د ټاکنو پر ورځ ستاسو تجربې څه وې؟

Image caption د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي د دوی اټکل دا دی چې ښايي څه باندې اووه ميليونه کسانو رايې کارولې وي

په افغانستان کې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې شاوخوا اووه نیم ميلیونه کسانو برخه واخیسته.

که څه هم چې د افغان حکومت مخالفو وسله والو خلکو ته سخت ګواښونه کړي وو، خو حکومتي سرچینې وايي چې په ټاکنو کې د خلکو ونډه اخیستنه هومره پراخه وه، چې دوی یې اټکل هم نه کاوه.

ستاسې نظر په پروګرام کې به له ستاسو واورو چې د ټاکنو پر ورځ ستاسو تجربې څه دي؟ ستاسو له نظره د ټاکنو بهیر روڼ و؟

د تیرو هغو سره یې توپیر او ښیګڼه په څه کې وه؟

که غواړئ په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، نو د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې را ته په دې شمیره زنګ ووهئ:

0093202202300 ، دا رنګه د بي بي سي پښتو فیسبوک کې هم راته خپل نظر پریښودلای شئ.

ورته مطالب