رخصتیو کې مو ولسي استازو ستونزې واورېدې؟

د انځور حقوق parliament
Image caption د ستاسې غږ دا موضوع د افغانستان د پارلمان د څلورم کاري کال د شپاړسمې دورې پیلېدا ته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان پارلمان تر یوې نیمې میاشتې رخصتیو وروسته بېرته خپل کار پیل کړی دی. د خلکو استازي په کال کې دوه ځلې رخصتي کوي.

له دغو رخصتیو هدف دا دی چې استازي په ولسوالیو او ولایتونو کې له خپلو موکلینو سره وګوري او د هغوی ستونزې واوري. خو په تېرو کلونو کې ثابته شوه، چې د پارلمان ځینې غړي د رخصتیو پر ورځو بهرنیو هېوادونو ته په سفر درومي، او یا هم کابل کې پاتې کېږي.

د ستاسې غږ دا موضوع د افغانستان د پارلمان د څلورم کاري کال د شپاړسمې دورې پیلېدا ته ځانګړې شوې ده.

له تاسو پوښتو چې ایا په دې رخصتیو کې ستاسو استازي ستاسو کلیو ته درغلي وو؟

که چېرې تللي وي، ستاسو کومې ستونزې یې واورېدې، چې د پارلمان په عمومي غونډه کې یې یادې کړي؟

په ژمنیو رخصتیو کې تاسو له استازو څه تمې لرلې؟

په دې پروګرام کې د ګډون کولو لپاره، (چې د یکشنبې پر ماښام په ژوندۍ بڼه خپرېږي)، موږ ته پر دې ۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰ شمېره زنګ راووهئ او یا هم خپله شمېره دلته پرېږدئ، چې موږ تیلېفون درته وکړو.

همداشان د بي بي سي پر پښتو فېسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پرېښودلی شئ.