ایا د افغانستان نیواک ناممکن دی؟

Image caption په ۱۹۸۸ کال له افغانستانه د شوروي ځواکونو وتل پیل شول.

په داسې حال کې چې له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد له وتلو نژدې ۲۵ کلونه تېرېږي، په پام کې ده، چې د روان کال تر پایه له افغانستانه زیاتره امریکايي ځواکونه ووځي. خو پوښتنه دا ده، چې ایا پر افغانستان د بهرنیو ځواکونو له بریدونو مو څه ترلاسه او زده کړل؟

په تېره روژه میاشت کې، د کندهار له ښار بهر په موټر کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د هغه کور کتلو ته روان و، چې ماشومتوب یې هلته تېر کړی، همدا وو چې د هغه د ورور محمود کرزي مېلمه شوم.

محمود وویل چې موږ اوس موږ د کرز کلي ته روان یو"هغه ځای چې کاملاً بدل شوی. دغه جومات راته یاد شو. له حامد سره به مې دلته لوبې کولې، خو زموږ کور چېرې دی؟"

هغه وپوښتل: "ایا همدا زموږ کور دی؟"، "امکان نه لري چې دا دې زموږ کور وي".

یوې پراخې کروندې ته ووتلو، چې شاوخوا یې له خښتو جوړ شوي کورونه وو. د محمود ساتونکي هرې خوا کې خپاره شول، خو هغه پر یوه لوړه تپه وخوت، او یوه تشې ځمکې ته یې اشاره وکړه چې "دا زموږ د کور ځای دی".

ما ترې وپوښتل: "نو څه وشول؟. ځواب یې راکړه چې: روسانو". ورغبرګه مې کړه چې: "څه؟ ".

محمود وویل: "د مجاهدینو ټول پخواني کورونه ویجاړ شوي. دا هغه کور دی چې زموږ د تره زامن هم راسره په کې اوسېدل. پر هغه شپه چې د کندهار والي زموږ کور ویجاړ کړ، مخکې له دې چې اور پرې بل کړي، چکچکې یې وهلې".

اوس، له افغانستان نه د پخواني شوروي ځواکونو تر وتلو پنځه ویشت کلونه تېر شوي، شاید دا شېبه د امریکايي او روسي وتلو په پرتله ښه وخت وي.

د لومړي ځل لپاره، ښکاري چې د دواړو ترمنځ ډېر توپیر دی. د روسانو د برید هدف د روسي امپراتوري غځول وو. خو د لوېدیځو ځواکونو راتګ- لکه څرنګه چې ویل کېږي – د سپتمبر د یوولسې تر پېښو وروسته د ترهګرۍ له منځه وړل او د دیموکراسۍ غوړېدل ښوول شوي.

روسانو او امریکایانو باور کاوه چې ګني د حکومت په چارو کې په مداخلو سره به د خپلې خوښې دوست حکومت جوړ کړي، او بیا به یو کال ورسته خپلې پښې سپکې کړي. خو څه خبر وو چې د یوې داسې جګړې په ډنډ کې به ګیر پاتې کېږي، چې هم د مالي او ځاني زیانونو له اړخه قیمته ورته تمامه شوه. همدا ده چې په پای کې به له افغانستان نه د وتلو پرېکړه کوي.

د روسانو جګړه ډېره خونړۍ وه، ځکه چې نژدې یونیم میلیون کسان په کې ووژل شول، خو اوسنۍ جګړه کې د وژل شویو شمېر نژدې سل زره کسان دی. خو اوسنۍ جګړه ډېره لګښتي تمامه شوې ده.

د روسي جګړې د لګښت کچه په کال کې دوو میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو امریکا د افغانستان پر جګړې تر ۷۰۰ میلیارد ډېر ډالر ولګول.

د انځور حقوق ALAMY
Image caption برتانوي ځواکونه په ۱۸۴۲ کال تر یوې مرګونې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل.

پر دې سربېره، د ویلو ده، چې د دغې جګړې لاسته راوړنې هم ډېرې کمې وې. کله چې ۲۵ کاله مخکې له افغانستان نه شوروي ځواکونه ووتل، نسبتاً یو ثابت نظام یې پرېښود، چې له شوروي اتحاد سره یې نژدې اړیکي پالل، د نجیب الله حکومت تر څلورو کلونو پورې دوام وکړ، خو د روسانو له وسله والو مرستو درېدو سره راوپرځېد.

خو پر افغانستان د لوېدیځ تر یرغل ۱۳ کاله وروسته، چې هدف یې د القاعدې ځپل او د طالبانو د واکمنۍ ړنګول وو، امریکا او ایتلافي ملګرو یې له دې جګړې ځانونه ستړي احساس کړل او بالاخره خپل هدف ته له رسېدو پرته یې د وتلو پرېکړه وکړه.

د القاعدې جنګیالي او اورپکي له پاکستان سره ګډې پولې ته ولېږېدل، په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان پر سوېلي سیمو ۷۰ سلنه واک لري، شاید د روان کال په وروستیو کې د برتانوي او امریکايي ځواکونو تر وتلو ورسته، دغه کچه لا نوره لوړه شي.

د یوې بلې جګړې احتمال هم شته، د تېرو پنځو کلونو په درشل کې مې د افغان-انګریزانو د جګړې د تاریخ په اړه لیکنې کولې، چې دغې جګړې له ۱۸۳۹ تر ۱۸۴۲ پورې دوام وکړ.

لیکوال وايي، دا جګړه په ختيځ کې د لوېديځ تر ټولو لویه پوځي بدنامي ده، ځکه د هغو قبایلي او ناتوانه کسانو په لاس د نړۍ یو داسې قوي دولت ړنګ شو، چې تر ابتدايي امکاناتو پرته یې د جګړې لپاره هېڅ نه لرل.

د ۱۸۴۲ کالد جنورۍ پر شپږمه، له کابله د انګریزي لښکرو د وتلو پرمهال، له شاوخوا ۱۸۵۰۰ پوځيانو یوازې یو برتانوی ژوندی پاتې شو، مرستیال ډاکټر بریدون، ټیک شپږ ورځې وروسته جلال اباد ښار ته ورسېد.

د اوسنۍ جګړې او د نولسمې پېړۍ د څلوېښتمې لسیزې د جګړو ترمنځ د پام وړ ورته والی شته، ځکه د هماغو بهرنیو ځواکونو له لوري، چې په یوه ژبه یې خبرې کولې، هماغه ښارونه لاندې شول، چې مخکنیو هغو نیولي وو، او له هماغو غونډیو او څورګو یې بریدونه وکړل.

هغه مهال شاه شجاع، چې د اوسني ولسمشر حامد کرزي د پوپلزیو له قبیلې څخه و، د لوېدیځ "نانځکه" نه وه، بلکې اصلي حریفان یې د غلجیو مشران وو، چې اوس د طالبانو په تحریک کې غلچکي بریدونه کوي.

ښکاره ده، چې دا خبره سمه نه ښکاري، چې ګني د افغانستان نیواک ناممکن دی؛ ځکه چې ګڼو امپراتوریو دار کار مخکې کړی دی، له فارسیانو نیولې تر لوی اسکندر او بیا له مغولو پورې.

خو د اقتصاد مانا دا ده چې ګني افغانستان د ښکېلاک قیمت ګاللو توان نه لري. لکه څرنګه چې په ۱۸۳۹ کال برتانویانو ته یوه مخکني مشر د تسلیمېدو پرمهال ویلي وو، دا "یوه داسې خاوره ده، چې تر ډبرو او خلکو پرته په کې بل څه نه لیدل کېږي".

هر پوځ چې افغانستان لاندې کوي، باید ډېرې پیسې ولګوي او ځاني تلفاتو ته هم غاړه کېږدي، لکه څرنګه چې برتانویانو په ۱۸۴۲ کال دا کار وکړ، او روسانو په ۱۹۸۸ کال هرڅه ومنل.

دا دی اوس شمالي اتلانتیک (ناټو) د روان کال ترپایه دې کار ته بډې وهلې دي.

د ۱۹۶۳ کال اکتوبر کې، کله چې هارولډ ماکمیلان الیک دوګلاس هوم ته د لومړي وزیر څوکۍ سپارله، ځینې سپارښتنې یې وکړې چې: "زما ګران زویه، تر هغو پورې چې ته افغانستان نه لاندې کوې، روغ رمټ به یې".

له بده مرغه، توني بلیر ته هېچا داسې نه وو ویلي.

ورته مطالب