د نړۍ مخ پر ودې جهادي ډلې

د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۰۱۱ کې اسامه بن لادن پاکستان کې له لټون وروسته ووژل شو.

نیویارک کې د القاعده پر بریدونو ۱۳ کاله اوښتي، خو القاعده، ملاتړې ډلې یې او نورې جهادي ډلې لا هم فعالې دي. پوښتنه داده، چې د دغو جهادي ډلو غړي څوک دي؟

دویمه پوښتنه داده، چې د یو شمېر هېوادونو له پرله پسې هڅو سره سره د دغو ډلو زور ولې نه دی لږ شوی؟

۱۹۸۹ کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته اسامه بن لادن له عبدالله عزام سره په شریکه د القاعده بنسټ کېښود. خو نن سبا د القاعده اصلي بڼه پاتې نه ده. ۲۰۱۱ کې اسامه بن لادن پاکستان کې له لټون وروسته ووژل شو او د هغه ځای ناستی ایمن الظواهري و ټاکل شو، چې د عام شخصیت څښتن دی.

ایمن الظواهري یو مهال په مصر کې د جراح په توګه کار کاوه او نن سبا یې ځای ځایګی معلوم نه دی. د نوموړي په اړه ویل کېږي، چې د انټرنېټ پر مټ کله ناکله خپلې څرګندونې خپروي. جهادیان له نوموړي ګیله من دي، چې د اوسنیو حالاتو په اړه یې غبرګون ډېر چټک نه دی.

د تېرې یوې لسیزې مودې کې د القاعده ډېری پخواني مشران یا خو وژل شوي، یا نیول شوي دي. ډېری دغه کسان د ډرون بریدونو پایله کې وژل شوي دي. د اصل القاعده مشرانو په اړه ویل کېږي، چې ۲۰۰۱ کال کې له افغانستانه د پاکستان قبایلي سیمو ته وتښتېدل. خو په ټوله نړۍ کې د سخت دریځو پر ضد مبارزه کونکو ته د خوښۍ کوم لامل لا هم نه شته.

دوی په بشپړه توګه د القاعده ځپلو پر ځای د هغې د وېشلو او لور پر لور کولو تګلاره خپله کړه. داسې حال کې په دې پوهېدل مهم دي، چې په نړیواله کچه د جهادیانو د یو موټي والي او پیاوړتیا راز په څه کې دی.؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سخت دریځۍ ودې ستر لاملونه د څینو حکومتونو ناسم چلند او پرې د خلکو نه باور دی.

ځيني داسې عوامل شته، چې ښيي ولې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې نن هم القاعده نه ده ناتوانه شوې. له سهارا سارا نیولې د فلپین تر سویله داسې ډېرې سیمې شته، چې بحران ځپلې دي او له کبله یې د جهادي سازمانونو زور په ځای پاتې دی.

د بېلګې په توګه د نایجریا شمال کې د مسلمانانو حقونو تر لاسه کولو لپاره بوکو حرام ډلې په پراخه کچه سیاسي او مذهبي تحریک پیل کړ، چې له ۲۰۰۹ وروسته یې خونړۍ بڼه خپله کړه. یمن او عربي ټاپو وزمه کې د احتجاجي تحریکونو پایله کې، ناامني او بحران رامنځته شول، چې القاعده ورنه ګټه پورته کړه.

پایله یې دا شوه، چې منځني ختیځ، افریقا او اسیا کې القاعده د یو شمېر سازمانونو په بڼه څرګنده شوه او په اروپا کې هم د جهادي ملاتړو لوی شمېر شته. پایله یې دا چې که څه هم د ۱۱ سپتامبر په څېر زورور نه دي، خو پرله پسې بریدونه دوام لري.

له هغو لویو لاملونو نه ، چې د سخت دریځۍ د ودې سبب کېږي، یو یې هم ناسمه حکومتداري او پرې د خلکو نه باور دی. هغو هېوادونو کې، چې ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي، د حکومتونو، امنیتي ځواکونو، فساد او ناسم چلند تر منځ د تړاو خبرې کېږي، چې له کبله یې د جهادیانو او ملاتړو زیاتوالی یې طبیعي بلل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نایجریا شمال کې د مسلمانانو حقونو تر لاسه کولو لپاره بوکو حرام ډلې په پراخه کچه سیاسي او مذهبي تحریک پیل کړ، چې له ۲۰۰۹ وروسته یې خونړۍ بڼه خپله کړه.

دغه موضوع ده، چې د جهادیانو ملاتړ لپاره د خلکو رامخکې کېدو یو مهم لامل دی.

پاکستان او یمن کې یو شمېر ډرون بریدونه وشول. دغو بریدونو کې یو شمېر هغه کسان ووژل شول، چې جهادیانو ته یې پلانونه جوړول. خو دغو بریدونو کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم ووژل شول.

د انځور حقوق
Image caption د سیمې ډېری اوسېدونکي دې ته د ستونزو هواري د یوې بېلګې په نظر ګوري.

له دې کبله هم ولس کې د حکومتونو پر ضد غوسه او بې باوري ډېر شول. نن سبا عراق د جهادیانو په نښه دی. د سیمې ډېری اوسېدونکي دې ته د ستونزو هواري د یوې بېلګې په نظر ګوري. ډېری کسان دغو ډلو ته هغه مهال ورغلل، چې فکر یې کاوه د دوی مذهب او عقیدې ته په سپک نظر کتل کېږی او داسې پالیسۍ چمتو شوې، چې دوی سره دمور او میرې سلوک کېږي.

د القاعدې ډېری پلویان هغه ځوانان دي، چې د لوېدېځ کرکجنو افکارو ښکار دي. دوی القاعدې ته د یوې رول ماډل بېلګې په نظر ګوري. د اروپا یو شمېر جهادیان نوي مسلمان شوي او بې پروا ځوانان دي، چې یو عمر یې د پولیسو له نظره پټ تېر شوی او د امنیتي مسایلو مسولینو په توګه تېر شوی.

بل لور ته زندانونو ته د تګ راتګ له کبله د دوی افکار نور هم د سخت دریځۍ لور ته مایل شوي دي او نژدې ټول یې د حکومت او د هغه د واکمنۍ په اړه منفي نظر لري.