مورنۍ ژبه د انسان د پېژندنې مهمه برخه

Image caption په پښتونخوا کې هم په مورنۍ ژپه د زده کړې هلې ځلې روانې دي

د مور ژبه یا مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې انسان په لومړنیو ورځو شپو کې پرې خبرې کوي او د خپلو خیالاتو اظهار پرې کوي.

د مورنۍ ژبې ورځ موږ ته دا موقع په لاس راکوي چې د مورنۍ ژبې پر اهمیت ځان، زموږ قام او نړۍ خبره کړو.

زه به خپلې خبرې په دې پیل کړم چې موږ په یوه نړیوال کلي کې ژوند کوو، چې د ټیکنالوژۍ او مواصلاتو له برکته ورځ په ورځ سره نږدې کېږي.

انګلیسې ژبه د تجارت او تعلیم به سکټورورنو کې د اسانتیا لپاره کارېږي، خو موږ باید خپله ژبه هېره نکړو.

دا ډېره ښه خبره ده چې سړی باید مختلفې ژبې زده کړي ځکه چې دا د نورو هېوادونو او سېمو له خلکو سره د اړیکو ساتلو لپاره مرسته کوي، خو باید د خپلې پېژنګلوۍ مهم اړخ یانې مورنۍ ژبه هېره نکړو.

مورنۍ ژبه د لومړنۍ زده کړې بنسټ

مورنۍ ژبه د نورو ژبو د زده کولو لپاره بنسټ جوېږي.

د ټورنټو پوهنتون پروفیسر داکټر جیم کیومنز وایي٫ هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.

کله چې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه کیسې کوي، یا له هغو سره پرې خبرې کوي او ډېر وخت ورسره تېروي نو د ماشومانو مورنۍ ژبه پخه شي.

هغه ماشومان تر نورو ډېر تیار وي چې د هغه هیواد ژبه زده کړي چې هغوی ور کډوال شوي وي.

د مورنۍ ژبې پوخوالی یوه کس ته دا استعداد ورکوي چې ښه فکر ولري او په اسانۍ سره وکولای شي په نورو ساینسې علومو پوه شي.

په مورنۍ ژبه خبره زړه ته لوېږي

په نړۍ کې هره ژبه له خپل کلتور، احساساتو او د ژوند له بېلګو ډکه وي او دا شیان ترې بیلېدلای نشي.

له کومې ژبې سره چې کله موږ د مور په نس کې ساه اخلو او ور سره اشنا کېږو، هغه ژبه په غټوالي کې زموږ په فکر جوړولو او احساستو ډېر اغېز لري.

نېلسن منډېلا وایی، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.

په دې ویلو سره نېلسن منډېلا له خپلې مورنۍ ژبې سره خپله مینه او احساسات وښودل.

مورنۍ ژبه یوه پېژندګلوي

په نړۍ کې قامونه په خپل هویت، خپل کلتور او ژبه پېږندل کېږي او یو ماشوم له خپل کلتور سره تړي، له هغې ټولنې څخه چې هغه وي او دا د هغه پېژندګلوي جوړوي.

یو ماشوم به ځان د هغه کلتور او ژبې وګڼي چې ښه پرې پوهېږي.

کله چې ماشوم په خپله مورنۍ ژبه ښه نه پوهېږي، موږ ویلای شو چې هغه له خپل کلتور او د پېژندګلوۍ له ارزښته خبر نه دی.

ژبه او پېژندګولي له یو بل سره نه بېلېدونکی تړاو لري.

مورنۍ ژبه تر ټولو غوره او مهمه اله ده چې یو کس خپل شناخت پرې وساتي او له خپل کلتور سره اشنا واوسې.

د مورنۍ ژبې د ساتلو لپاره اړین ګامونه

په افغانستان کې له ډېرو نورو ستونزو سره موږ د دې شاهد هم یو چې خلک د زده کړو، کار، ښه ژوند، کورنیو شخړو او د بېلابېلو ډلو له خوا د شکنجې له کبله نورو هیوادونو ته مخه کوي.

که په هر دلیل وي او که دا کار د هغوی لپاره ډېر ګټور هم وي، خو دا څرګنده ده چې په بل هېواد کې ژوند د هغوی په مورنۍ ژبه بده اغېزه کوي.

موږ د مورنۍ ژبې له بحران سره مخامخ یو.

Image caption یونېسکو هم هم په نړیوالو ژبو د زده کړو ټينګار کوي

په افغانستان کې ډېری میندې او پلرونه غواړې چې د هغوی ماشومان د نورو خلکو تر مخ یوازې په انګریزي ژبه خبرې وکړي او دوی په دې فخر کوي.

که اړینه وي نو هغوی پرېږدئ چې په ښوونځي کې په انګریزي ژبه خبرې وکړي خو په کور کې باید په خپله مورنۍ ژبه خبرې ورسره وشي او هغوی باید مجبور کړای شي چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي.

ډېر هېوادونه لکه اسپانیا، چین، جاپان، کوریا او فرانسه خپلو ژبو ته ډېر اهمیت ورکوي او په خپلو ژبو په ډېر ویاړ خبرې کوي.

که موږ هم غواړو چې خپل کلتور او مورنۍ ژبې ژوندۍ وساتو، نو باید په خپلو ماشومانو د انګلیسي تر څنګ خپلې مورنۍ ژبې هم زده کړو.

ورته مطالب