ستاسې نظر: ټاکنې او ټولنیزې رسنۍ

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغان ولسمشریزو ټاکنو کې د فېسبوک له لارې زیات تبلیغات کېږي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې په ټولنیزو رسنیو، ځانګړې توګه فېسبوک کې زیاتې یادېږي.

خو د فېسبوک ځینې کاروونکي د خپلې خوښې کانديد په ګټه هر ډول تبلیغات کوي او کله نا کله اخلاقي اصول هم له پامه غورځوي.

دا کسان خپلو مخالفینو ته بد رد وايي او حتی ښکنځل کوي.

ځينې كسان د خپلې خوښې کاندید لپاره له مبالغې کار اخلي او داسې خبرونه خپروي چې رښتیا نه وي.

ستاسو په ګومان دا کسان د نورو لوستونکو ذهنونه څومره مغشوشولی شي؟

د فېسبوک په کارولو کې باید له کومو معیارونو ګټه واخلو؟

ستاسو نظر خپرونه کې په همدې اړه له تاسو اورو.

د سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره زنګ راته ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

خپل نظرونه او تلفون شمېرې په فېسبوک کې هم راته پرېښودلی شئ.

ورته مطالب