"ډاډه یم افغانان به خپل هېواد ورغوي"

Image caption د کابل ښار زما لپاره یو نوی ځای و او زه یې د خپل ژوند له ښکلو تجربو ګڼم

د کابل په څېر يو ځای ته که په لومړي ځل د تلو تکل لرئ او په اړه يې ډیر مالومات او یا هم داسې ملګري نه لرئ چې لارښوونه مو وکړي نو ښایي له ډېرو ستونزو سره مخ شئ.

ډیری ملګري مې کابل ته د تلو په اړه د فیسبوک له لارې خبر شول.

په خپله فیسبوک پاڼه مې کابل ته د تلو خبره لیکلې وه.

وار له واره مې د ملګرو ګڼ پیغامونه تر لاسه کړل. ډیریو راته لیکلي و چې په ځان پام کوه او خوندي اوسه.

څو میاستې وړاندې چې کله "ویانا" ته تلم نو د همدغو ملګرو د پيغامونو بڼه بدله وه، اندېښمن نه و او ټولو راته لیکلي و چې خوندور او ښه وخت ولرې.

خو زه ویلی شم چې په کابل او ویانا دواړو ښارونو کې هم خوندي وم او هم مې ښه وخت ولاره.

که څه هم زه ویانا ته وخت نا وخت د ملګرو لیدو ته ورځم خو بیا هم د کابل سفر زما لپاره ډیر خوندور و.

د کابل ښار زما لپاره یو نوی ځای و او زه یې د خپل ژوند له ښکلو تجربو ګڼم.

دلته تر رارسېدو سره سم راته ښکاره شوه چې یو ځانګړي ځای ته راغلی یم.

دلته د راتګ یوه موخه مې دا وه چې د افغانستان حالات او د افغانانو کیسې د دوی په خپله ژبه خو په یوه بله بڼه نړۍ ته ووایم.

ډیرې خوندورې خاطرې لرم، هغه کوچنیان مې نه هېرېږي چې په پارک ( تفرېح ځای) کې به یې فوټبال کاوه.

ډیر کله به مې په دفتر کې د هیپي برت ډی (کلیزه دې مبارک شه) نغمه تر غوږو شوه خو بیا به هرومرو وپوهېدم چې د ایسکریم پلورونکی دی او د مشتریانو را جلبولو لپاره دا میوزېک غږوي.

د پولیسو او د امبولانس د موټرو غږونه ښه ډیر و، کرۍ ورځ به ښار کې هاخوا دېخوا روان و، خو دا راته نوې خبره نه وه، په لندن کې هم هره ورځ همدا کیسه وي.

د کابل ښار تپو ته هم وروختم چې ووینم دلته خلک د زیربنا او اسانتیاو د نه شتون سره سره څنګه عادي ژوند کوي.

د تپې له څوکې مې د کابل ښار ننداره وکړه، له لوړ ځایه ډیر ښکلی ښکارېد، بوخت، له ګڼې ګوڼې ډک، خو ژوندی ښار.

هو منم کابل کې ستونزې ډیرې دي، د زیربنا نشتوالی، د ژوند د بنیادي اسانتیاو کمښت، د حکومت ناغېړي او داسې نور خو له کابله د راتلو پر وخت مې ډیرې هیلې له ځآنه سره راوړې.

ډاډه یم چې افغانان به وتوانېږي د خپل هېواد په جوړښت کې رغنده ونډه واخلي.

ځوان نسل به یې بهرنیو هېوادونو کې د ښه ژوند د لټون پر ځآی په خپل هېواد افغانستان کې اوسېدو ته ترجېح ورکړي او په ابادۍ کې به یې مرسته وکړي.

د افغانستان د بریا په هيله!