ستاسې نظر: د بندیانو تبادله به سولې ته څه ګټه ورسوي؟

Image caption امریکا په ګوانتانامو کې پنځه تنه جګپوړي طالب بندیان قطر ته ولېږدول

دا اوونۍ طالبانو له امریکايانو سره د یوې پټې معاملې په ترڅ کې یوازینی ورسره بندي امریکايی پوځي خوشی کړ.

په بدل کې يې امریکا پنځه تنه جګپوړي طالب چارواکي چې په ګوانتانامو کې بندیان وو، قطر ته ولېږدول.

ضابط بو برګډال چې پنځ کاله یې د طالبانو په اسارت کې تېر کړي و د شنبې پر ورځ د افغانستان په ختیځ کې ډېورند کرښې ته نژدې امريکايي ځانګړو ځواکونوته وسپارل شو.

د بندیانو دا تبادله د قطر د مشرانو په منځګړتوب تر سره شوه، او امریکا ویلي چې قطر ډاډ ورکړی چې خوشې شوي پنځه طالب مشران به د دوی ملي امنیت ته ګواښ نه ورپېښوي.

طالبانو چي مخکې یي د خبرو لپاره لومړنی شرط د خپلو بندیانو خوشې کول ښولي و، دا معامله یو لوی بری بللی دی.

امریکايي چارواکو هم هيله څرګنده کړې چې دا کار به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د پخولاینې په هڅو کې پرمختګ رامنځته کړي.

تاسو څه فکر کوئ چې د طالبانو او امریکا تر منځ د بندیانو تبادله به په افغانستان کې د سولې له هڅو سره څه مرسته وکړي؟

دا سې شنبې له اسماعيل سعادت سره ستاسې پرورګرام لپاره خپل نظر د برېښنالیک، فېس بوک او ټېلفون له لارې راسره شریک کړئ.

د بریښنالیک پته مو ده: pashto@bbc.co.uk

د خپرونې د خپرېدو پر مهال مو د ټېلفون شمېره ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

ورته مطالب