ستاسې غږ: د کورنیو کډوالو په اړه د حکومت نوې تگلاره څومره عملي ده؟

د انځور حقوق
Image caption افغان حکومت وایي د کورنیو کډوالو لپاره یې نوې تګلاره جوړه کړې ده

په افغانستان کې د کورنۍ جگړې، د زور واکو لخوا د خلکو د کورونو او شتمنیو د لاندې کولو، د بې وزلۍ او ځينو نورو ستونزو له کبله لږ تر لږه سل زره کورنۍ په کور د ننه له خپلو کورنو او سيمو نه بې ځايه شوې دي.

اوس افغان حکو مت د دغو بې ځايه شويو کډوالو د ستونزو د حل په موخه يوه نوې تگلاره جوړه کړې.

د چارواکو په وینا د دې تګلارې په پلي کيدو سره به تر ډېره بريده د بې ځايه شويو ستونزو ته جواب وويل شي او همدا راز وايي دغه تگلاره به له خلکو سره مرسته وکړي چې په زور او جبر د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ نشي.

د بښنې نړيوال سازمان هم د افغان حکو مت د دغې نوې تگلارې ستاينه کړې او وايي په بري سره يې پلي کيدل نړيوالې مرستې او څارنې ته اړتيا لري.

دا اوونۍ ستاسو غږ پروگرام کې په همدې موضوع غږېږو.

ستاسو په اند دغه تگلاره به څومره عملي بڼه ولري او تر کومه بريده به په کور د ننه د بي ځايه شويو خلکو ستونزو ته ځواب ووايي.

که پدې اړه پوښتنه يا نظر لرئ کولاى شئ مخامخ خپرونې ته زنگ ووهئ شمېره يې ده:۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلېفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره مو شمېره ده: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنا ليک پته ده :Pashto@bbc.co.uk

په فېسبوک کې خپلې تېلېفون شمېرې او نظرونه راته پرېږدئ.

د خپرونې کوربه شېر اغا کریمي دی

ورته مطالب