ورځپاڼې، سلواغه ۲۳، ترکیې ته د کرزي سفر

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د سلواغې په ۲۲ مه ویل شوي دي چې ولسمشر حامد کرزی د یوه افغان پلاوي په مشرۍ د ترکیې درې اړخیزې غونډې لپاره انقرې ته ولاړ.

د کابل نن چاپ ورځپاڼو (چاشنبه، د سلواغې ۲۳ /فبرورۍ ۱۲) د ټاکنو او ټاکنیزو کمپاینونو د ستونزو او لانجو ترڅنګ ترکیې ته د ولسمشر حامد کرزي سفر او د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه سرمشریزه غونډه څېړلې او تبصرې یې پرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د سلواغې په ۲۲ مه ویل شوي دي چې ولسمشر حامد کرزی د یوه افغان پلاوي په مشرۍ د ترکیې درې اړخیزې غونډې لپاره انقرې ته ولاړ.

هشت صبح ورځپاڼه پوښتنه کوي چې ترکان په کوم اړخ کې منځګړیتوب کول غواړي؟ او تر دې سرلیک لاندې بیا ترکیې ته د ولسمشر حامد کرزي سفراو د ترکیې،پاکستان او افغانستان تر منځ جوړېدونکې درې اړخیزه غونډه کې دهغه ګډون څېړي او پدې باور ده چې ترکیه هڅه کوي چې ترڅو د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې شي او پدې توګه د سیمه ییزې همکارۍ لپاره زمینه برابره شي.

یاده ورځپاڼه ددې سرمقالې په دوام لیکي چې د افغانستان حق لري وپوښتي چې د پردې شاته څه روان دي؟ آو آیا ترکیه او اسلام آباد هم په هغو اړیکو اوتماسونو کې شریکان دي چې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د طالبانو له یوې برخې سره نیول شوي دي.

هشت صبح همدارنګه لدې ګیله لري چې د ورځپاڼې په کرښو هیڅ دولتي چارواکي ددې ناستو او په هغې کې د مطرح شویو مسایلو په اړه، همدارنګه د هغه لاملونو په اړه چې پدې ناستوکې یې احتمالي ترلاسه کېدونکي توافقات شنډ کړي دي، څه ندی ویلي او هیڅ څوک نه پوهېږي چې د ترکیې په تېرو اوو درې اړخېزو ناستو کې څه ترلاسه شوي دي او کمۍ یې څه دی؟

محور ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې ورته موضوع څېړي او په دې باور ده چې په افغانستان کې د سولې، ټېکاو او اقتصادي پرمختګ لپاره په هر سراب پسې ستړی او ستومانه اوسنۍ نظام، داځل په ترکیه کې بیا درې اړخېزې غونډې برخه دی.

محور ورځپاڼه پدې باور ده چې کله ترکیه خپلې اغېزې ته په کتنې سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو حالت بدلولو لپاره اقدام کوي غوره خبر دی، خود ورځپاڼې په کرښو حد اقل باید تر دې دمه د اوو پخوانیو غونډو لومړنۍ ګټې او زمینه سازي روښانه وای.

یاده ورځپاڼه همدارنګه پدې نظر ده چې که چېرې افغان لوری پدې اتمه درې اړخیزه سرمشریزه ناسته کې خپلې غوښتنې اوشرایط مطرح کړي او له سم پلان سره یې پدې ناسته کې ګډون کړی وي، کېدای شي د حالاتو په جوړولو کې ترې ګټه واخلي.

افغانستان ورځپاڼه هم په دې اند ده چې تېر دوولس کاله افغان حکومت د سولې او امنیت او له وسله والو مخالفینو سره د خبرواترو لپاره خورا ډېرې هلې ځلې وکړي او نړیواله ټولنه هم پدې هلو ځلو کې ورسره شریکه وه چې د ورځپاڼې په کرښو پایلې یې نه درلودي، نو اوس چې د روان حکومت د کار درې میاشتې پاتې دي، ګومان نه کېږي چې کومه خاصه لاس ته راوړنه دې په دې اړه ودرلودای شي.

یاده ورځپاڼه همدارنګه پدې اند ده چې ولسمشر حامد کرزي د امنیتي تړون له لاسلیک څخه سرغړونه وکړه او پدې توګه یې له نړیوالې ټولنې سره د تېرو دوولسو کلونو جوړې کړې اړیکې خرابې کړي، ځکه نو د ورځپاڼې په کرښو انقرې ته به ولسمشر کرزي وروستی سفر چې د افغانستان، پاکستان اوترکیې په درې اړخېزه ناسته کې د ګډون په موخه ترسره کېږي ، هيڅ ګټه ونه لري اونشي کولای په افغانستان کې له سولې اوامنیت سره مرسته وکړي.

هیواد دولتي ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او په داسې حال کې چې په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه انقرې ته د ولسمشر حامد کرزي سفر یادوی،پدې اند ده چې پاکستان نه د لندن د څو درې اړخېزو غونډو اوناستو ژمنې او پرېکړې عملي کړې او نه هم په ترکیه کې تر دې وړاندې د جوړو شویو درې اړخېزو ناستو ژمنې او پرېکړې.

انیس دولتي ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي اود ترکیې له درې اړخېزې ناستې څخه د افغانستان د خلکو غوښتنې او هیلې یادوي.

انیس په داسې حال کې چې ترکیې ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر یادونه کوي، په دې باور ده چې د افغانستان وګړي د خپل هېواد د سولې له بهیر سره د ترکیې ملاتړ ستاینه کوي او هیله ښکاروي چې دا درې اړخیزه غونډه به وکولای شي دافغانستان دولت او د وسله والو مخالفینو ترمنځ د مخامخ خبرواترو لپاره زمینه برابره کړي.

د اطلاعات روز په نامه بله ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې پر همدې موضوع بحث کوي او پدې اند ده چې یوازینۍ نتیجه چې ددې لړۍ له تېرو اوو غونډو څخه ترلاسه شوې داده چې افغانستان او پاکستان په سعودي عربستان کې د وسله والو طالبانو لپاره د یوه دفتر په پرانیستلو موافقه کړې ده.

یاده ورځپاڼه زیاتوي چې د ترکیې درې اړخېزه ناستو په تېرو اوو دورونو کې د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د هڅونې په موخه هېڅ لاس ته راوړنه نده درلودلې.

سرنوشت ورځپاڼه بیا د امنیتي تړون په اړه د ولسمشرۍ د نوماندانو دریځ او موقف ارزوي او پدې باور ده چې د ولسمشرۍ ډېری نوماندان پدې تړاو هېڅ څرګند دریځ نه لري.

یاده ورځپاڼه پرته لدې چې د کوم ځانګړي نوماند نوم واخلي لیکي چې یو شمیر هغه نوماندان چې د ورځپاڼې په کرښود بریا چانس یې ډېر دی، هڅه کوي چې د امنیتي تړون په اړه داسې دریځ خپل کړي چې نه امریکا ترې خپه شي او نه هم ولسمشر حامد کرزی.

ویسا ورځپاڼه بیا له وسله والو طالبانو د افغان حکومت د کابینې هغه غوښتنه یادوي چې ترې غواړي لکه پاکستاني طالبان دوی هم له دولت سره مخامخ خبرو ته راضي شي.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال په داسې حال کې چې په دې اند دی چې د حکومت دا غوښتنه پرځای غوښتنه ده، لیکي چې افغان طالبان د پاکستان او څو نورو بهرنیو هېوادو د استخباراتو په جال کې داسې را ګیر شوي دي چې د ورځپاڼې په کرښو ستونزمنه به وي که وکولای شي د بهرنیو استخباراتو د محاصرې له دې کړۍ راوتلای شي.

ورته مطالب