خان او کميسار: د غليمانو جگړه او مينه

Image caption خان د افغان مقاومت او کمیسار د شوروي یرغل سمبول دی

خان بېوزلی دی خو ټیټ گوری نه دی؛ کمیسار هرڅه لري خو سر یې نه هسکېږي. خان او کمیسار دواړه لکه هاتي او ماشی په نابرابره سیالۍ کېوتي دي. او دا یې یوه هېنډه ده.

د «خان او کمیسار» ناول په همدغو ټکو کې رالنډېدلی شي. په ۴۱۶ مخونو کې دا غځېدلی نکل د افغان- شوروي جگړې د یوې کوچنۍ پېښې انځور دی.

خان د دغې پېښې اصلي کرکټر دی، خو په ناول کې د افغان مقاومت په سمبول اوړي. کمیسار د شوروي دفاع وزیر دی چې په ناول کې تعمېمېږي او د شوروي سمبول کېږي.

نکل په ننگرهار کې د یوې پښتنې کورنۍ پر ښځینه غړو د یوې روسۍ پوځي گزمې پر تېري را څرخي. گزمه وال یوولس تنه دي؛ کوربانه هم یوولس دي- څه کوچنیان، څه سپین ږیري او نورې ښځې.

عسکر چې د پسونو په غلا پسې راوتلي، له ښځو سره ناڅاپي مخ کېږي. تر پسونو ورته دا ښکار غوره برېښي. یو یو پر ښځو تېری کوي او چې وزگارېږي، ټول په گولیو ولي او بیا اور وراچوي. یوازې یو تن ژوندی وځي: «خان» چې یوولس کاله عمر لري.

عسکرو ته د تېښتې پر مهال پسونه هم وریادېږي چې قوماندان یې د شوروي پوځ د جوړېدو په کالیزه کې د ونډۍ کولو لپاره ترې غوښتي وو. عسکر پسونه له همدغه کوره بیایي: یوولس پسونه. دا عدد په ټول ناول کې بیا بیا یادېږي.

خو نه دا عدد خیالي دی او نه د نکل پېښه. لومړۍ یادونه یې د یوه شوروي جنرال په یاددښتونو کې راغلې چې پر ۱۹۹۶ کال د یوه کتاب پر بڼه راوتلی و.

Image caption د ناول سوژه په لومړي ځل یوه شوروي جنرال د خپلو خاطرو په کتاب کې پر ۱۹۹۶ کال راوړې وه.

کله چې جنرال د پېښې د سپینولو لپاره د هغه مهال د افغان حکومت د مشر سلطان علي کشتمند دفتر ته ورځي، نو د «۱۱» عدد ته په حیرانتیا داسې اشاره کوي:

«د فبرورۍ میاشتې لمر په موریتانیایي سبک له جوړو شویو چوکاټي پنځو کړکیو هاخوا، چې د لرغونو اسلامي اساطیرو څرگندویي کوي، پړک ځلېده، پر کابل د پسرلي د رارسېدو زیری شوی و. سره له دې چې موږ د گرځبندیز کړۍ نوره هم تنگه کړې وه، خو واټونه له گڼې گوڼې ډک وو. طبیعت او انساني ژوندانه د جگړې خلاف آواز جگاوه.

د حکومت د رییس کشتمند په دفتر کې یوولس تنه دي (دا څه تپل شوې شمېره ده)...».

د ناول یوولس کلن خان په غچ کې یوه روسۍ تښتوي او د سیمې د یوه حکومتي ضد مخور کور ته یې بیایي. مخور ابراهیم دی چې د مور له خوا د خپلواکۍ د گټونکي پاچا امان الله خان په کورنۍ اړه مومي او دا هم یو سمبول دی. روسه سویتلانه نومېږي چې پښتو يې په شوروي کې زده کړې او له خپلو ځواکونو سره خدمت کوي او د پټو عملیاتو لپاره ورته د «غاټول» نوم غوره شوی دی.

د ابراهیم خورزه هم تصادفاً غاټول نومېده چې په مزارشریف کې اوسېده او په شوروي بمبارۍ کې وژل شوې ده. کله چې ابراهیم د یرغمل شوې سویتلانې له خولې پښتو اوري نو د ماماولۍ مینه یې پرې راځي او خورزه یې بولي.

غاټول شوې سویتلانه چې په لومړیو شېبو کې وارخطا وه، د ابراهیم د مور په لیدو خوشحالیږي. انۍ یې په رېښتیا خپله مزارۍ لمسۍ بولي او په مینه یې له ځانه سره ساتي. د سویتلانې راز له ابراهیم او خان پرته چاته معلوم نه دی او تر پایه پټ ساتل کېږي.

سویتلانه هم له دغې کورنۍ سره دومره روږدې کېږي چې د تلو فکر یې له سره وځي او ځان پښتنه شوې بولي.

د ناول نژدې ټوله کیسه د سپین غره په یوه بانډه کې د ابراهیم په پلرني ټاټوبي کې پېښېږي.

Image caption په ناول کې یو ښه شوروی هم شته

په ناول کې هندو د شوروي ضد مقاومت فعال غړی دی، خو ملا د شوروي جاسوس؛ خان ابراهیم د ملت لپاره جنگېږي، خو جهادي سرغندویان او ملاتړي یې د پردیو استخباراتو په لمسه د پان اسلامیزم لپاره؛ شوروي پر افغان ښځو تېری کوي، خو افغان د شوروي ښځې پت ساتي؛ یوولس کلن خان توپک نه لري، خو کمیسار اوستینوف د یوولسو پیړیو د روسي امپراتورۍ د ټول جگړه ییز ځواک واکمن دی...

په «خان او کمیسار» کې کرکټرونه له تاریخه راوځي، لوبېږي او بېرته تاریخ ته ورننوځي. خو ځینې نورې څېرې د تاریخ او خیال ترمنځ لالهانده دي: بڼې، چلند او خبرې یې اصلي دي، خو نومونه یې د ناول د نورو خیالي کرکټرونو په څېر اړول شوي دي.

پر خان، ابراهیم او سویتلانې سربېره دا ناول یو پټ مثبت کرکټر هم لري. دا حقیقي کرکټر دی، خو له اوښتي نامه سره: په افغانستان کې د شوروي اتحاد لوی پوځي سلاکار سترجنرال الکساندر مایوروف.

مایوروف په جلال آباد کې د جنسي تېري تر خبر وروسته بې له ځنډه د تورنو د نیولو امر کوي، خو شوروي او افغان مشران یې د دې کار خنډ گرځي. هغوی یې اړباسي چې دا پېښه «په اشرارو» واړوي، خو دی یې نه مني او په پای کې خپله څوکۍ له لاسه ورکوي. څوکۍ ترې ځي، خو وجدان یې آرامېږي:

مایوروف د دغې نهیلۍ او تسکین دوه گونی احساس په خپل کتاب کې چې پښتو بڼه یې «په افغانستان کې رېښتیا څه تېرېدل» په نامه خپره شوې داسې راوړی دی:

د انځور حقوق bb
Image caption د جنرال مایوروف د یاددښتونو کتاب هماغه وخت په پښتو هم راوتلی و

«...د هماغې ورځې په ماښام راته د ایپیشیف (د پوځ د سیاسي چارو لوی رییس) یوه مرستیال ډگرجنرال میخاییل سوبولوف ټېلېفون وکړ:

- دغلته دې څه لېټۍ جوړه کړې ده؟ خپل ځان دې بیا وښوده! خو غوږ ونیسه: هرڅه چې پېښېږی، وي دې، خو زه تاته درناوی لرم. او له دې هم خبر شه چې باسورمان (مسلمان) تابییف (د افغانستان په دیموکراتیک جمهوریت کې د شوروي اتحاد لوی سفیر) ته وپلورلې. همدا اوس د سیاسي چارو لوی رییس له واکمنه (وزیره) راستون شو. هغه ته ویل شوي دي چې ستا نوم د مرکزي کمیټې د غړو له لسته وباسي... خو ته چورت مه وهه. ستا رېښتیني ملگري پر تا ویاړي.

دغسې پېښې هغه مهال زما په زړه کې ډېر شیان سره واړول. زه پوه شوم چې یا به ټینگ شم خو له دې ځایه به مې پسې اخلي، او یا به دړې وړې کېږم.

...د جنایت کوونکو (پر افغان مېرمنو د تیري کوونکو) غدۍ محاکمه شوه. ځینو ته یې د مرگ سزا واورول شوه، یو شمېر نور یې پر اوږده زندان محکوم شول.»

پر عدالت د مایوروف دغه ټینگار د انعام واک له نظره پټ نه دی پاتې شوی او په خپل ناول کې یې په ډېر نامستقیم ډول هغه ته د درناوي یو چاپېریال جوړ کړی دی.

Image caption خان او کمیسار محمد انعام واک لیکلی او په ناروې کې خپور کړی دی

د «خان او کمیسار» د تلوسې غوټه هغه مهال پرانستل کېږي چې د شورویانو په بمونو لگېدلې نازو- د ابراهیم مور د ځنکدن پر مهال پوهېږي چې د کور ساتلې پیغله یې غاټول نه بلکه، روسۍ سویتلانه ده. خو دلته هم یو نېک کار کوي او د سویتلانې په غوښتنه له ابراهیمه غواړي چې نکاح یې له زلموټي خان سره چې هغه هم دې په ناپوهېدلي ډول د بل لمسي پر ځای نیولی و، وتړي.

د ناول ژبه لکه د ښاغلي واک د نورو لیکنو ډېره روانه او له ښایسته انځورونو ډکه ده. دې یوې بېلگې ته یې پام وکړئ:

«تپه تیاره وه... آسمان د پسرلي وریځو نیولی و... ښه وړاندې شمال ختیځ ته، د تور غره په آخر سر کې، د درونټې د شوروي جوړ برېښنا کوټ دوه غټ غټ څراغونه، د شپې په هاغه مرگونې تیاره کې، لکه د لېوه دوه سترگې داسې ځلېدل...».

یا لکه دا:

«ابراهیم د جگړن له پړتکو سره، د الله اکبر غږ ته خوله جوړه کړه، له خولې یې د الله د الف له وتو سره سم، د خان د الله غږ اوچت شو، د ابراهیم الله ته به وایې د خان په الله کې ورک شو؛ د ابراهیم د «اکبر» غږ د خان په «الله» پسې جیگ شو؛ د خان الله د ابراهیم له اکبر سره یو ځای شو، الله اکبر پورته شو...».

ځینې تصویري ترکیبونه خو بیخي د «خان او کمیسار» ځانگړي دي چې ما بل ځای په پښتو آثارو کې نه لوستي او نه لیدلي دي، لکه:

«... د لومړي وزیر سر له بوکو شونډو سره، څو څو ځلې، د نه په نښه، لاړ راغی...».

«لاړ، راغی» په تصویري نوښت کې پر پښتو نثر یوه خورا خوندوره زیاتونه ده. خو دا ترکیب ته به وایې چې د «خان او کمیسار» بېلتوننښه ده چې نژدې په هره پاڼه کې راغلی او ځکه تر څه ځایه پیکه شوی دی.

یو بل ترکیب هم، چې له خوند سره سره په بیا بیا راتگ رنگ بایلي، د راوي له خوا د جملې د «درېیم کس» د څو حرکتونو یو ځایي تصویر دی. دا تصویر کله دومره پېچلی شوی چې لوستل گرانوي. یوه بېلگه یې داده:

«د لوی پوځي سلاکار شنې شنې رنگړۍ وروځې سره ورغلې، کتل یې ډگروال سیواستیان ته، کړل یې لومړي وزیر ته...».

«خان او کمیسار» هماغسې چې په سوژه کې د حقیقت او خیال ترمنځ پر نرۍ پوله څکېږي، ځای ځای په کې د یوه ښه ناول او د یوه بیړني خبري رپوټ ترمنځ تداخل هم رامنځته کېږي. ځینې پېښې یې د نه باور تر پولې له پېچلتیا پرته هندي سینما ته په ورته ډول پېښېږي چې ورسره داستان زیان مومي. ځینې سیاسي ارزونې یې هم، سره له دې چې د کرکټرونو له خولې راځي، ښایي ناندره ییزې وبلل شي.

خو له دې ټولو سره سره، «خان او کمیسار» پر پښتو ادب او هنري نثر یوه ارزښتناکه زیاتېدنه ده چې د خپرېدو پېرزو یې د دود خلاف، د سیمې پر ځای د ناروې له یوې چاپخونې همدا سږکال را شوې ده.

ورته مطالب