په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو مخنیوی څنګه شونی دی؟

Image caption د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي په هغو حوزو کې چې د ټاکنو څارونکي نه وي او امنیت یې ډاډمن نه وي ټاکې نه ترسره کېږي.

په پام کې ده چې د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د وري/حمل په ۱۶ نیټه ټاکنې ترسره شي.

په ټاکنو کې روڼوالی او د درغلیو مخنیوي یوه له مهمو موضوګانو ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي په راتلوونکو ټاکنو کې یې د درغلیو د مخینوي لپاره هڅې کړې خو زیاتوي چې په هغو حوزو کې به انتخابات ترسره نه شي چې څارونکي په کې نه وي یا امنیت یې ډاډمن نه وي.

دغه راز له یو لړ وروستیو پېښو وروسته یو شمېر بهرنیو څارونو ویلي چې ښايي افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورنه شي کړای.

ستاسو په نظر په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو مخه څنګه نیول کېدای شي؟

ستاسو له نظره د انتخاباتو کمېسیون باید څه تدابیر ونیسي؟

او په خپله تاسو د درغلیو د مخنیوي لپاره څه کولای شئ؟

که غواړئ په دې هکله د سې شنبې په ماښام (مارچ ۲۵مه) په ستاسو نظر پروګرام کې راسره ګډون وکړئ نو په دې شمېرې مخامخ زنګ راووهئ.

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ ټېلېفوني پيغام/ اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښناليک پته مو دا ده:

pashto@bbc.co.uk

ددې ترڅنگ د بې بې سي پښتو فيس بوک پاڼې کې هم خپل نظرونه پرېښودلاى شئ.