پښتونخوا کالم: شمس د تيارو په ضد

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption زهٴ د زنداني شاعر او زنداني شاعرۍ ډېر قدر او احترام کوم، ځکه چې دغه شاعر خپل ذاتى هوسونه، ارمانونه هر څهٴ د يو نېک مقصد لپاره قربان کړى وي

په کتابونو د سريزو دا رسم که زما خوښ نه دی نو وجه ئې دا ده چې دا يو سخت امتحان وي، ان لکه د سترګو د سرجن چې خپل د سترګو نظر ئې کمزوری وي خو د بل د سترګو اپرېشن کوى او کهٴ د سريزې ليکلو ته زهٴ ښهٴ وايم نو فکر مې دا دی چې د بل په خبره کې سړی خپله خبره وکړي.

د کتاب لیکوال د سريزې لپاره عموماً خپل همخيال ليکونکى ګوري، چې د ليکونکي په لفظونو کې ځان نور ښکلی وويني، خو د ځینو شاعر، شعر، شعور، وژن او فکر او فن دومره ښکلی وي، چې لمر ته اۤئينه پړقول وي. زهٴ هم ملګري شمس ته د خپلو لفظونو اۤئينه پړقوم او دغه رڼا په تيارهٴ غورځوم، دغه رڼا د شمس بونيري سياسي نظرياتي پړقا ده.

زهٴ د زنداني شاعر او زنداني شاعرۍ ډېر قدر او احترام کوم، ځکه چې دغه شاعر خپل ذاتى هوسونه، ارمانونه هر څهٴ د يو نېک مقصد لپاره قربان کړى وي. زما په خيال مزاحمت په لفظونو ليکل ډېر اسان وي، خو په عمل کې د غر هومره سينه کلکه عقيده او حوصله غواړى.

په دغه حواله زهٴ د شمس بونيري شعر او شعور ته د زندان د تيارو هغه عمل وايم چې د تيارو نه تل رڼا پېدا شوې ده او رڼا د تيارې په ضد د ځمکې پر مخ د انقلاب يو لوی تاريخ لري، دا بېله خبره ده چې زموږ د پښتو زنداني ادب او زندانى شاعر هغه هومره د قربانو حاصل نهٴ لري، څومره چې يو کرپټ سياستدان د خپلو ذاتي غرضونو لپاره د زندان تمغې ځان ته تړي.

د پښتنو په مزاحمتى تحريکونو کې تر ټولو زيات مزاحمتکار د ادب د قبيلې دي او دا ثبوت یې ورکړی دی چې ادب کُل دے، سياست جُز دے، خو له بده مرغه د پښتو ادب سياست د خپلې ډنډورې او پروپېګنډې لپاره استعمال کړی دی او بيا يې هم هغه ادبيات پاڼې پاڼې ورک کړي دي.

د نړۍ د انقلابى تحريکونو سرخېلانو د تقرير نه زيات په تحرير باندې يقين ساتلی دی، د دې ډېر ثبوتونه دي، چې نن هم دغه تحريرونه په کتابى شکل کې موجود دى. د روسیې د انقلاب د کاميابۍ په حواله د روسیې انقلابى رهنما لينن د ميکسم ګورکي ٫٫مور،، نومي ناول په سريزه کې ليکلي دي چې دې ناول زموږ د روسي انقلاب په کاميابۍ کښې اهم رول لوبولی دی. خو بل خوا زموږ د پښتنو هغه مزاحمتى شاعري د بل دور لپاره اۤوٴټ اۤف ډېټ ګرځېدلې ده او هغه مزاحمتي شاعرۍ ته د مزاحمت د مېدان نه وتلي فرارى انقلابيان، رهنماګان نه شي کتلای، هغې ته جذباتي او پُرتشدده ادب وايي.

زما د دې اوږد تمهيد مطلب د شمس بونيري زنداني ادب او مزاحمتي ژوند ته د هغهٴ په شاعرۍ کې تېر هېر وختونه کتل دى.

شمس بونيرى هم اوس لکه د خپلو تېرو مزاحمتى دورونو رها شوی دی، د هغهٴ د شاعرۍ مزاحمت اوس په مېدان نشته خو د هغهٴ په دماغ کې اوس هم دغه هر څهٴ محفوظ دى، ځکه خو هغهٴ چې نن هم څهٴ ليکى نو ځان ورته په ډوبه تيارهٴ کې بنديوان ښکاري، دا هغه تيارې دى چې موږ ترې په هېڅ يو دور کې راوتلي نهٴ يُو، دا بېله خبره ده چې شمس بونيرى پيدائشي طور خپلې مور د رڼا علامت ياد کړی دی. شمس د خپل نوم په معنا ټول عمر د تيارو په ضد پاتی شوی دی. خو تعجب دا دی چې د سياسى مفرورتيا په زمانه کې په تيارو کې ګرځېدلی دی، خو دغو تيارو شمس پټ نکړای شو او دا ځکه چې هغهٴ کومو تيارو سره جنګ کولو، هاغه تيارو به خپل ټول عمرى دښمن له څنګه پناه ورکوله.

د شمس بونيرى د شاعرۍ د کتاب ''دغه سجدې مې تا ته وې او کهٴ نا؟'' سريزې ما ته د سياسى مزاحمتى دورونو شمس ځکه راياد کړ، چې دا شاعري په دغو تيارو کې د رڼا ليتکى دى. زه چې د شمس د سياسى ژوند ټولو تيارو د هغه په شاعرۍ کې فقط يو ''بالاحصار قلا'' ته وګورم، نو وايم چې دا د خپلې نظريې عقيدې پوخ پښتون جنتي ته په داسې دوزخ کې هم د شعرونو ښاپيرۍ چورلکونه وهلى دى او هغه بالاحصار په نظم کې جوړ کړی دی. د دې دوزخ ننداره تاسو هم وکړئ:

تور زندان دے يوه تنګه کوټګۍ ده تنهائى ده زړه چاودون دی مجبوري ده ځولنې دى، هتکړۍ، بربنډ ولاړ يم ظلم زور دی زما لويه بې وسى ده

اخستونکى راته وايي ايمان راکړه ما له نن زما د طبعې بيان راکړه

د انځور حقوق THINKSTOCK
Image caption په دغه اساس د شمس بونيرى د زندان سوچ داسې ښکارى لکه څوک چې په پنجره کې د هوا مرغۍ بنده کړى

شمس بونيرى دا دوزخ له دننه ليدلی دی، په دغو تيارو کې شمس ملګرى د خپلې نظريې د عقيدې په رڼا وخت تېر کړی دی.

هوښياران وايي، د زرو قدر زرګر سره وي.

دغه شان د رڼا قدر تيارهٴ ځپلي پوهېږى.

غلام د ازادۍ خوبونه ويني.

قيدي ته د زندان نه بهر دنيا جنت ښکارى.

په دغه اساس د شمس بونيرى د زندان سوچ داسې ښکارى لکه څوک چې په پنجره کې د هوا مرغۍ بنده کړى، خو د هوا د مارغهٴ نه څوک په پنجره کې هم د الوتو فطرت نشي اخیستی، وخت او حالاتو يو شاعر زنداني کړو، خو د هغهٴ فکر، دماغ، سوچ، شعر او شعور یې قېد نکړای شو، هغهٴ د يوه قيدي شاعر په حيث د ازادۍ دا فکر پیش کړو.

ازادي

ازادي يو ټکی نهٴ دی

ازادى يو لوی داستان دی

ازادى د ژوند منزل دی

دا بدلون دی تکامل دی

ازادى د فکر ساه ده

د قامونو مدعا ده

ازادی داسې نعمت دی

چې معراج انسانيت دی

په قېد کې د يوه شاعر د ازادۍ دا فکر د هغهٴ ازادۍ ړندې اۤئينې ته کتل دى، چې د ازادۍ باوجود یې د لاهور شاهى قلعې نه را واخله د قلعه بالاحصار پورې د مغلوالۍ سوچ ختم نه کړو. نن هم دغه قلعې په خپلو تورو نړېدلو ګرېدلو ديوالونو پورې د نظرياتى ملګرو روحونه لکه د ښاپېرک په تيارو پورې نښتى دى. اوس دا هر څهٴ د نظريې او عقيدې تېر هېر يادونه دي، چې رهنما ورته افسانې وایي، خو د دې افسانو کردارونه نهٴ ويني چې نن هم ژوندي دي، ډېر کردارونه لېوني دى او اوس د هغې قربانو ته د ''عدم تشدد'' په فلسفه کې د پرتشدده سياست لېوني ويلى شي.

شمس بونيری هم د دغه شان افسانې يو لېونی کردار دی، خو هغه روغ لېونی دی، چې اوس هم د ژوند منډه وهی، شاعري کوي نثر ليکي، سياست کوي، وکالت کوي، ياري دوستي کوي، چې پخوا به یې ورته په بونير کې کافر ويلو، اوس ورته د ''حاجي'' مرتبه حاصله ده، خو زه یې حج ته کلتوري حج وايم، ځکه چې پښتنو سره پېسه زياته شي نو هغوى ته يو بل وايي، حج ته لاړ شه که نه، خدای درباندې دومره رحم کړی د ی، په دغه حواله داسې ډېر سرکاري، سياسي، کلتوري حاجيان شته خو څوک ورته حاجي صېب نهٴ وايي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption دا ږيره او دا تسبې،، زهٴ خو ملا شوی يم +++ کله کله ځئ راځئ،،ستاسو بابا شوی يم

زه د شمس بونيري د شاعري نه لرې لرې ځکه وګرځېدم چې هغه فقط يو شاعر نهٴ دی، ځکه خو د هغهٴ شعرونه عن د هغهٴ د خبرو په شان د هغهٴ د جذبې او د داخلى احساساتو انتشار ښيي، د شاعر داخلى انتشار او خارجى خنډوخار تل يو بل ته په اشارو اشارو خبرې کړې دي، دا د علامت ژبه ده، استعارې، کنايې، تشبيهات شاعر له ښکلى ښکلى لفظونه ورکوي. اوس نوې دنيا، نویو حالاتو سره دا هر څهٴ نوي او بدل شول. حتٰى چې د غنى خان ملا او طالب هم بدل شوو، بونيريان هم ساده پاتى نه شو، هر سورږيری شاګل نهٴ وى خو هر بونيری شاعر دی او په ميډيا خپور دی. کهٴ شاعري کوي، نو ډېره ښکلې شاعري کوي او کهٴ په ميډيا راځي، نو د لفظونو خواږه ورسره وي.

د زوړ شمس بونيرى نه واخله د هر نوى شاعر ليکوال نوي بونيري پورې دا ټول سفر په ځان کې يو ډېر اوږد تاريخ لري.

شمس بونيرى ته زه د دغه پښتنى تاريخ، نظرياتى سياست د سفر لارښود وايم. دا ټوله کرونده هم هغهٴ کړې ده، هغهٴ په يو دور کې د پښتو د شاعرۍ او د نظريې د شاړې للمې ځمکې غريب دهقان زميندار و، اوس د لفطونو يو غټ جاګيردار دی، خپلو نویو ځوانانو ته د خپل ادبي سياسي نظرياتى سفر يادونه ورکوي او ځان په دې شعرونو وريادوي.

ړوند شوم بې ساه شوی يم اوس د امسا شوی يم نور زما نه څهٴ غواړئ ښکلو بوډا شوی يم

دا ږيره او دا تسبې زهٴ خو ملا شوی يم کله کله ځئ راځئ ستاسو بابا شوی يم

زهٴ په اخره کې د رواياتو تر مخه د شمس بونيرى د شاعرۍ لپاره دعا نهٴ غواړم، ځکه چې اوس خو هغهٴ خلکو ته دعاګانې کوي، مشر دی، محترم دی، خوږ دی، ترسکون دی، يار دی دلدار دی، ځانته بوډا وايي، خو په زړه ځوان دی، په فکر تاند دی، په شعور بينا دی، شمس ابدي شمس دی، توانايي یې هر څوک مني، کهٴ څوک يې نهٴ مني نو دا د هغهٴ کمی نهٴ دی، بلکې دا زمونږ خلل دی، چې موږ د دومره قربانو خلک نهٴ منو، خو کهٴ څوک يې مني او کهٴ نه، شمس خو شمس دی.

ورته مطالب