د بهرنیو ځواکونو له شتون راضي وئ؟

Image caption ایا تاسو په همدغه موده کې له دغو ځواکونو سره نیغ په نیغه اړیکي لرلي؟ د دغو ځواکونو په شته والي کې مو کومې تجربې تر لاسه کړې دي؟

په پام کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه بهرني ځواکونه یا په ټولیزه توګه او یا هم په ډېر شمېر کې ووځي.

یو شمېر افغانان داسې انګیري که دغه ځواکونه له افغانستانه په چورلټ ډول وځي، نو ښايي ورسره په دغه هېواد کې نا امني ډېره شي، او یو ځل بیا دغه هېواد نوییمې لسیزې ته ورستون شي، خو داسې کسان هم لږ نه دي چې وايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتو سره وسله والو مخالفو ډلو ته د جګړې د دوام پلمه نه پاتې کیږي، او د دوی له نظره ښايي هغه مهال سوله او ټیکاو په دغه هېواد کې ټینګ شي.

ستاسې نظر په پروګرام کې به له تاسو واورو چې ایا په تېرو دیارلسو کالو کې د بهرنیو ځواکونو له شته والي راضي وئ؟

ایا تاسو په همدغه موده کې له دغو ځواکونو سره نیغ په نیغه اړیکي لرلي؟ د دغو ځواکونو په شته والي کې مو کومې تجربې تر لاسه کړې دي؟

ایا له افغانستانه د دغو ځواکونو په وتو خوشاله یاست؟ په تېرو دیارلسو کالو کې د دغو ځواکونو اغېز ستاسو په ژوندانه څه و؟ او که دغه ځواکونه وځي نو په اړه یې ستاسو ارزونې څه دي؟

په دې اړه تاسو کولای شئ خپل نظرونه او تجربې د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راسره په دې شمېره شریکې کړئ: ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰، دا رنګه د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې هم را ته خپلې شمېرې پرېښودلای شئ.