له سيلاب ځپلو سره د مرستو څرنگوالى

د افغانستان شمال او شمال لوديځو ولايتونو جوزجان ، سرپل ، فارياب ،غور او بادغيس ولايتونو کې وروستيو سېلابونو په لسگونه کسان وژلي دي، د استوگنې سلگونه کورونه يې نړولي اود کر زرگونه جريبه ځمکه يې له منځه وړې ده.

له دې سره سره ،چې د بيړه نيو چارو چارواکي وايي، چې په چټکۍ سره يې سېلاب ځپلو سيمو کې د ژغورنې په عملياتو لاس پورې کړ او سېلاب ځپلو ته يې لومړنۍ مرستې ورسولې ، خو يو شمير اغيزمن شوي کسان شکايت لري او وايي د ژغورنې عمليات ډېر ورو واو لاهم له دوى سره اړينې مرستې نه دي شوي.

په همدې پلمه د دې اونۍ د ستاسې نظر په پروگرام کې له سيلاب ځپلو سره د مرستو پر څرنگوالي ، ددغې چارې د ښه کېدو پر احتمالي لارو چارو او د سيلاب ځپلو د لاس نيوي په برخه کې د خلکو پر ونډې غږېدل غواړو.

په پروگرام کې د گډون لپاره د سه شنبې په ماښام خپرونې ته مخامخ په دې شمېرې زنگ را ووهئ

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دغه راز په بي بي سي پښتو فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودلي شئ.

ورته مطالب