کانکور سره تړلې ستونزې څنگه هوارېدى شي؟

د انځور حقوق Getty
Image caption دې امتحانونو کې د ټول هېواد په کچه ٢٢٩٠٠٠ زده کوونکو برخه اخيستې وه

په افغانستان کې د ١٣٩٣ کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې دي.

دې امتحانونو کې د ټول هېواد په کچه ٢٢٩٠٠٠ زده کوونکو برخه اخيستې وه، چې ١١٠٠٠٠ ورڅخه بيلابيلو پوهنتونو او د لوړو زدکړو نورو ادارو ته بريالي شوي دي.

دا ځل هم د تېر په څېر دا ازموېنې له نيوکو او ادعاو ډک وې.

ځيني زده کوونکي ان احتجاجونو ته راوتي وو.

دا اوونۍ ستاسې غږ کې په دې خبرې شوي چې تاسو د کانکور په تړاو د حکومت گامونو ته څنگه گورئ؟

ايا يواځې پوهنتونونو او د لوړو زده کړو نورو ادارو ته لار موندنه زده کوونکو لپاره يواځينۍ لار ده؟

د خپرونې کوربه عنايت الحق ياسيني دى.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.