سید جمال الدین افغان د خپلواکۍ ویښونکې ډیوه

"د شپې په ارامۍ کې د اسلامي اُمت په درانه خوب کې له افغان هېواد پورته یو غږ شو، چې دا دی نوی سهار نارې وهي، داسې غږ چه نارې وهي بریالتوب ته راشئ او ازانګه یې په هر لوري خپره ده، دا د اُمت د راویښونکي سید جمال الدین افغان غږ و."

دا د عربی نړۍ د مخکښ لیکوال او مفکر مالک بن نبي وینا ده چې د ولسونو راویښونکي سید جمال الدین افغان په اړه کړي ده، ځکه د هر ولس او هېواد پرمختک سوکالي په داسې بچېانو پورې تړلې وي چې تل هڅه کوي خپل ولس تر هر څه مخکې یو موټی وساتي، د ورپېښو ستونزو د حل لاره ورته وړاندې کړي، هغه همت په کې را ژوندی کړي چې د هغه په اصطلاح راتلونکي لپاره فکر ولري او د پردیو د هر ممکنه ګواښ رامنځ ته کېدو پر وړاندې د یو بدن شکل پېدا کړي.

په ۱۹مه پیړۍ که ډېری داسې څېرې وې چې خپل هېوادونه او ولسونه یا له ورپېښو خطرونو وساتي او یا یې له هغه کړکیچن حالته بهر کړي چې ورپېښ و، خو د دغو ټولو هڅو اغیز تر خپل هېواد پورې محدود و او د اصلاح غږ یې د خپل وطن له بچېانو وړاندې ډېر لږ تللی دی.

Image caption دا د قاهرې په زړه کې هغه ځای دی چې سید جمال الدین افغان په کې اوسیدوه.

خو د جمال الدین افغان غږ او اغیز د هېوادنو او قومونو په لمنو پوری نه و تړل شوی بلکې ټوله ختیځه نړۍ په کې رانغښتې وه.

سید جمال الدین افغان په (۱۸۳۸م کال) د افغانستان په اوسني دردمند اسعد آباد کې سترګې دنیا ته وغوړولې او لومړنۍ زده کړې یې په پلازمېنه کابل کې سرته ورسولې.

په اسلامي زده کړو برسیره یې عصری هم پرمخ بیولې، خو په ۱۸۴۹کال که له خپل پلار سره تهران ته مخه وکړه چې لا نورو زدکړو ته دوام ورکړي.

له تهرانه بیا عراق ته وکوچېد او له څلور کلنو وروسته هلته د ورپېښو ګواښونو له کبله یې د هند په لورې د تګ تکل وکړ.

خو مخکې تر دې چې هلته ورسېږی د خپلې کورنۍ لېدو ته په اسعد آباد که تم شو، پلار یې ورڅخه د پاتې کېدو غوښتنه وکړه خو نوموړي بښنه وغوښته او وې وویل:

"زه په هوا که د الوتونکي باز په شان یم چې د دغه پراخی نړۍ فضا د خپلې الوتنې پر وړاندې ورته تنګ ښکاري او زه تعجب کوم تاسو ته چې غواړۍ ما پدغه وړوکي تنګ قفص که زنداني کړئ."

په هند کې د بمبي ښار ته ورسېد هلته یې عصري زده کړې پرمخ یوړې او له هغه ځایه د حج لپار سعودي عربستان ته لاړ او له حج کولو وروسته بېرته کابل ته ستون شو.

لکه څنکه چې د خور زوی یې میرازلطف الله وایي له امیر دوست محمد خان سره یې ولیدل، او لومړی کتاب یې په کابل د (تتمة البيان في تاريخ الأفغان) په عربي ژبه ولیکه چې وروسته د وزارت تر څوکۍ هم ورسېد.

Image caption دا له خان خلیلي سره نژدي هغه جوماتونه او علمي مرکزونه دي چې سید جمال الدین افغان به په کې خپلې ویناوې کولې.

خو په هېواد کې سیاسي بدلونونو نوموړی اړ کړ چې د هند په لورې مخه وکړي او هلته ډېر پاتې نه شو او په بیړۍ کې د مصر سویس ښار ته لاړ او پلازمېنه قاهرې ته یې ځان ورساوه.

۴۰ شپې هلته پاتې شو او پر ازهرشریف برسیره يې له ځینو ځایونو او شخصیتونو سره لیدنې وکړې.

له دې ځایه د عثماني خلافت د پلازمېنې آستانه په لور وخوځېده له لږ ځنډ وروسته په ۱۸۷۱م کال که بېرته قاهرې ته ستون شو او د وخت له پاچا ریاض سره یې ولیدل.

پاچا په یوه لیدنه کتنه کې د هغه له افکارو ډېر سخت اغیزمن شو او افغان یې وهڅاوه چې هلته پاتي شي چې حکومت ورته د خان خلیلي په سیمه کې کور هم ورکړ.

په دې وخت کې افغان د اسلامي علومو ترڅنګ د فلسفې، منطق‎، ادب، فلک او ریاضي تدریس پیل کړ.

نوموړي د خپلو دوو افغاني ژبو تر څنګ په عربي، ترکیې، فرانسوي او ځینو نور ژبو رواني خبری کولې او د ژوند تر ټول فکري او اصلاحی مرحله یې پیل کړه چې په سیاسي، کلتوري او علمي برخه که محدوده نه وې بلکې په ختیځه‎ نړۍ کې یې د ژوند په ټولو برخو که ژور بدلون غوښت.

په مصر که د جمال الدین افغان له (۱۸۷۱تر ۱۸۷۹م) کلونو پورې اوسیدل موږ ته د دغه مبارز شخصیت د ژور اصل او فکر انځور راکوي.

‎دا هغه وخت و چې نه یوازې په مصر کې بلکی په ډېرو هیوادونو که رسنۍ د حکومتونو تر اغېز لاندې وې.

Image caption دا هغه مدرسه ده چې د سید جمال الدین افغان شاګردانو په کې زده کړه کوله.

خو ده خپل شاګردان او همکاران وهڅول چې د ده ویناوې او لیکنې په ورځپاڼو او مجلو کې په خپلو نومونو خپرې کړې چې له دې سره یې یوه داسې ډله ځوانان په خپلو افکارو وروزل چې دا وړتیا یې پیدا کړې وه چې په دې برخه کې مبارزه وکړي.

د د کار په کولو سره په مصر کې ازادو مطبوعاتو ته لاره هواره شوه او ده د تجدید او اصلاح حرکت تر نامه لاندې خپل کار پیل کړ.

د "مصر" په نامه یوه ورځپاڼه هم د دوی په هڅو له چاپه ووته.

افغان په ورته وخت کې په حکومتي ورځپاڼو که د خپلو مقالو لیکلو ته دوام ورکاوه.

نوموړي خپل غږ د ټولنې په لوستو کسانو پورې محدود کړی نه و بلکې په ډېر عجیبو حماسي او عاطفي وینانو سره چې کله کله به له سختو ټکو ډکې وې د عام ولس د ویښولو بهیر روان ساتلی و.

دغو ویناوو د ټولنې حقیقي ستونزې په ډاګه کولې او دا هغه لاره وه چې ترڅو وتوانېد ولسونه پرې راویښ کړي.

کله چې مونږ غواړو د اسلامي نړۍ د دغه ستر مبارز اهداف وپیژنو چې ده یې د عملي کېدو غوښتنه کوله نو باید د هغه دغه تل پاتې افکارو ته کتنه وکړو.

مونږ چې په یو ۲۱ پیړۍ کې ژوند کوو وینو چې د بشري ټولنو ترمنځ په بېلا بېلو ډولونو سیاسي، فکري، اقتصادي او تولنیزې ستونزې موجودې دي چې تر ژبې، جنس او قومونو پورې رسېږي.

د بېلا بېلو فکرونو نړۍ سره تړل شوې ده.

خو د ختیځې نړۍ دغه ویښوونکی افغان په دې باور درلود چې موږ باید له دغې ځالې بهر شو لکه څرنګه چې وايي:

"پر دیني رسۍ منګولې کلکې کړې چې دا هغه ټینګه اړیکه ده چې ترکي له عربي، فارسي له هندي او مصري له مغربي سره تړي او د خپلوۍ اړیکه ځای نیسي چې له دې سره وتوانېږو ختیځه نړۍ او یا هم لږ ترلږه اسلامي هېوادونه داسې نژدي کړو لکه څنکه چې نن اروپا سره تړل شوې ده."

خو دا کار هغه وخت کېدای شي چې سیاسیي اراده موجوده وي.

Image caption د الازهر جومات یوه برخه

دغه هدف ته ځان رسولو لپاره افغان په خپلو ویناوو او لیکنو کې شاګرانو ته د تاریخ په اوږدو کې د حکومتونو جوړښتونه بیانول او دې ته یې هڅول چې باید په حکومتي موسسو کې واک د ټاکل شویو شوراګانو له خوا تنظیم شي چې په اوسني وخت کې یې پارلمان تمثلوي.

افغان ویل چې واک باید پر آزادۍ او برابرې ولاړ وي.

له دې سره نوموړي غوښتل چې د حاکمو کورنیو واک پائ ته ورسوي ځکه دغه کورنۍ د استبداد جرړې وي.

په مصر کې چې د محمد علي کورنۍ واکمنه وه، د دی هېواد د مرکزي رول د ادا کولو مخه نیولی وه.

نه یوازې په مصر بلکې په ډېرو هېوادونو کې د هر څه مخه نیولې وه.

دی وايي:

"هغه ستونزې چې د منځني ختیځ پر ډېر مهم هېواد مصر راغلي، اړیکې یې نوي کړل، او د پولو له پلوه یې هغه لیری هېوادونه سر نژدې کړل چې د عقیدې په پوهنتون تړل شوي وو. د عاقلانو او هوښیارانو مفکورې یې راویښي کړې او د هغوی نظر یې هغه څه ته واړاوه چې دوی د دوی پائ به څه وي؟ ځکه نو هغوی یو له بل سره په نطري لحاظ نژدي شول او د حق په غوښتنه که یو له بل سره وتړل شول او او هیله یې درلوده چه خپل ځیني هغه قوتونه به بیرته وګرځوي چې له لاسه یې ورکړي وو."

ده په دې بسنه ونه کړه بلکې په نننۍ نړۍ کې یې "د وطن د آزادۍ ګوند" تر نامه لاندې لومړنۍ سیاسي ګوند رامنځ ته کړ چې په ۱۸۷۹م کې یې په ښکاره ډول فعالیت کاوه، چې بیا دغه فعالیتونه ۱۸۸۳م په پاریس کې د (عروة الوثقی) د ټولنې او ورځپاڼې تر عنوان لاندی پر مخ روان وو چې په اورپا که هم په همدی وخت ګوندونو دومره منظم شکل نه درلود.

دا ټول کارونه يې د یو داسې سوله ییزې لارې پر مخ وړل چې هغه په انساني عقل ولاړه وه او جمال الدین افغان دغه عقل ته په دې ټکو اشاره کوي.

"انسان د نړۍ ترټولو لوی راز دی او ژر ده چې په عقل سره د طبیعت پټ اسرار څرګند کړي، ژر ده چې په خپل علم او عقل هغه تصورات تصدیق کړي چې غېر ممکن برېښدل خو اوس ممکن وګرځېدل."

نوموړي په دې باور درلود چې نړیوال امنیت او سوله ییز ژوند هغه وخت راتللی شي چې کله ولسونه په داسې ریښتني علم ورزل شي چې پرې د هر هغه ناوړه کار مخه ونیولی شي چې د ځمکې پر مخ د تر ټولو ستر ژوندي د وینو تویولو سبب ګرځي.

دا کار د هغه علم په زده کړه کېدای شي چې افغان یې تل ته رسېدلی و او داسې تعبیر ترینه کوي.

"هغه رښتنی او صحیح علم چې امکان لری بني آدم ورته ورسېږی، هغه دی چې پر مټ یې د فساد او وینو تویولو مخه ډب کړي."

Image caption دا د هغو کتابونو بیلګه ده چې د سید جمال الدین افغان په اړه لیکل شوي.

د یو انسان تر ټولو ستر کار هغه کڼل کېږی چې ورسره د یو بل انسان یا ټولنې ژوند وژغوري چې دا ژغورل یوازې له حقیقي مرګه نه دی بلکې په علم د ټولنې ژوندی کول یې تر ټولو لویه کړنه ده ځکه چې دغه علم تر مرګ وروسته هم پاتي وي او ولسونه یې یادونه کوي.

لکه څرنګه چې دغه اسلامی فیلسوف یې داسې بولي:

"ژوندي جاهلان مړه دي او مړ عالمان ژوندي دي."

هر اُمت او یا ولس چې پوهنه ونه لري د خپل پرمختګ مخه یې نیولي ده.

دا پوهنه باید په رښتينو ستنو ولاړه وي، لکه څرنګه چې افغان وايي:

"پرته له اخلاقو اُمت نشته، پرته له عقېدې اخلاق نشته، پرته له فهم نه عقیده نشته او مونږ مسلمانان د دې توان لرو چې خپل پرمختګ او تمدن یوازې په قران او دین په باور لرلو سره رامینځ ته کړو، چې همدا د وروسته پاتې کېدو د له مینځه وړولو یوازینې لاره ده."