په افغانستان کې د موراو ماشوم روغتيا وضع څنگه گورئ؟

د سيف د چلډرين نړيوالۍ موسسې ويلي دي،چې تېره يوه لسيزه کې د نړيوالو مرستو په مټ په افغانستان کې د نرس قابلو د روزنې ، روغتيايي مرکزونو د جوړېدا او د خلکو د پوهاوي کچې پورته کېدو له لارې د مور او ماشوم روغتيا ډېره ښه شوې ده.

د ټولنې په وينا همدې هڅو د زيږون پر مهال د ميندو د مړينې او له پنځه کلونو نه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو د مړينې کچه ټيټه کړې ده ، خو وايي لاهم په دې برخه کې نورو ډېرو هڅو ته اړتياده.

په همدې پلمه ددې اونۍ د ستاسي نظر په پروگرام کې غواړو ستاسو په اړوندو ښارونو ، ولسواليو ، کليو او بانډو کې د مور او ماشوم د روغتيا پر وضعې له تاسو واورو او پر دې خبرې وکړو چې آيا په دې برخه کې پخوانۍ ستونزې څه ناڅه هوارې شوې دي او که لاډېرې ستونزې پرځاى پاتې دي؟

په پروگرام کې د غږېدا لپاره د سه شنبې په ماښام مخامخ په دې شميرې خپرونې ته زنگ ووهئ

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

او دارنگه په بي بي سي پښتو فېسبوک کې هم خپل پيغامونه پرېښودى شي.

ورته مطالب