ورځپاڼې، کب ۱۳، د کرزي او امریکا ترمنځ ترینګلتیا

د انځور حقوق
Image caption ولسمشر حامد کرزي همدا رنګه ویلي دي چې د واقعیت په پرتله القاعده یوه افسانه ده، او پروړاندې یې جګړه او مبارزه هم نامالومه ښکاريږي.

د کابل چاپ ورځپاڼو نن (سه شنبه/د ۱۳) د ټاکنیزو لانجو تر څنګ د ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونو ته ډېره پاملرنه کړې ده چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د لویدیزوالو جګړه او د القاعدې په تړاو خبرې کړی دي.

د یادونې وړده چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکايي واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا او لوېدیځ متحدین یې افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلي دي اودا چې افغانان په پردۍ جګړه کې وژل کېږي،او افغانانو ته دې جګړې تر زیان رسولو پرته هېڅ ګټه نه ده رسولې.

ولسمشر حامد کرزي همدا رنګه ویلي دي چې د واقعیت په پرتله القاعده یوه افسانه ده، او پروړاندې یې جګړه او مبارزه هم نامالومه ښکاريږي.

سرنوشتورځپاڼه په خپله نننۍ سر مقاله کې د ولسمشر حامد کرزي پر همدغه وینا بحث کړی دی او پدې نظر ده چی باید ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې څوکاله وړاندې کړې واي، خو د ورځپاڼې په کرښو اوس هم ورته سخته اړتیا لېدل کېږي، ځکه افغانان له امریکا سره د یوې نوې معاملې په درشل کې دي.

دغه ورځپاڼه پدې نظر ده چې د افغانستان خلک یوازې د القاعده نوم پېژني او نور هېڅ داسې څوک نه پېژني چې هغه دې افغان وي او یا دې په افغانستان کې وي او له القاعدې سره دې اړیکې ولري چې د ورځپاڼې له نظره له همدې امله القاعده که په نړۍ کې یو حقیقت هم وي، خو په افغانستان کې یوه داسې افسانه ده چې امریکا ورسره د جګړې په پلمه افغانان وژلي دي.

سرنوشت په پای کې پدې اند ده چې ددې سره سره چې خلک په ډېر څه پوهېږي، خو د ولسمشر کرزي له خولې د امریکا د اهدافو او کړنو په اړه دا ډول خبرې زیات ارزښت لري او له دې وروسته خلک پوهېږي چې له امریکا سره څه ډول چلند وکړي.

محور ورځپاڼه هم په همدې تړاو په خپله سرمقاله کې لیکي چې د امریکا په مقابل کې د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې او د ځینو هغو رازونو رابرسېره کول،چې اوس یقیني شول،ښکاروي چې ولسمشر کرزی د امنیتي تړون په تړاو د امریکا وروستیو فشاورنو ډېر ستړی کړی دی.

یاده ورځپاڼه وړاندې لیکي چې اوس حقیقتونه لا هم پټ دی،چې آیا ولسمشر کرزی په واقعي هم د امنیتي تړون په تړاو هماغه شرایط لري چې په ښکاره یی مطرح کوي او که هغه څه چې په اړه یي ویل کېږي؟

محور همدارنګه د ولسمشر ددې خبرې په تړاو چې وایي القاعده یوه افسانه ده او حقیقت نه لري، لیکي چې که القاعده یوه افسانه ده نو ددې شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدو پېښه هم ددې افسانې کیسي رېښتیني کوي چي وایي د اسامه کیسه یوازي په ټاکنو کې د رایو ترلاسه کولو لپاره مطرح شوه اود ورځپاڼې په کرښو په حساس وخت کې ورته تبلیغات هم په همدې موخه وو.

جامعه باز ورځپاڼه هم دولسمشر حامدکرزي همدا څرګندونې څېړي او پدې اند ده چې دولسمشرحامد کرزي دا ځل څرګندونو ډېر پټ رازونه را ښکاره کړل خو تر څنګ یې د ولسمشر دا خبره نه مني چې القاعده تر حقیقت زیاته یوه افسانه ده او ټېنګار کوي چې القاعده زمونږ د زمانې تر ټولو ستر حقیقت دی چې ډ ورځپاڼې په کرښو بنسټ یې هم د پخواني شوروي په وړاندې زمونږ دولس د جهاد په وخت کې دلته په افغانستان کې اېښودل شوی دی.

همدارنګه د یادې ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال دا هم نه مني چې په هېواد کې روانه جګړه د افغانستان جګړه نده او لیکي چې دا چې روانه جګړه د افغانستان جګړه ده، تر ټولو ستر ثبوت دا هم دی چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې ددې جګړې پراخوالی به زیاتېږي.

جامعه باز ورځپاڼه پدې نظر ده چې لدې واقعیتونو څخه پریوه هم ولسشمر حامدکرزی باور نه لري او باید منتظر اوسو چې تر څو روښانه شي چې واقعیت څه دی او څوک د حقیقت په پوهېدنه کې د توهم او خیال بافۍ ښکار شوی دی؟

هشت صبحورځپاڼه هم د څو تېرو ورځپاڼو په څېر د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې ارزوي خوپه داسې حال کې چې د امنیتي تړون او له طالبانو سره د جګړې په اړه د ولسمشر حامد کرزي څرګندونې نوې نه ګڼي،د ټاکنو په تړاو د هغه څرګندونې د پاملرنې وړ ګڼي.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې ټېنګار کوي چې هېڅ بهرنۍ هېواد د افغانستان په ټاکنو کې د مداخلې حق نه لري د ولسمشر ددې څرګندونو په تړاو لیکي چې ولسمشر حامدکرزی باید پدې پوه شي چې اوس عمومي افکار په ټاکنو کې د بهرنیانو له مداخلې څخه اندېښنه نه لري خو پدې تړاو د افغان حکومت او ولسمشرۍ ماڼۍ له مداخلې اندېښنه لري.

د اطلاعات روزورځپاڼه هم په همدې تړاو لیکي چې د ولسمشر کرزي اوامریکا له هسکو او ټېټو ډکې دوولس کلنې انډیوالۍ په ترڅ کې هغه پر خپلو لویدیزوالو متحدینو ډيرې توندې ګوت نیونې کړې دي، خو دورځپاڼې په کرښو دا لومړی ځل دی چې ولسمشر حامد کرزی امریکا رسماخپل هېواد ته په خیانت تورنوي.

دغه ورځپاڼه وړاندې بیا لیکي چې د ولسمشر کرزي دا ډول څرګندونې له سیاسي پلوه ، هېڅ ډول عقلاني او منطقي توجیه نه لري ځکه د ورځپاڼې په کرښو ولسمشر کرزی او دده تر مشرۍ لاندې دولت د امریکا او لویدیزوالو هېوادونو د سختو سیاسي هلوځلو اومالي مصروفونو په نتیجه کې رامنځ ته شوی .

ورته مطالب