ورځپاڼې، کب ۱۱، د پاکستاني طالبانو اوربند

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستاني طالبانو یو میاشتنی اوربند اعلان کړ

د کابل نن چاپ ورځپاڼو (یکشنبه/کب ۱۱) بېلابېل موضوعات څېړلې چې غټ سرټکي یې د افغانستان د حالاتو په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د پاکستان د ځانګړې استازې جیمز دوبنز څرګندونې، د پاکستاني طالبانو او د هغه هېواد د حکومت تر منځ د اوربند ټېنګېدل او د افغانستان پر وضعیت یې اغېز او د ښځو په وړاندې د تاوتریخ والي د شمېرو زیاتوالی څېړلي دي.

د یادونې وړده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبېنز دتېرې جمعې په ورځ د امریکا د سولې انسټيټیوټ یوې غوڼدې ته چې ((له ۲۰۱۴ م کال وروسته افغانستان )) د موضوع په اړه جوړه شوې وه؛ وویل که د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه شي، په افغانستان کې به ښه شوي شرایط په چټکۍ سره خراب شي او هلته به پراخه ګډوډي رامنځ ته شي.

سرنوشت ورځپاڼه د جیمز دوبنز د وروستۍ وینا په اړه لیکي چې دا لومړى ځل نه دى چې لوړ پوړي امريکايي چارواکي له امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي خبره کوي، پخوا هم امريکايي چارواکو بيا بيا ويلې چې که دوى په افغانستان کې پاتې نه شي، نو په دغه هېواد کې به حالات خراب شي، وسله وال طالبان به بيرته را وګرځي او کورنۍ جګړه به پيل شي.

یاده ورځپاڼه د امريکايي چارواکو دغه ډول څرګندونې داندېښنې پرځای د ګواښ په بڼه ګڼي،او لیکي چې کله نا کله دا څرګندونې افغانانو ته دا پيغام ورکوي چې که تاسې له موږ سره امنيتي تړون لاسليک نه کړى، موږ به په افغانستان کې حالات خراب کړو، ګاونډيو هېوادونو ته به ووايو چې په افغانستان کې لاسوهنه زياته کړي، وسله وال به پياوړي کړو او په افغانستان کې به کورنۍ جګړه رامنځ ته کړو.

سرنوشت په پای کې په داسې حال کې چې پدې اند ده چې امريکا پرله پسې افغانانو ته د داسې احساس ورکوي چې له افغانستان سره ريښتيني دوستي نه کوي او په افغانستان کې پاتې کېدل يې هم د زور او فشار له لارې دي، پدې اند هم ده چې د امريکا او افغانستان ترمنځ د باور په دومره لوى بحران کې بيا هم افغانستان امريکا ته او تر هغه ډېر امريکا افغانستان ته اړتيا لري.

محور ورځپاڼه هم دې ته ورته موضوع څېړي او پدې باور ده چې د افغانانو د ژوندد بېلابېلو اړخونو په اړه پدې وروستیو کې یو شمیر څېړنې او څرګندونې کېږي چې ښایي افغانان د تېر په پرتله اوس په ښه حالت کې دی او په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال موضوع دافغانانو لپاره دیوې سرې کرښې په نامه یادوي، پدې اند هم ده چې معلومه شوه چې دا ټولې اوازې اوفشارونه وو چې د ورځپاڼې په کرښو دیوې خاصې کړۍ له خوالاسي رهبري کېدل.

دغه ورځپاڼه هم دسرنوشت په څېر د جیمزدوبنز څرګندونو ته پاملرنه کوي او د هغه د څرګندونو هغه برخې ته په پاملرنې سره چې وایي د طالبانو د وخت په پرتله د70 سلنه افغانانو په ژوند کې مثبت تغییر راغلی، پدې اند ده چې څنګه چې په کار وه هسې تغییر ندی راغلی.

محور ورځپاڼه وړاندې بیا پرخپل دغه دریځ ټېنګار کوي چې ۲۰۱۴ کال دبهرنیانو له خوا دسرې کرښې په توګه افغانانو ته ترسیم شوې وه، په اوسنۍ مقطع کې د بهرنیانو له خوا د هغې پرخلاف تبلیغات د یوه سیاسي حرکت په توګه یادوي ، او په ټولیز ډول دا نه مني چې ټولې ترلاسه شوې مثبتې دي، خو د ورځپاڼې په کرښو بس ندي.

هشت صبح ورځپاڼه بیا د پاکستاني طالبانو او دهغه ځای د حکومت ترمنځ ترسره شوی یوه میاشتنۍ اوربند او د افغانستان پر وضعیت د هغې اغېز څېړي او پدې اند ده چې پدې اړه د پاکستان د پوځيانو اودې خبرواترو په اړه یو لړ اندېښنې شتون لري.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې لدې اندېښنه لري چې د تېر ځل په شان بیا هم د پاکستان د پوځ او دهغه ځآی د طالبانو تر منځ اوربند په افغانستان کې د تاوتریخ والي د زیاتوالي سبب ونه ګرځي، لیکي چې په تېره یوه لسیزه کې چې هر پاکستاني چارواکی د پاکستاني طالبانو تر برید لاندې راغلی ، پاکستاني طالبانو ته یې سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې جګړه وکړي.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې پاکستاني طالبان د پاکستاني جنرالانو د هغه سیاست زیږنده ګڼي چې په افغانستان کې له طالبانو څخه د ملاتړ په اړه یې خپل کړی و،پدې اند ده چې اوس هم همدا اندېښنه شتون لري چې د پاکستان پوځ هڅه کوي چی افغاني او پاکستاني طالبان به په افغانستان کې جنګېدلو ته وهڅوي .

ملي باور ورځپاڼه هم پر همدې موضوع لیکنه کوي خو دهشت صبح ورځپاڼې پر خلاف پدې اند ده چې له پاکستاني طالبانو سره به ددې هېواد د پوځیانو سوله او اور بند د افغانستان د سولې په ګټه ده اود ورځپاڼې په کرښو که چېرته هلته د سولې خبرې بریالۍ شي نو ممکن چې افغاني طالبان هم د پاکستاني طالبانو په څېر د سولې خبرواترو ته را ګډ شي.

دغه ورځپاڼه پدې نظر ده چې باید پاکستان اوددې هېواد ځیني مذهبي ډلې او طالب ملاتړي مشران دا درک کړي چې له واقعي سولې پرته تر افغانستان وړاندې د پاکستان خیر نشته.

جامعه باز یا پرانیستې ټولنې ورځپاڼې بیا د ښځو چارو وزارت له خوا د ښځو په وړاندې د تاو تریخ والي د پېښو په اړه وړاندې شوې راپور ته پاملرنه کړې ده خو د ښځو چارو وزارت په راپور کې وړاندې شوې دا نظریه نه مني چې ګواکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخ والي ډېرې پېښې په لویو ښارونو کې پېښې شوې دي، په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په کرښو د کلیو ښځي د بېلابېلو لاملونو له امله، رسمي ادارو ته د شکایت لیکلو په موخه نشي ورتللای.

یاده ورځپاڼه پدې نظر ده چې د افغانستان په سنتي ټولنه کې چې د ورځپاڼې په کرښو د قبیلوي فرهنګ زېږنده ده، د ښځو په وړاندې د تاوتریخ والي د دوام تر ټولو عمده لامل دی او شاید له همدې امله هم وي چې دښځو په وړاندې د تاوتریخ والي په اړه د قوانینو د جوړښت سره سره ، دا ستونزه زمونږ په ټولنه کې همداسې روانه پاتې ده.

همدارنګه د ورځنیو اطلاعاتو یا اطلاعات روز ورځپاڼه هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخ والي د زیاتېدو پېښو ته پاملرنه کوي او پدې اند چې د ښځو د چارو وزارت له خوا وړاندې شوی دا راپور په افغانستان کې د ښځو د سخت ژوند څخه کیسه کوي او د ورځپاڼې په کرښو ښکاروي چې د بېلابېلو تشریفاتي او نمایشي اقداماتو او ډېرو چېغو اونارو سورو سره سره په عامه افکارو کې ډېر د پام وړ بدلون ندی راغلی. پای

ورته مطالب