تاسو ته خپله رايه څومره ارزښت لري؟

Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسيون تمه لري چې شاوخوا ۱۳ ميليونه کسان به د رايې ورکولو په ورځ خپلې رايې وکاروي. په دې پړاو کې تر اوسه درې اعشاريه اته ميليونه کسانو نوي کارتونه اخيستې دي.

د وري/حمل په ١٦ افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو مهمې ټاکنې ترسره کېږي.

دې ټاکنې کې به راتلوونکو پنځو کالو لپاره نوى ولسمشر او د ولايتي شوراګانو استازي ټاکل کېږي.

دا اوونۍ په ستاسو غږ پروګرام کې له تاسو اورو چې دې انتخاباتو ته څه ډول چمتووالى لرئ او څومره ارز ښت ورکوئ؟

په خپرونې کې د گدون لپاره د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.

د لنډ ټېلېفوني پیغام/اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

دغه راز په فيسبوک کې هم خپل پيغامونه پرېښودلاى شئ.