"هو، زه دویم ځل هم رایه ورکوم"

نګینه د انځور حقوق
Image caption نګینه، د حقوقو او سیاسي علومو محصله:''په دویم پړاو کې هم د ګډون هوډ لرم''.

د افغانستان د ولسمشرۍ لومړي پړاو ټاکنو تجربې وښوده، چې په ټاکنو کې زیاترو افغانانو برخه لرله، چې د کورنیو او لوېدیځو رسنیو دا موضوع په ټوله انرژۍ تر پوښښ لاندې راوسته.

خو د ټاکنو د دویم پړاو اندېښنه دا ده، چې ایا د افغانستان خلک به بیا هم په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او که نه؟

د یوه داسې افغان ځوان په توګه، چې د هېواد ټولې ناخوالې مې د نورو ځوانانو په څېر لیدلې دي، د ټاکنو په لومړي پړاو کې د خلکو پراخ ګډون، په تېره بیا د ځوانانانو ونډه لرل کومه د حیرانتیا خبره نه وه؛ ځکه چې دغه هېواد پر ټولو بدبختیو سربېره خپله لویه شتمني لري، هغه دا چې د افغانانو ځوانه پوړۍ سولې او دیموکراسۍ ته ټینګ هوډ او باور لري.

نن د افغانستان له ټول ټال وګړو ۷۰-۷۵ سلنې نفوس ځوانان دي، چې د ګاونډیو هېوادونو د ځوان نسل له فکرونو سره ډېر توپیر لري؛ ځکه چې ځوان افغان نسل په جګړه کې پیدا شوی، لوی شوی او د سولې، امنیت او دیموکراسي پر اهمیت په غوره توګه پوهېږي.

افغان ځوانانو قرباني ورکړې ده، د کورنۍ غړي او دوستان یې له لاسه ورکړي دي او له شخصي ازادۍ بې برخې شوي وو.

دغه نسل له زده کړې، هوسا ژوند او خوښیو محروم پاتې شوی، او د "جګړې" ترخه تجربه یې لیدلې ده.

د طالبانو د تحریک په ړنګېدو او د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د نوي لنډمهالي حکومت په جوړېدو سره افغانستان له یوه کړکېچ نه تېر شو.

په تېرو دوولسو کلونو کې د زده کړې اسانتیاوې او سیاسي ازادۍ رامنځ ته شوې، چې د نوي افغان نسل لپاره یوه ښه او لومړنۍ تجربه وه.

په سوله او ارامي کې دغه نسل د ژوند په تېرولو ښه پوهېږي؛ ځکه چې په وروستیو کلونو کې کې ځوانو افغانانو په سوله، ارامي او سیاسي رهبري کې ژوند وکړ.

د ګاونډیو هېوادونو د ځوانانو له تجربې په توپیر سره، د افغان ځوانانو لپاره جګړه یوه داسې حماسه نه ده، چې په اړه موږ اورو او لولو، بلکې زموږ لپاره جګړه یوه ترخه تجربه ده، چې هېڅوک یې بیا تکرارېدل نه غواړي.

د غبرګولي پر ۲۴ د افغانستان خلک یوځل بیا د خپلې ملي حماسې په څپو کې خپل راتلونکی ټاکي.

افغان ځوانان د دغه هېواد له ګردو وګړو سره یوځل بیا رایې ورکوي او وړ کاندید د خپل هېواد د ولسمشرۍ لپاره ټاکي.

Image caption د غبرګولي پر ۲۴ به موږ ځوانان د رایو صندوقونو ته په پراخه کچه ولاړ شو، او ټولو افغانانو ته به د خپلې ګوتې په رنګولو او رایې ورکولو خپل ویاړ وښیو.

داسې یو ولسمشر چې پر خپلو ژمنو ولاړ وي او د سولې او ثبات لپاره د ولس هیلې په حقیبت بدلې کړای شي.

که څه هم لوېدیځې رسنۍ په افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیلېدو وېره لري، خو زموږ ځوانه طبقه د سولې او امنیت په اړه تر ټولو ښه پوهېږي، چې پخپله ټوله انرژۍ د تېرو دوولسو کلونو د لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

د غبرګولي پر ۲۴ به موږ ځوانان د رایو صندوقونو ته په پراخه کچه ولاړ شو، او ټولو افغانانو ته به د خپلې ګوتې په رنګولو او رایې ورکولو خپل ویاړ وښیو.

د خپل هېواد برخلیک به وټاکو او هېڅکله به پرېنږدو چې زموږ هېواد یوځل بیا د ارامۍ په کور کې لولپه شي.

دا وینا یو خیال نه دی، بلکې حقیقت او ژمنه ده.