پښتونخوا: د جنګ او روغې تر منځ

د انځور حقوق Getty

جنګ زموږ ، روغه د نورو،

تاوان د پښتون افغان، ګټه د پردو ښاغلو

قبر زموږ ، کتبه پرې د بل د نوم

اوږه زموږ ، ټوپک د بل

ګناه زموږ ، ثواب د پټو پرښتو

که دلته پښتونخوا ده، که کوټه، کابل که کندهار لر او بر هر خوا د پښتون افغان په کرښه د زوړ جهاد ثمرات د نوي فساد په شکل کې لیدلی شئ، موږ د جنګ او روغې تر منځه ژوند کوو.

د حکومت او طالبانو په روغه جوړه کې د افغان جهاد هغه قبا، پټکی ، کوټ پتلون او زړې عینکې د وزیرستان فال ګوري، چې درې لسیزې، اګاهو یې لوی افغانستان ته د سوځېدو ښیرې کولې، اوس په امن کانفرنس کې لاس په دعا دي.

اوس ټول خلک د هغې محبوبا سندرې وايي:

خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

د خلکو په سترګو کې دا پوښتنه ده، چې د حکومت او طالبانو روغه به وشي؟

دا پوښتنه داسې ښکاري لکه څوک چې په شیبو شیبو باران کې په آسمان د بوډۍ ټال ته سترګتې نیولي وي ، پښتونخوا هم هاغه شان مثال لري، یو خوا د وینو باران دی او بل خوا د طالبانوسره د صلحې خبرې کیږي . موږ د جنګ او روغې په برید ولاړ یوو، موږ د وینو سرې جامې اچولې دي او په لاسونو کښې موږ سپینې کوترې هم نیولې دي

زموږ په شونډو جنګ ته ازار هم دی ، او په شونډو دعا هم

د قبائلي ژوند روایات دا پاتې شوي دي چې سپین څادر به اوچت کړی شو، مشرانو به تیګه کیښوده ، تیګې مطلب ډز بندي وه ، بیا به مشرانو خبرې وکړئ او یوې نتیجې ته به ورسیدل ، اوس روایات بدل دي ، د روغې خبرې هم کیږي او جنګ هم دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption اور خو اور نه مړ کوي ، اور خو اور لا زیاتوي

د وزیرستان یو بل روایت د فقر تحریک سره تعلق لري ، چي هغه په جنګ کې هم خپل وزیرستان د ورانېدو نه ساتلو، دا به یې ویل، دا هر څه زموږه دي پرنګي خو به ترې ځي، موږ خپل ځایونه ولې برباد کړو،

اوس تحریکونه په شورشونو بدل شوي دي، شورشونو ته پردي خلک دوام ورکوي، پردي د وزیرستان او ټول پښتون افغان په تاریخ ، تهذیب او کلتور څه پوهیږي؟ هغوی فقط د جنګ مهارت لري، جنګي جنون لري ، چېرته چې جنون زیات شي هلته نور هر څه د منځه ځي، فقط جنګ د جنګ په غاړه پروت وي، اور خو اور نه مړ کوي، اور خو اور لا نور زیاتوي، ځکه خو اولسونه حیران دي چې دا به څه کېږي.

ټولو اولسونو په حیرانتیا کې دا تاثر دی، چې دا په پښتونخوا کې د جدا ځانګړي ریاست قیام ته لاره خلاصول دي، ځکه چې د طالبانو شریعت زموږ په حدود کې دی، دغه شریعت د مذهبي ګوندونو اتحادیې موږ له پنځه کاله اجر راکړی دی، په دغه شریعت کې د سوات د جومات محراب ته ایف ایم ريډیو ور MMA داخل شو، د پښتنو سپین پټکي تور شول، او خبره د سوات او وزیرستان پوری وغځیده، لکه چې سوات د وزیرستان امیر شو.

د خلکو تاثر دا دی چې په پښتونخوا کې پښتنو له یو عبوری ریاست جوړولی شي هغوی د زوړ افغان جهاد زوړ عبوري حکومت یادوي، هاغه پیښور یادوي چې اسلام آباد ورله دلته عبوري حکومت جوړ کړی و، خو افغانستان چیرې هم د پاکستان پرضد پښتنو او بلوچو لا هلته عبوري حکومت نه ؤه جوړ کړی، دا به بیا په پاکستان کې مرورو افغانانو هم منل، ځکه خو یې هره معاهده لوظنامه او لاس لیک امن نه ټینګولو،

موږ یو ځل بیا په هغه برید ولاړ پاتې شو، که د چا دا خیال وي چې د طالبانو د لاس نه به د امن لوظنامې په نوم څوک وسله واخلي او هغوی به جومات حدود ته ورداخل کړي، نو داسې نه ده، یو قوت چې د پاکستان د آئین پورې ورسي، رټ چیلنج کړی، او د برابري په بنیاد په یوه میز کښیني، نو هغوی لاندې نه راځې.

د دې مثال دا دی چې هغه قوت په ریاست کې خپله برخه غواړي، او د ریاست واکداران به ورله دا حق ورکوي، تاریخ به دا لیکي چې طالبانو دا حق په زوره په جنګ اخیستی دی، خو دا ویره دومره نه ده ځکه چې دلته تاریخونه دروغجن خلک لیکي، موږ نه د تاریخ لوستونکي او نه ترې سبق اخیستونکي یُوو. موږ زړې آئینې ماتوو او په نوو آئینو کې ځانته ګورو ـ اوس حالات بدل دي، د نړۍ په بدلیدونکي تناظر کې موږ په یو وخت جنګ هم کوو او امن هم غواړو. څنګه چې زموږ ادب د ادب لپاره دی، دغه شان زموږ جنګونه د نوؤ جنګونو لپاره دې د امن لپاره نه.

څنګه چې زموږ سیاست د سیاست لپاره وي د ولسونو په کې څه حق نه وي.

څنګه چې زموږ جمهوریت د سیاستدانانو لپاره وي، د رایې ورکونکي په کې څه برخه نه وي.

دغه شان زموږ ټول جنګونه د پردو جنګونو یو شکل دی، چې زموږ خپل شکلونه په کې مسخ شوي دي، خو د ټولو نه لویه بدبختي داده چې پښتون افغان له یې مخونه او څیرې ورانې کړي دي، شناخت او پیژندګلو یې ورله غلطه کړی دی بدبختانه موږ خپلو مخونو ته چیری هم د تاریخ په آئینه کې نه دي کتلي، کنه موږ به پخپله چغې او نعرې کړو، او په چیغو چیغو به ووایو،

دا موږه نه یُوو دا زموږ مخونه نه دی.

موږ خو دومره بدرنګ، دومره بد شکله، بد صورته، د وحشت ډک نه یُوو.

موږ ښکلي یوو ، ځکه خو د جنګ بد رنګ خلک زموږ په مخونو نوکاري راکاږي، او موږ له شکلونه ورانوي، خپل خلک خپل ولسونه، خپل بچی زموږ نه وېروي،

ای جنګ پرستو

د جنګ د آئينو موجد ته ووایئ دا د وحشت آئینه دی واپس واخله زه پخپله آئینه کې ځانته ګورم، زما یقین دی، زما آئينه به ماته دروغ نه وایي.

زما آئینه به ما ته ریښتیا وایي.

موږ دومره بدرنګ ، بد شکله نه یوو ، که موږ په ریښتیا داسی یُوو چې خلک زموږ نه ویره کوي، نو باید چې زموږ مخونه وران کړي شي داسې خلکو ته د پښتو د روایاتو په آئینه کې د کتو هیڅ حق نشته .

ورته مطالب