو جوړول پیل کړل.

د دې ډول بې ارزښته فلمونو کتونکي خو لا پرېږده شمېرونکي یې ښایي و نه موندل شي.

که چېرې مو دا ډول فلمونه تر اوسه نه وي لیدلي، نو د یوې شېبې لپاره داسې فکر وکړﺉ، چې د بالیووډ له فلمونو تخنیکي کارکوونکي او تمثیل کوونکي لرې کړئ د مصرف بودیجه د میلیونو ډالرو نه څو لکو افغانیو ته کښته کړې، نو د افغانستان ننۍ سینما به مو په ‌ذهن کې انځور شي.

دا فلمونه د افغانستان دودونه او رسمونه نه شي انځورولی او نه هم د خلکو ستونزې په کې ښودل کېږي.

د هېواد په نیمو ویجاړو سینماګانو کې نندارې ته اېښودل کیږي او په بازار کې په سي ډي کې پلورل کیږي.

خو هېڅکله د هېواد له پولې نه بهر لار نه مومي.

فلم جوړونکي د خپل کموالي پړه په دولت اچوي په دې تمه چې دولت د هغوی په اختیار کې پیسې ورکړي او یاهم د هغوی د بې کیفیته فلمونو لپاره لیدونکي وپاروي.

په دې اړه دولت تر یو حده ملامت دی.

یوازې د کابل پوهنتون په ښکلو هنرونو پوهنځي کې د فلم جوړونې مسلکي زده کړې په ټیټ معیار او د تخنیکي اسبابو په کموالي یا نشتوالي سره وړاندې کیږي.

د انځور حقوق
Image caption د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوازینۍ لاس ته راوړنه د بیان د ازادۍ ترشعار لاندې خصوصي ټلویزیونونو او نورو رسنیو ته د مجوز ویشل دي.

زموږ پیاوړي فلم جوړونکي چې د ګتو په شمار دي د نوموړي پوهنځي په وده کې فعاله ونډه نه اخلي او نه پخپله فلمونه جوړوي ترڅو نوي فلم جوړونکي د هغوی څخه عملي تجربه تر لاسه کړي.

په داسې هېواد کې چې اداري فساد نړیوال ریکارد لري او د دولت کارکوونکي اکثراً وړتیا نه لري، د خپل ماموریت په قبال کې مسؤولیت نه احساسوي او نه هم د ریښتني خدمت په نیت کې دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوازینۍ لاس ته راوړنه د بیان د ازادۍ ترشعار لاندې خصوصي ټلویزیونونو او نورو رسنیو ته د مجوز ویشل دي.

افغان فلم چې د دې وزارت اړوند ریاست دی په تېرو دوولسو کلو کې هېڅ ډول لاس ته راوړنه نه درلوده.

د نوموړي ریاست کارکوونکي شته، معاش اخلي.

یو څو تنه فلم جوړونکي او تمثیل کوونکي چې پخپل وخت کې ځلیدلي لاس تر زنې ناست د بهرنیانو مرستو په هیله رنګین خوبونه ویني.

څو کاله مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لرل چې د سلطان محمود غزنوي په هکله یو هنري او تاریخي فلم جوړ کړي ترڅو د ۲۰۱۳ کال د اسلامي پلازمېنې ویاړ چې د اسلامي فرهنګي او علمي ټولنې (ایسسکو) له خوا د غزني ښار ته ور په برخه شوی و ولمانځل شي.

خو افغان فلم په دې ماموریت کې پاتې راغی.

افغان فلم ونه شوای کولای حتی یو لڼد یا مستند فلم په دې اړه جوړ کړي ترڅو خپل شتون ثابت کړي.

د دې نیمګړتیا په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت هېڅ ډول غبرګون ونه ښود.

دغه وزارت د نورو حکومتي ادارو په شان له خپلو موخو او مسؤولیتونو په خواشینۍ سره عاجز پاتې دی.

د پورته ناخوالو سره سره، ځینې خپلواک فلم جوړونکي شته چې پخپلو فلمونو کې کیفیت ته ارزښت ورکوي.

Image caption ښه به دا وي چې دا ډول فلمونو پراخه لیدونکي ومومي.

هغوې په خپل زیار او مالي لګښت فلمونه جوړوي.

ځینې په بهرنیو فیستوالونو کې مطرح کیږي او لمانځل کیږي.

له بده مرغه دا ډول فلمونه د افغانستان په بازار کې نه موندل کیږي او نه هم په ټلویزیوني شبکو کې نندارې ته ایښودل کیږي.

یوازې د فیسټوالونو له لارې ښودل کیږي چې عام وګړي ترې تل بې خبره پاتې وي.

ښه به دا وي چې دا ډول فلمونو پراخه لیدونکي ومومي.

په دې سره به هم د خلکو مینه د کورنۍ سیمنا سره پیدا شي او هم به د بې کیفیته فلمونو ټغر ټول شي.

ورته مطالب