د کوچنيانو تښتولو مخه څنګه نیول کېدی شي؟

Image caption یو نوی راپور وايي له قاچاق شوو کوچنيانو د جنسي او اجباري کارونو په گډون نورې ناوړې گټې پورته کيږي.

په دې وروستېو کې بي بي سي موندلې چې ټول افغانستان پۀ ځانگړې توگه لرې پرتو سيمو کې په بېلابېلو پلمو د هلکانو د تښتولو او قاچاق کولو پېښې ترسره شوې دي.

په دې کې ډير داسې هلکان شته چې د کورنۍ مشران يې په گاونډيو هېوادونو د کار په نوم تېرويستل کيږي، حال دا چې بهرته په غير قانوني توگه د دې کوچنيانو سفر د مرگ په گډون گڼ خطرونه له ځان سره لري.

افغانستان څخه د هلکانو د قاچاق په برخې کې د "هگر" په نوم يو نړيوال څيړنيز مرکز په خپل راپور کې د افغان هلکانو د قاچاق کېدو کچه ټکان ورکونکې بللې ده.

دا مرکز وایي، هغه هلکانو سره چې دوى خبرې کړې دي په هرو ١٠ کې يو يې د انساني قاچاق له تجربې څخه تېر شوى دى.

دا راپور وايي چې قاچاق شوو کوچنيانو څخه د جنسي او اجباري کارونو په گډون نورې ناوړې گټې پورته کيږي.

دا اوونۍ په ستاسې غږ پروګرام کې چې عنایت الحق یاسني وړاندې کړ په دې هکله بحث شوی چې څنگه کېدى شي چې په دې برخه کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.