ستاسو د کور انګړ، د انرژۍ وړیا سرچینه ده

Image caption له ژوندیو اورګانیزمو نیولې تر بې ژبې او احساسه ماشینونو پورې ټول د فعالیت لپاره انرژۍ ته اړ دي.

انسان د پیدایښت له پیل څخه تر اوسه په یوۀ نه یوۀ ډول انرژۍ ته اړتیا لري، د تعریف له مخې انرژي د کار ترسره کولو وړتیا ته ویل کیږي، کار هله ترسره شوی ګڼل کیږي چې په یوۀ جسم باندې عامله قوه د معلول جسم د ځای بدلون یا حرکت لامل شي. د ځای بدلون یا حرکت د ژوند او مرګ تر منځ سره کرښه ګڼل کیږي، که چېرې دا فزیکي وينا په ساده جمله کې سره را ونغاړو نو پایله دا ده چې انسانان د ژوند کولو او د کار په واسطه د خپل چاپیریال بدلون لپاره انرژۍ ته اړتیا لري.

لنډه یې دا چې د فزیک قوانین او عملي تجربې ثابتوي چې د طبعیت ټولیزه انرژي ثابته ده، مونږ انرژي نه له منځه وړای شو او نه یې هم را منځ ته کولای شو بلکې له یوې بڼي څخه یې بلې بڼې ته اړوو.

انرژي د بیا تولید له اړخه په دوه دوله وېشل کېږي، يو چې د نوي کېدو وړتيا لري او بل نه شي نوې کېداى.

په لنډو ټکو کې هغه انرژي د نوي کېدو وړ يا قابل تجدید بلل کيږي چې له طبیعت څخه په متداوم ډول له ډېر لږ یا بې له فاضله توکو څخه لاس ته راشي او د نه نوي کېدو وړ يا غیر قابل د تجدید هغه انرژي ده چې په طبیعت کې له شته زېرمو څخه لاس ته راځي، د زیرمو د ختمېدا امکان یې ډېر او همدارنګه په پرتلیزه توګه یې فاضله توکي هم ډېر وي.

د قابل تجدید انرژي له سرچینو څخه یوه هغه یې د بیوماس انرژی ده. بیوماس انرژي هغې انرژۍ ته ویل کيږي چې د بیولوژيکي جامد (کلک)، مایع (اوبلن) او یا هم غازي موادو څخه رامنځ ته کیږي.

د بیوماس انرژي له ډلې څخه یو هم بایوګاز دی چې د اکسیجن په نه شتون کې د عضوي فاضله موادو او بیولوژيکي باکتریاوو تعامل له امله د میتان او کاربن دای اکساید غاز په بڼه لاس ته راځي، د تولید شوي بايو غاز فاضله توکي د اغېزمنې کیمیاوي سرې په بڼه هم کاریدای شي.

د بایوغاز تولید میخانیکیت

با یو غاز په حقیقت کې د اکسیجن د نه شتون له امله د بکتریاوو په واسطه د عضوي موادو تجزیې په ترڅ کې را منځ ته کیږي چې دا عمليه آنیروبیک ډایجیسشن یا بې له اکسیجنه هضم، ماتېدنه او یا هم تجزیه بلل کېږي.

دغه عملیه څلور پړاوونه لري چې په لومړي پړاو کې آنیروبیک بکټریاوې د ځینو انزایمونو په کارونې سره لومړی د لوړو پروتين، کاربوهایډرېډ، ګلوکوز او غوړلرونکي عضوي مواد ماتوي، په دوهم پړاو کې تېزاب لرونکې بکتریاوې یا عضوي مواد په عضوي تیزابونو، کاربن دای اکساید او هایدروجن باندې اړوي. په دریم پړاو کې دغه عضوي مواد د آنیروبیک باکتریاوو په واسطه په آسیتیتونو (منفي آیون لرونکو مالیکولونو) اړوي چې په څلورم یا وروستي پړاو کې میتوجن مېکروبونه د میتان، کاربن دای اکساید غاز او القلي اوبه تولیدوي.

د بایو غاز تولید لپاره آنیروبیک شرایط یا هغه شرایط چې آکسیجن کم او د عضوي مواد تعامل ډېر وي رامنځته کول اړین دي، د دغه حالت را مینځ ته کولو لپاره ضرور ده چې د عضوي موادو لپاره یو داسې زیرمتون جوړ شي چې د اکسیجن انتقال ورته سخت یا نا ممکن وي.

د یوې مکملې بایوغاز بټۍ لپاره یوه څاه، یو هاضم ټانک یا ډایجسټر، یو د پروسس شویو عضوي موادو ټانک او درې ډوله مختلف پایپونو سیسټم په کار دی.

لومړی باید په ځمکه کې یوه څاه وکیندل شي تر څو په هغه کې د اړتیا وړ عضوي مواد او اوبه سره ګډې کړی شي له دغې څاه څخه باید هاضم یا ډایجیسټر ټانک ته دا لړلي عضوي مواد د یوه پیپ په واسطه انتقال شي، دغه څاه باید د هاضم ټانک په پرتله په لوړه سطحه کې وي، هاضم ټانک له ټټۍ سره هم وصلولای شۍ، د هاضم ټانک په پاسنۍ برخه کې باید د غاز لېږد لپاره یو پیپ نصب شي، د هاضم ټانک بل اړخ باید له یوې داسې زیرمې سره وصل شي چې پروسس شوي مواد په کې خوندي او له هغه ځایه د کرهنې یا نورو موخو لپاره له نوموړي زیرمتون څخه انتقال شي.

لومړني عضوي مواد باید دومره اوبلن وي چې تر ٪۳۰ پورې عضوي جامد مواد او نور یې اوبه وي، مخکې له کارونې څخه باید له تولید شوي ګاز څخه د اوبو ذرات، هایډروجن سلفايډ کاربن دای اکساید او نور غیر ضروري ذرات فلټرشي.

د بایوغاز تولید لپاره له خوسا شویو میوو، ترکاريو، ګلانو، هګۍ پوټکیو، د چاى او قهوې پاتي شونو، د لرګیو بڅرکو، انساني او څارویو سرې، د چرګانو سرې، واښو، د کچالانو او نورو ترکاریو پوټکو، د مسلخ له وینو او پاتې شونو او نورو عضوی پاتي شونو څخه کار اخیستلای شو.

د عضوي موادو په ترکیب کې انتي بیوتیک درمل، مس، زنګ، امونیا، هایډروجن سلفایډ او ځيني نور دراندۀ فلزات کولای شي په بټۍ کې د بایوغاز د تولید کچه را ټيټه او یا یې هم په ټپه ودروي نو باید هڅه وشي چې لومړنۍ څاه ته د یادو موادو له اچولو څخه ډډه وشي.

په عادي حالت کې که چیرې هاضم ټانک له ۴۰ څخه تر ۶۰ درجو پورې تود وساتل شي له ۲۰ څخه تر ۸۰ ورځو په جریان کې بایوغاز تولیدولای شي ځکه خو دا مهمه ده چې هاضم ټانک د لمر مخامخ وړانګو په مقابل کې باید جوړ شي نه پر سرپټ چاپیریال کې.

Image caption د یوې مکملې بایوغاز بټۍ لپاره یوه څاه، یو هاضم ټانک یا ډایجسټر، یو د پروسس شویو عضوي موادو ټانک او درې ډوله مختلف پایپونو سیسټم په کار دی.

د بایوغاز د تولید اندازه او موده په د بټۍ په اندازه، د عضوي موادو په اندازه او خالصتوب، د چاپیریال تودوښه ، د بټۍ جوړوونکي عناصر او ډیری نورو پارامترونو پورې تړلې ده چې د یوې اغیزمنې بټۍ د جوړلو لپاره وار د مخه د محیطي شرایطو، موجودو آلاتو او امکاناتو څېړنه او اندازه ګیري ضرور ده.

د یادونې وړ ده چې له بایوغاز څخه د حرارتي برښنا د تولید لپاره هم کار اخیستل کیدای شي.

په وروستۍ لسیزه کې د مخ پر ودې او بې وزلو هیوادونو لپاره د بایوغاز تولید د انرژۍ تر ټوله اغیزمنه، آسانه او وړیا لاره ښوول شوې ده چې یوې احصایې له مخې یواځې هند په کلیوالو سیمو کې تر ۷۰٪ انرژي له بایوانرژۍ منابعو څخه تمویلوي.

دا په دې مانا نه ده چې بایوغاز یا په ټوله کې بایوانرژي زیان یا خطر نه لري، خو اصلي د ټکنالوژۍ په کارونه کې اصلي پوښتنه دا وي چې د دې ټکنالوژۍ ضرر او خطر ډير ده که ګټه ؟

بیلابیلې څېړنې ښيي چې بایو انرژي د ډيرو نورو هغه په پرتله کم خطر او ضرر لري او همدارنګه د انرژي نورو منابعو په پرتله یې د خطرونو د زیان کنټرول آسانه دی.

د احصایو له مخې د افغانستان د نږدې ۳۰ ملیونو وګړو له ډلې تر ۶۰٪ پورې وګړي په کرهنه او مالداري بوخت دي نو که چیرې د انرژۍ، کرهنې او چاپیریال ساتنې په سکټورونه له نړیوالو مرستندویه ادارو او یاهم شخصي تجارتی شرکتونه سره په دې اړه خبرې او تړونونه وکړي نو د نورو بې وزلو هیوادونو احصایو ته کتو سره کیدای شي په راتلونکو لسو کلونو کې افغانستان خپلې د انرژۍ ۵۰٪ ستونزې د خپلې داخلي وړیا انرژي تولید سیسټمونو په جوړولو سره حل کړي.

یاده دې وي چې دا لیکنه یواځې بایو انرژۍ ته د عامو وګړو او چارواکو پام ور اړونې لپاره شوې ځکه خو په کې تر ډیره بریده هڅه شوې چې موضوعات ډېر تخنیکي بیان نشي او یواځې عمومي او عام فهمه وي.

ورته مطالب