وزیرستان وروستی تمځای؟

د انځور حقوق
Image caption په دغه کتاب کې نذیر سهار، خبره د وزيرستان له طبيعت او تاريخي مزله پيل کړې.

د وزيرستاند نامه له اورېدو سره سم د انسان ذهن کې شنې درې، لونګين شمال، لوړ دنګ پیمخي خلک، برجورې کلا ګانې د چارمغزو انګورو، الوبخارا او ګورګرو سمسور باغونه، په څېړيو، لمنځو،او نښترو پوښلي غرونه او په خاص ډول د کُلو مڼو تصويرونه راګرځېدل.

خو دا خبره لږ پخوانۍ ده. اوس د وزيرستان له نوم اورېدو سره سم د ورانو ويجاړو تشو کورونو، کډوالو د ډلو، وسلو قاچاق، د ځانمرګو او نوروبريدګرو مرکزونه، ډرون الوتکې، او لښکرونه ګرځي راګرځي.

خو په دې هر څه سربېره، هغوی چې د پېښو تر شا عواملو پسې ګرځي، له مودو راهيسې تږي وو، چې خپله ژبه کې داسې څه ولولي، چې د اوسني وزيرستان د اوسني تصوير تر څنګ پخوانی هغه هم وويني او وپوهيږي، چې تر مودو پورې د محروميتونو لمبې څنګه داور غورځوونکي غره په څېر ناڅاپه چووي او بيا وچ لامده يو ځاي سوځوي.

دا وروستيو کې ليکوال او ژورناليست نذير احمد سهار همدغه درانه پيټي ته اوږه ورکړي او د ( وزيرستان وروستى تم ځای ) تر عنوان لاندې يې ٣٠٠ مخونو کې، چې البته ٤٣ مخه ضميمې هم پکې شاملې دي، د دغې ګل ورينې خو کم نصيبې سيمې اوسنيو او پخوانيو پېښو کافي څرګند تصوير وړاندې کړي.

موضوع

ښاغلي سهار له دې مخکې هم نژدې ۱۶ کتابونه لیکلي او یا ژباړلي چې موضوعګانې یې مختلفې دي.

د کتاب موضوع په اړه ښاغلي سهار راته وویل، چې دی خپله له دغې سیمې سره تړاو لري او اکثر یې لیدل، چې دلته د دغې موضوع په اړه ډېر روڼ تصویر موجود نه و، ځکه مې وايي وپتییله، چې خپل معلومات له نورو سره شریک کړم.

نوموړي په خپل دغه کتاب کې تر پايه ثابته کړې، چې له موضوع نه دی وتلى، بلکې هغو پوښتنو ته يې ځوابونه لټولي، چې د دغې موضوع په باب د معلوماتو تر لاسه کولو غوښتونکو ذهن کې ورګرځي.

په ياد کتاب کې نذیر سهار، خبره د وزيرستان له طبيعت او تاريخي مزله پيل کړې او بيا يې د قبايلي عصري کولو د هڅو په موضوع پاى ته رسولې ده.

د دغه کتاب د تاريخ برخې انداز د کلاسیک تاریخ لیکنې برخلاف، د لیکوال له خپل نقد او نظر سره مل دی، خو دې سره هم د چنګيز، بابر، رنجيت سنګ او مور ټيمر ډېورنډ اقدامات او دې سره په سيمه کې د انګريز، روسي او ايټالوي څارګرو ادارو د فعاليتونو په اړه پکې ډېر څه شته، چې د سيمې حالت په اړه د پخوانيو او اوسنيو انځورونو په يو ځاى کولو کې له لوستونکي سره مرسته کوي.

د کتاب وروستۍ برخه کې، چې تر ډېره پکې لیکوال د اوسني وضعيت او سيمه ييز سياست په اړه غږيږي، دوې رایې کېدای شي، خو په ټول کې د کتاب ماخذونه زما له نظره کره دي، چې په پای کې یې نوملړ او سرچینې لیکل شوي دي.

دغه کتاب ( سپوږمۍ ) راډيو ادارې چاپ کړی او تر ډېره حده یې ښه چاپ کړی.

د یاد کتاب يوه ځانګړنه داده، چې املايي او ټايپي تېروتنې پکې په نشت حساب دي، چې نن سبا یې په هر یوه نوي کتاب کې پریمانه شتوالی له بده مرغه یو معمول دی.

د خورا حساسې او پیچلې موضوع په اړه د نذیر سهار دغه هڅه زما له نظره د ستاینې وړ ده.