پښتونخوا کالم: له طالبانو سره به روغه څنګه کيږي؟

د انځور حقوق d
Image caption د طالبانو اُستاد محترم هم د خپلو شاګردانو د جنګ مټ نشي رانيولى

د هرې جګړې پايې اخر هم په روغه وي، روغه، جرګه، مرکه، معاهده، لوظنامه، د امن نښې دي، خو له بده مرغه د ټول پښتون افغان د دريو لسيزو جنګونو او مصيبتونو پايې د خدای په کور (کعبه شریفه) کې شوې نه دي، د جنګ دغه ازار تر دې راورسېد.

دا هغه جنګ دى چې لکونه ولسونه يې خوړلي دي!

دا هغه اور دى چې د لر او بر ټول پښتون افغان کورونه يې سوځولي دي!

دا هغه د وينو باران دى چې تر اوږدې مودې پورې راښکى دى!

د نړيوالو په يو لاس کې د جنګ بګل دى، په بل لاس کې سپينه کوتره ده،

دا جنګ هم هغه زوړ جنګ دى، شکلونه يې بدليږى.

د جنګ اقا بېخي پخوانى دى، خو پخوا يې همدردۍ يو شان وې، نن يې نظریه بل شان ده!

پخوا به انقلاب او جهاد له يو بل سره روغه کوله او جنګ پرست به یط نه پرېښودل. د پاکستان د مارشل لاء په غېږ کې ماشوم جمهوريت د ژنيوا معاهدې د لاسليک په تور له منځه تلى و.

نن جمهوريت او فساد له يو بل سره څوک کېناستو ته نه پرېږدي، د ناټو اکمالاتو ته لاره بنده ده، د دوو فريقينو د ذهنونو دروازې يو بل ته پرانیستې کيدې، دا ټولې دروازې داسې چا قُلف کړې دي چې کیلي یې له ځان سره ساتلې ده.

پاکستان او افغانستان کې يو شان حالات دي، هلته بره څوک دوه فريقين خبرو ته نه پرېږدي، دلته په پاکستان کې د طالبانو سره ملاقاتونه څرګند نه دي.

د طالبانو اُستاد محترم هم د خپلو شاګردانو د جنګ مټ نشي رانيولى، په داسې جنګونو کې خو پلرونه او زامن هم د يو بل پر ضد ولاړ وي، اُستاد او شاګرد به په روحاني رشتو يو بل سره څنګه کېني، خو بيا هم د خلکو د تسلۍ لپاره او د امن د هلو ځلو د کاميابۍ لپاره د اُستاد او شاګردانو تر منځ مشکوکو لارو ته خلک په يوه هيله وګوري، خو تر اوسه څه نتيجه نشته.

هدفي وژنې

د پښتونخوا حکومت خو د طالبانو په حق کې داسې اعلاميې خپروي لکه چې عمران خان او د هغه صوبايي حکومتي چارواکي سوشل طالبان دي، خو د دې باوجود پښتونخوا قراره نه شوه، د دې هر څه سره په پښتونخوا کې ''هدفي وژنې'' واردات په تيزۍ سره روان دي او هر چا ته ځان ګرځنده مړى ښکاري، د موټر سائيکل سورو راتګ ورته، د مرګ پرښتې ښکاري، د ګهیڅ لمونځ ته تلونکي امامان او مقتديان په خپل خپل ځای وېره ترهه لري، د جنګ دا شکل څومره خطرناک دى.

نوى کال ۲۰۱۴ کارپوهانو د افغانستان لپاره د سخت امتحان يادولو، او ورسره به يې دا جمله سېوا کړه چې د دې اثرات به په پاکستان څه وي؟

هغه امتحان او د هغې اثرات شروع شوي دي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په پاتې کېدو لاسليک نه کوي، او د پاکستان طالبان د امن په مذاکراتو يقين نه کوي، يا يې څوک د لمسي نه واپس راکاږي، يا يې څوک د دې لويې لوبې د ميدان نه هډو بهر وتو ته نهٴ پرېږدي، په هره زاويه چې بنده فکر وکړي نو دا سر پرې نه خلاصيږى چې اخر دا ولې؟؟

خو که دلته د چا سر په هره خبره خلاصيږي هم، نو څه ويلي نه شي، ځکه چې د هر چا په سر يوه تُوره ځوړنده ده، حالانکې اوس د دې ډرامې ټول سسپنس ختم شوى دى، ټول کردارونه او د کردارونو کیسې يې ښکاره دي، د دې ډرامې د کلائمکس نه اينټي کلائمکس ته رسېدلى دى، د ځانمرګي بريد نه علاوه چې کوم واردات کيږي په دغه وارداتو کې د دې ډرامې ''د متن لیکوال'' دومره کمزوري واقعيات راجوړ کړي د هغې نه صفا پته لګي چې غل او مل، ايجنټ او جاسوس ټول د يو مکتب فکر دى په يو کلاس روم کې د يو اُستاد محترم نه سبق اخلي او په ځانګړي پوزيشن ناست دى.

د دې ټولو نه متاثره او ځپلي خلک په وېره دا پوښتنه کوي چې له طالبانو سره روغه ولې نه کيږي؟ د نړۍ د لويو لويو ملکونو د لويو لويو بغاوتونو باغيان حکومتي چارواکو سره په اخره کې ناست وي او د امن په لوظنامه لاسليکونه کوي، خو د پاکستان او افغانستان طالب د خپلو چارواکو سره لوظنامې ته نشي پرېښودی، د جنګ پرستۍ دا رجحان چې څومره په تېزۍ راخور شو، نو اوس نه پخپله د جنګ اقا په کراره ناست دى، نه واړه ملکونه د امن خوب ليدى شي، دا خوب چې هر خوا په هر طرف په هره ډډه واوړي، تعبير به يې اور او لمبې وي، دا وخت د ټولې نړۍ ځمکه توده ليکه ده خو زموږ د غريبو ملکونو ځمکې د نورو نه زياتې ګرمې او تودې ځکه دي چې زموږ اقتصاد او معاش له جنګونو سره تړل شوى دى.

د دريو لسيزو د اوږدې مودې پورې جنګ پرستو دلته په اربونو ډالرو لګښت جنګ پرست ذهنونه او عسکري قوتونه راپېدا کړل، سرمايه دارانه نظام د وړو ملکونو د نظرياتي ذهنونو نه د انقلاب د سوشل بدلون احساس ويستو، د انقلاب رګونو ته يې د سرمايې د انجکشن په ذريعه تاوتریخوالی، تشدد، ترهګري، او د پُرتشدده مرګونو داسې قوت منتقل کړ، چې د نظرياتي خلکو قوت مدافعت يې ختم کړ، نظريه، عقيده، سوشل بدلون شعور او فلسفه يې ورله د سر نه ګېډې ته راکوزه کړه، سرونه تش کدوان پاتې شول، او ګېډې وپړسېدې، جنګ پرست په خپل مقصد کې کامياب شو، د انقلاب، بدلون فطري لارې ونيول شوې، او په دغه لارو باندې بدلون غير فطري عمل ته ورسېد، ځکه نو لید واضح نه دى او په سرونو، ذهنونو، شعور باندې نور نور قوتونه قابض دي، چېرې چې اوږده جنګونه روان او دوام پاتې شي هلته نفسياتي طور جنګي نسلونه راپېدا کيږي.

زموږ په سیمه کې د جنګ نفسياتو ته طالب ويلى شئ، او دا جنګي نفسيات د ټولو نه زيات خطرناک ځکه دي چې د جنګ عوامل يې معلوم نه دي!! چېرته چې د جنګ عوامل معلوم نه وي، هلته د روغې جوړې معاهدې، لاسليکونه، نه د اُستاد محترم په لاس کېدى شي او نه د پټو پرښتو په اشارو دا کار کېدى شي، ځکه چې اُستاذان هم ډېر دي او په پټو پرښتو کې هم ځان ځان له خپلې خپلې لوبې دي، اوس د لویې لوبې نه نورې وړې وړې لوبې جوړې شوې دي چې په ځان کې خپله خپله لويه لويه لوبه لري.

د جنګ دا لوبې په معاهدو او لاسليکونو نه ختميږي، د ديرشو کلونو جنګي نفسيات به علاج غواړي، جنګ د طبقاتي ټولنې، د بې روزګاره، نالوستې، يو خطرناک شکل دى، پوښتنه دا ده چې دا دومره له وحشته ډک شکلونه چا راپيدا کړل؟ د جنګ دا نفسياتي بيماران چا زيات کړل؟

ورته مطالب