ځانګړې لیکنه: دويم پړاو ټاکنې به هم د امن فضا کې وشي

ایوب سالنګي د انځور حقوق
Image caption ایوب سالنګي پر دې اند دی، چې جګره د حل لاره نه ده او نه به هم بهرني استخبارات چې غواړي افغانستان بې ثباته او له پښو وغورځوي، خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي.

ازادې او عادلانه ټاکنې د ډيموکراسۍ مهم اصل دى ،چې خلک په ازاده توګه د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايې ورکوي او خپل برخليک په خپله ټاکي.

زموږ په ګران هېواد کې هم د ولسواکۍ اصل ته په تجربې سره په تېره يوه لسيزه کې دا درېيم ځل دى چې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي.

تر ټولو لا مهمه دا ده چې د هېواد په تاريخ کې دغه لومړى ځل دى چې دويم پړاو ټاکنې هم ترسره کېږي او قدرت په سوله ييز او ډيموکراتيک ډول د خلکو د ازادو رايو پر بنسټ له يوه منتخب رييس جمهور نه بل منتخب رييس جمهور ته انتقالېږي چې دا په دغه هېواد کې پر ډيموکراسۍ د خلکو باور او د هېواد د سياسي بقا معنى لري.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې د وري په ۱۶مه ترسره شوې، د خلکو پراخ ګډون دا وښوده چې زموږ هېوادوال د قسم خوړلي دښمن له ګواښ نه ورېږي او د دښمنانو پر ګواښونو سربېره يې بيا هم په مېړانې سره نارينه او ښځې د رايې مرکزونو ته ولاړل او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايې ورکړې چې په دې سره يې دښمن ته خورا غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ چې دا په هېواد کې د ثبات، ډيموکراسۍ او د سولې پر لور ستر حرکت و.

رڼې ټاکنې

اوس چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د پرېکړې پر اساس د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د جوزا په ۲۴ مه ترسره کېږي نو بايد ووايم چې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معين په توګه دغه درک کوم چې ولس لا هم د ټاکنو په ورځ د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه لري او ورسره دا هم حقيقت دى چې د معمول په شکل هر کال په پسرلي کې د دښمن فعاليتونه هم ډېرېږي.

د کورنيو چار وزارت ارزونې هم دا ښيي چې دغه ځل دښمن د لا ډېرو بريدونو چمتووالى نيولى دى.

دا هم بايد ووايم چې د ازادو او رڼو ټاکنو يو اصل هم د امنيت خونديتوب دى او امنيتي ځواکونه مکلف دي چې امنيت خوندي کړي خو که چېرې امنيت نه وي نو ټاکنې هم رڼې نه شي ترسره کېدى.

خو د کورنيو چارو وزارت په استازيتوب چې مې د امنيتي وضعيت د ارزونې په خاطر د هېواد يو شمېر ولايتونو ته سفر درلود، له نژدې مې وليدل چې افغان امنيتي ځواکونه لکه د لومړي پړاو ټاکنو په څېر دغه ځل هم د امنيت ساتلو ته پوره چمتووالى لري او په پوره باور ويلى شم چې زموږ غيرتمن امنيتي ځواکونه به د خلکو په مرسته دغه ځل هم له دغه ستر ازمون نه بريالي راووځي او خلکو ته به د دې زمينه برابره کړي چې د امن په فضا کې د رايو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې وړ کانديد ته به رايې ورکړي.

امنیتی ځواکونه په ټول هېواد کی د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د لیست پر اساس د ټولو رای اچونې مرکزونو امنیت ساتل پر غاړه لري.

همداراز پوليس دنده لري چې ملي او نړيوالو ناظرينو، مشاهدينو، مدني ټولنو، د کانديدانو د استازو او د مطبوعاتو امنيت هم خوندي کړي او هغوى ته د لا ښه نظارت زمينه برابره کړي.

د ټاکنو دويم پړاو ته هر څه اماده دي، ټاکنيز توکي له کابله ولايتونو او د ولايتونو له مرکزونو ولسواليو ته لېږدول شوي دي.

امنيتي تدابير هم له تېر ځل نه په تجربې سره دغه ځل ښه نيول شوي او پوليسو ته د لوړې کچې احضارات ورکړل شوي دي، د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي لا ډېره شوې او له امنيتي ځواکونو د ولس ملاتړل ډېر شوى دى.

همداراز غواړم هېوادوالو ته د کورنيو چارو وزارت په استازيتوب ډاډ ورکړم چې پوليس به لکه د تېر ځل په څېر بې طرفه پاتې شي، د هېچ يوه کانديد پر ضد او يا هم په ګټه به کار ونه کړي.

پوليس نه يوازې دا چې بايد امنيت ټينګ کړي، بلکې مکلف دي چې د درغلۍ او تخلف مخه هم ونيسي او چا ته دې اجازه نه ورکوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

Image caption له تېرو څو ورځو راهیسې د راتلونکو ټاکنو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی.

نړیوالو ته هم ډاډ ورکوم چې د دوي قرباني او مرستې به په دې هېواد کې په اوبو لاهو نه شي او افغانان به اجازه ورنه کړي چې هېواد یې یو ځل بیا د ترهګرۍ ځاله وګرځي.

په پاى کې يو ځل بيا له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوم چې د دښمن له ګواښونو ونه وېرېږي او په مېړانې سره د رايې اچونې مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کانديد ته دې رايه وکړي.

هغو ولسوالو مخالفینو ته چې افغانان دی دا پیغام لرم چې نور دی له جنګ جګرې لاس واخلي، د بهرنیو استخباراتو په غوښتنه دې خپل هېواد نور نه ویجاړوي او په دې ملي بهیر کې دې ګډون وکړي.

جګره د حل لاره نه ده او نه به هم بهرني استخبارات چې غواړي افغانستان بې ثباته او له پښو وغورځوي، خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي.

امنيتي ځواکونو پوره تدابير نيولي او پوليس به د بې طرفۍ اصل په ساتلو سره خلکو ته د امن په فضا کې د رايې اچونې زمينه برابره کړي.