د ديموکراسي پر لور يو مهم ګام

Image caption د افغانستان اوسنيو ټاکنو خورا ډېر اهميت درلود.

څه باندې يو ساعت د رای ورکوونکو په کتار کې ودرېدم او دا لومړی ځل و چې دومره اوږد انتظار هېڅ ستړی نه کړم.

په اوږدو کتارونو کې مې درېدل هېڅ وخت له وسه نه کېږي او ډېر ځله مې بې حوصلې کوي چې له همدې کبله مې کله کله تاوان هم کړی دی.

خو نن هغه کتار بل ډول و چې موږ پکې انتظار کاوه.

د وطن د برخليک لپاره د رایه ورکوونکو په کتار کې ولاړ وم.

په کتار کې ولاړ ټول خلک هيلمن ښکارېدل.

دومره اوږد کتار او داسې په ډاډه زړه او حوصلې درېدلو ښوده چې د خلکو ذهنيت بدل شوی دی، پر ديموکراسي باور زيات شوی او خلک باور لري چې د دوی رایه د دوی په برخليک کې تاثير لري.

د عمر توپير

یوه زړه ښځه چې ممکن ۷۰ کلنه به وه رايه يې ورکړې وه.

کله چې د رای ورکولو له مرکزه راوتله په زينو کې په خپله نه شوه راکښته کېدلای او زما مخکې له يوه ولاړ ځوان څخه يې مرسته وغوښته چې ور وړاندې شي او اوږه ورکړي.

دغه مېرمنه چې راکښته شوه موږ ته يې مخ راواړاو او راته يې وويل: "تر ما د ډېر عمر خلک راتلای شي زه خو بايد راشم، زما عمر کم دی خو پښې مې درد کوي."

دويم سړی هم سپين ږېری و چې ممکن عمر به يې د ۶۰ او اويا کلونو تر منځ و.

Image caption دغه سړي چې په خپله یې په ټاکنو کې خپله رایه کارولې وه له نورو هم غوښتنه کوله چې رایه ورکړي.

سپين پکول يې پر سر، وطني جامې يې اغوښتې وې او يوه ځوان يې لاس نيولی و.

د خلکو ولاړ کتار ته نژدې پخې خښتې پرتې وې او يو ځل همدا سپين ږېری پرې وخوت.

څو ګامه يې واخيستل او موږ وروسته پوه شوو چې په سترګو نه ويني.

که د افغانستان د راتلونکي په اړه فکر کوو او يا هم د هغو مسوليتونو په اړه سوچ کوو چې موږ يې د خپل وطن په اړه لرو نو دغه دوه کسان يوه لويه انګېزه کېدای شي.

هغه مېرمنه چې د پښو درد له کبله او هغه سپين ږېری چې د سترګو د نظر له نشتوالي سره سره د رای مرکز ته راغلي وو او رايه يې ورکوله.

زه باور لرم چې دغو دواړو کسانو به د ځان په خاطر هېڅکله پر ځان دا ستړيا نه وای زغملې، بلکې د وطن او د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره د رايو مرکز ته راغلي وو.

همدا اوس چې دا تورې ليکم نو د دغو دوو کسانو تصوير مې په ذهن کې دی.

دا يو لوی پرمختګ دی.

ممکن زموږ ټاکنې به هومره ښې نه وي لکه د نورو هېوادونو خو موږ نن ثابته کړه چې له زور او توپک ور هاخوا پر بل څه هم باور لرو.

دا ځل زموږ د خلکو انګيزه فوق العاده لوړه وه.

په غزني کې طالبانو ګواښونه کړي چې خلک بايد رای ورکولو ته ولاړ نه شي خلک ګواښ زغملی او بيا هم د رايو لپاره په کتارونو کې ولاړ دي.

هغه هېواد چې د سياسي واک د لېږد يوازې يوه لاره او هغه هم کودتا وه ، نن پکې د سياست معادله بدله شوې ده او د خلکو باور د واک د انتقال اصلي عامل دی.

که نن هر چا په ټاکنو کې د خپل ولس پراخ ګډون لیدلی وي نو بايد پر دې خلکو ووياړي.

دوی رښتيا هم سياسي حماسه جوړه کړه.

زموږ ټاکنې

د خلکو دغه شوق راته هسې ښکاره شو لکه د ۲۰۰۴ کال ټاکنو کې چې و.

د ټاکنو په اړه مې په ژوند کې لومړۍ تجربه په ۲۰۰۴ کال کې وه.

ولسمشر کرزی او څو نور کسان ولسمشريزو ټاکنو ته ولاړ وو.

Image caption سره له دې چې په ځینو سیمو کې باران ورېده په ګڼ شمېر کې ښځو او نارینه وو په ټاکنو کې ګډون وکړ او خپلې رایې یې وکارولې.

د اکتوبر نهمه د مني يوه نسبتا سړه ورځ وه چې په غزني کې تېز باد او دوړې هم وې.

په اندړو کې لا طالبان نه وو حاکم شوي او خلکو کولای شو چې د ټاکنو په څېر ملي پروسو کې ګډون وکړي.

خلکو د پاکستان، ايران او نورې دنيا ټاکنې لیدلې وې او د خپل وطن په ټاکنو کې يې په ډېر افتخار برخه اخيسته.

هغه مهال د رای ورکولو مرکز زموږ له کلي نه دوه کيلومتره لري و خو ټول خلک په هماغه باد او دوړو کې پلي ولاړل او د رای ورکولو تجربه يې وکړه.

نن مې يو ځل بيا د خلکو هماغه شوق وليد چې د رای ورکولو په هر مرکز کې په کتارونو کې ولاړ دي او د کابل په سړه باراني ورځ کې د خپل سرنوشت لپاره رای ورکوي.

تېرې ولسمشريزې ټاکنې چې په ۲۰۰۹ کال او تېرې پارلماني ټاکنې چې په ۲۰۱۰ کال کې وې خو دواړه هغسې ښې نه وې لکه لومړۍ هغې چې هم د خلکو ګډون پکې پراخ و او هم د خلکو شوق زيات و.

په ډېرو سيمو کې خلکو د امنيتي او نورو ستونزو له کبله د رای ورکولو په بهير کې ګډون و نه کړای شو.

په اندړو ولسوالي کې لسګونه زره رايې دي خو په تېر ځل ټاکنو کې يوازې يو څو رايې صندوق ته ولوېدې.

نن مې کور ته زنګ وهلی و په هماغه سيمه کې هم ټاکنې کېدې چې څو کاله مخکې په کې د دغه ملي بهير د کېدو شونتيا نه وه.

Image caption ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له لاریه ورکولو وروسته له خلکو وغوښتل چې له ګواښونو او ستونزو سره سره بهر ووځي او خپلې رایې وکاروي.

ماته داسې ښکاري چې خلک نور پوه شوي چې خپل سرنوشت پخپله ټاکلی شي.

يو وخت د ټاکنو په اړه بد ذهنيت موجود و.

په تېرو ټاکنو کې مې په وار وار له ځينو خلکو اورېدل چې ويل يې زموږ رايه بې تاثيره ده خو دا ځل له هېڅ داسې چا سره مخامخ نه شوم چې ووايي رايه يې تاثير نه لري.

اپوټه ټولو خلکو ويل چې رايه ورکوي او خپل برخليک به ټاکي.

دا ځل يو بل توپير دا هم و چې خلکو تر وروستي حده خپلو نوماندانو او د خوښې وړ کانديدانو ته کمپاين وکړ.

د کمپاين کيفيت يو بل بحث دی چې هغه د وروسته پاتې ټولنو له چوکاټه لا وتلی نه دی خو هر چا خپل نوماند ته دومره منډې وکړې چې ساری به يې کم ليدل کېږي.

زموږ راتلونکي

د افغانستان اوسنيو ټاکنو خورا ډېر اهميت درلود.

د کودتاګانو په يوه هېواد کې په مشروع ډول د رايو له لارې د واک انتقال موږ نه و تجربه کړی. زموږ وېره دا وه چې هسې نه د افغانستان ډ‌يموکراسي په همدغه ځای پای ته و نه رسېږي.

خو دا دی نن مو يو لوی ګام واخيست.

نن مو ټاکنې وکړې او دا مو وښوده چې موږ هم د نورو مدني ټولنو په څېر کولای شو چې د زعيم د انتخاب له مروجو بهيرونو ګټه واخلو.

زما باور دا دی چې څو کاله ورووسته به موږ تر دې هم ښې ټاکنې ولرو.

دغسې ملي پروسو کې د خلکو ګډون له وطن سره د هغوی تړاو ښيي.

د انځور حقوق afp
Image caption په ځینو سیمو کې خلکو په ساعتونو ساعتونو انتظار وکړ چې نوبت یې راشي او خپله رایه وکاروي.

زه د دې طرفدار يم چې له وطنه د باندې افغانانو ته هم هورې د رای ورکولو شرايط برابر شي ځکه رایه له وطن او خلکو سره معنوي اړيکه ښکاري او دغه اړيکه بايد غوڅه نه شي.

په ننيو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون وښوده چې افغانان د خپل وطن د برخليک ټاکنې په اړه بې تفاوته نه دي او دغه کار راتلونکو ټاکنو او د ولسواکۍ پياوړتيا ته هيلې زياتوي.

امنيت

د ټاکنو امنيت تر ټولو لويه اندېښنه وه.

دا ځل بهرني ځواکونه نه وو او د هېواد د ټولو برخو امنيت د افغان امنيتي ځواکونو په لاس کې دی.

زه چې په کابل کې اوسم د ښار امنيت راته فوق العاده ښه ښکاري.

په نورو سيمو کې مې هم له دوستانو سره په اړیکه کې وم ويل يې امنيت د توقع خلاف ښه دی.

په کابل کې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونه پر سړکونو او لارو کې ولاړ وي، خلک او موټر څاري او تلاشي کوي.

پخوا به په دغسې حالاتو کې د امنيتي ځواکونو چلند يوه ستونزه و خو اوس امنيتي ځواکونه د څو کلونو مخکې په پرتله ګرد سره بدل شوي دي.

د تلاشۍ پر مهال در څخه اجازه اخلي او کله چې تلاشي خلاصه شي مننه درته وايي او مخه ښه درسره کوي.

Image caption ځینو ځوانانو په لومړي ځل په ټاکنو کې برخه واخیسته او خپله رایه یې وکاروله.

د امنيتي ځواکونو ښه چلند پر خلکو تاثير کړی او ټول يې ستايي.

د امنيت ټنګښت خلک د سياسي ازموينې ترڅنګ امنيتي ازموينه هم بولي او داسې ښکاري چې افغان امنيتي ځواکونه دغه ازموينه هم په سمه توګه ورکړه.

خو کابل ښار تش دی.

ډېر لږ موټر په کې ګرځي راګرځي او هغه ګڼه ګوڼه په کې نشته لکه په عادي ورځو کې چې به مو ليدله.

د کابل ښار دغسې حالت کې ماته هېڅ خوند نه راکوي.

کابل کې هغه خلک د لارې له بندېدو هم خوند اخلي چې د طالبانو او له هغه مخکې د مجاهدينو د وخت تش او بې ګڼې ګوڼې کابل يې ليدلی او په ياد وي.