د سوچي ژمنیو لوبو کې ولې افغانستان ونډه نه لرله؟

د انځور حقوق AP
Image caption ویل کېږي، پر دغو سیالیو نژدې ۳۰ میلیارد پاونډه لګښت راغلی، چې تر دې مهاله د ژمني اولمپیک په ۲۲ سیالیو کې دومره لګښت نه دی راغلی.

په ژمنیو اولمپيک لوبو کې د برخې اخیستو لپاره، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سلګونه لوبغاړي روسیې ته رسېدلي دي.

په دغو سیالیو کې، چې شل ورځې به په سوچي ښار کې روانې وي، د ۸۸ هېوادونو لوبغاړي برخه لري.

خو د افغان لوبغاړو ځای خالي دی.

ویل کېږي، پر دغو سیالیو نژدې ۳۰ میلیارد پاونډه لګښت راغلی، چې تر دې مهاله د ژمني اولمپیک په ۲۲ سیالیو کې دومره لګښت نه دی راغلی.

ستاسې له نظره ولې دغو لوبو ته افغان لوبغاړو علاقه ونه ښوده؟

ایا وړتیا نه وه، که چمتوالی نه وه؟

څنګه کیدای شي، په دغه ډول نړیوال لوبو کې افغانان ځانونه وځلوي؟

ستاسې په سیمو کې ژمنۍ لوبې کیږي؟

که غواړئ په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، دیکشبنې په ستاسې نظر خپرونه کې په دې شمیره راته زنګ ووهئ.

0093202202300

دارنګه کولای شئ، د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پریږدئ.