ښېگڼه څه ده او څنگه کېږي؟

Image caption څنگه په افغانستان کې له بل سره مرسته، په يوه دود اوښتلى شي؟ په دې هکله په ستاسو نظر پروګرام کې راسره خپل نظر شریک کړئ.

مذهبونه ښېګڼه د خواشينو زړونو خوشحالول بولي.

د يوه وږي مړول، د يوه ناروغ درملل، د يوه بېکوره سر پټول، د يوه کوچني روزل او... دا ټول په ښېگڼو کې راځي.

خو عجبه ده: هغوى چې د دې کارونو وس لري، لږ يې کوي، د بېوسو خو هسې هم لاس تنگ وي، ډېر څه نشي کولى.

نو ولې؟

څنگه په افغانستان کې له بل سره مرسته، په يوه دود اوښتلى شي؟

د دغه کار مخه څه شي نيسي؟

که بېوزلي شته، شتمني هم ډېره شوې، خو د خيرات روحيه نده پياوړې شوې، ولې؟

ستاسې نظر ته د سه شنبې پر ماښام په تمه يو.

که غواړي په پروگرام کې برخه واخلى په دې شمېرې مخامخ زنگ راووهى

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ ټېلېفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښناليک پته مو دا ده :pashto@bbc.co.uk

ددې ترڅنگ د بې بې سي د پښتو پاڼې په فيس بوک کې هم خپل نظرونه پرېښودلاى شئ.