د کتاب ورځ، نورې څو پلمې ؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption ایا زموږ د هغو لیکوالو کتابونه، چې زموږ په خپل تول پوره دي، څومره مینه وال لري؟

یوه پلمه داده، چې د کار فشار راباندې ډېر دی، بله یې بیا دا چې پر کمپیوټر مطالعه نه کېږي. خو ایا د غور ځای نه دی، چې تر موږ ډېر کارکونکي خلک او هغه چې سروکار یې له کمپیوټره سره دی، د کتاب له مخه او د کمپیوټر پر پرده له موږ ډېره مطالعه کوي؟

موږ ټول منو چې پلاني هېواد کې ژوند ماشیني شوی او په بستانکي هېواد کې خلک له یوه بل سره د لیدو لپاره وار له مخه وخت اخلي، څنګه بیا ممکنه شوه، چې موږ مطالعې ته وخت نه لرو او هغوی په خروارونو کتابونه چاپوي، د ښوونځي او پوهنتون له کتابونو پرته د مطالعې ذوق خړوبولو لپاره په کتابتونونو کې ګرځي، کتابونه پېري، د مطالعې کلبونه جوړوي او بحثونه، مذاکرې کوي؟

دلته د نن ورځې حال دادی، چې زموږ لیکوال، شاعر، خپله کتاب کمپوز کوي، په چاپ پسې یې ګرځي، له چاپه وروسته یې د مخکتنې لپاره یوه بل ته ټیلیفونونه کوي، پر لومړي مخ یې د دوستانو په نوم ډالۍ کوي، دوستان یې کورته وړي، یوه لور ته يې ږدي او کېسه تمام.

که د معیار خبره وي، نو ایا په نوره نړۍ کې ټول شاهکارونه لیکل کېږي، ایا ټول لیکوال یې په تول پوره لیکل کوي، که داسې هم وي نو ایا زموږ د هغو لیکوالو کتابونه، چې زموږ په خپل تول پوره دي، څومره مینه وال لري؟

څومره کسان به زموږ په کتابتونو کې هره ورځ د معیاري کتابونو لټون کوي؟

دا البته ګپ شپ دی، چې باید داسې ولیکل شي، باید په هغې او دغې موضوع ولیکل شي، یره ژباړې ته ډېره اړتیا لرو یره خو، یره... او ګپ شپ بې معانا خبرو ته هم وايي.

کلونه واوښتل، چې د کتاب ورځ هر کال لمانځو، ویناوې هم کېږي او لیکنې هم، خو پایله؟

زموږ په نژدې هورې دورې ګاونډ کې د کتابونو نړیوال نندارتونونه جوړیږي، میلیونونه کتابونه پلورل کېږي او لیکوال یې نازول کېږي، خو د دې کار تر څنګ هلته اوس هم د زړو کتابونو پلور خورا تود بازار لري، وجه یې داده، چې هر څوک له خپل وس سره سم کتابونه رانیسي او د مطالعې شوق پالي.

هغه چې کمپیوټر ته لاسرسی لري، له ډیجیټل کتابونو نیولې، بیا تر فېسبوک او ټیوټر پورې ټول هر څه د یوه نه یوه هدف لپاره کاروي، موږ ټول شاهدان یو، چې همدلته شاوخوا کې فېسبوک د انقلابونو لپاره وکارول شو، خو زموږ بیا په همدې انټرنېټ کې څه حال دی؟

هغه سایټونه، چې زموږ لیکنې او ان کتابونه خپروي، څومره لیدونکي لري؟

نن دی او که سبا دا او ورته پوښتنې مو توجه غواړي او نه یوازې دا، بلکې ځواب هم غواړي.