سوریه کې جنګېدونکي برتانیا مېشت افغان ځوانان

Image caption د بریتانیا حکومت ویلي د دغو ځوانانو بېرته راستنول یې په لومړیتوبونو کې دي

دا لومړی ځل دی چې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې د برتانیا میشت افغانانو د شتون نه پرده پورته کیږي.

بي بي سي داسې شواهد ترلاسه کړي چې ښیې یو شمیر برتانیا میشت افغان ځوانان سوریې ته تللي او په احتمالي ډول د عراق او شام دولت یا داعش سخت دریځې ډلې سره یوځای شوي.

په دې ورستیو کې د سخت دریځو ډلو په ځانګړي ډول داعش لخوا جنګ لپاره د برتانیا ځوانانو ګومارل د دې هیواد حکومت په جدي ډول اندیښمن کړی، خو دا لومړی ځل دی چې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې د برتانیا میشت افغانانو له شتون نه پرده پورته کیږي.

د برتانیا د داخلي استخباراتو سازمان (ایم آی ۵) وایي، د دغو ځوانانو بېرته را ستنول د دوی په لومړیتوبونو کې راځي خو د ټولو موندل او په جګړه کې د نورو مخنیوی ګرانه چاره ده.

بریتانوي چارواکي وایي اټکل دی چې تر ۵۰۰ پورې بریتانوي اوسیدونکي د سوریې په جنګ کې د ګډون لپاره منځني ختيځ ته تللي وي.

د برتانیا د کووېنټري سیمې اوسیدونکي درې ځوان ملګري (دوه افغانان او یو کردی) درې میاشتې وړاندې له برتانیې نه سوریې ته تللي.

علی الفارسي

د دوی له ډلې د یوه علي قلندري د پلار لیدو لپاره کووېنټري ته لاړم.

Image caption علي اوس پر ځان د علي الفارسي نوم ایښی

د علي پلار رحیم قلندر وايي، په تیرو دریو میاشتو کې آن یوه لحظه یې هم علي له ذهنه نه دې وتلی.

هغه وایي، د ده له پاره خواشیني پای نه لري، هره ثانیه هره دقیقه او هره شیبه یې زوی په فکر کې دی.

علي خپلې کورنۍ ته نه دي ویلي چې چېرې تللی خو کورنۍ یې باور لري چې هغه له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.

د علي پلار وایي، په دې موده کې علي څو ځلې خپلې کورنۍ سره خبرې کړي خو نه غواړي د خپل اوسیدو ځای یا فعالیت په اړه معلومات ورکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې لویه وېره یې څه ده او له علي سره به چې اوس په سوریه کې دی، څه پېښېږي نوموړي وویل

"هر څه ممکن دي، ښایی هغه په جګړه کې برخه واخلي، بیګناه څوک ووژني او یا خپله ووژل شي. زه نه غواړم دی پر هغه څه ګرم کړم چې نه یې دي کړي. خو کله چې دوی بېرته راستانه شي ښايي ستونزې جوړې کړي."

د علي پلار وايي، ۹ کاله وړاندې د یوه سوکاله ژوند په هیله او د خپلو ماشومانو لپاره د تعلیم د فرصت برابرولو او له جنګ او بدبختۍ نه د تېښتې په موخه یې برتانیا ته کډه وکړه خو د علي له تلو وروسته یې کورنۍ په بشپړ ډول خپله هوسایي له لاسه ورکړې.

د علي پلار وايي چې ځوی یې غوښتل پوهنتون ته ولاړ شي او د کمپیوټرعلومو زده کړه وکړي. خو درې میاشتې وړاندې یې یوه ورځ د خپل بریتانوي پاسپورټ پوښتنه وکړه. مور ته یې ویلي وو چې پاسپورټ یې د پوهنتون اداري کارونو لپاره په کار دی.

هغه همدا ډول د خپل ورور نه د کمپیوټر رانیولو په پلمه شاوخوا ۱۰۰۰ پونډه (۱۶۰۰ امریکایي ډالر) قرض واخیست، خو په حقیقت کې دغه پیسې د الوتکې ټکټ لپاره وې.

پلار يې چې د علي تصویرونه یې ماته ښکاره کول وویل چې هغه غوښتل ماډل شي خو ناڅاپه هر څه تغير وموند.

علي او دوه ملګري یې سهار وختي ګډ د کووېنټري نه د بریتانیا برمنګهم ښار ته ولاړل. له هغه ځایه یې آلمان ته الوتنه وکړه او وروسته استانبول ترکیې ته ولاړل.

له دې ځوانانو یې یوې کورنۍ پولیسو ته د قضیې اطلاع ورکړه خو چې کله پولیس خبر شول نو څو دقیقیې وړاندې یې الوتکې الوتنه کړې وه.

اوس څرګنده شوې چې پولیس د دوی د استوګنې جومات ته تللي وو او له هغوي نه یې د یوه سره خبرې کړې وې. پولیس وايي دغه خبرې د هغوي د ورځنۍ پلټنې د برنامې برخه وه.

د هغه د کورنۍ غړي وايي علي اوس په خپل ځان علی الفارسي نوم ایښی.

راشد الخراساني

راشد یو بل افغان ځوان دی چې د علي سره يوځای سوریې ته تللی.

هغه اوس ځانته د راشدالخراساني نوم غوره کړی.

د راشد کورنۍ وایي هغه پوهنتون ته تلو او د تجارت په څانګه کې یې درس ویلې.

په ظاهر ډول راشد هم خپلې کورنۍ ته د خپلو فعالیتونو په اړه څه نه وو ویلي، خو هغوي ویره لري چې هغه د سوریې په جګړه کې ښکیل شوی.

کورنۍ یې وايي راشد په ورستیو کې ګیره پریښې وه او تقریبا تل به د لمونځ لپاره جومات ته تلو او کله کله به یې عربي جامې اغوستې خو هغوي ګومان نه کوو چې ګنې ده به سخت دریځو فکرونو ته مخه کړی وي.

د راشد پلار خبیر اماني ماته وویل چې د ناتوانۍ او بې وزلۍ احساس کوي او تر اوسه حیرانه دی. د علي او راشد ورونه د هغوی د بیرته راستنولو لپاره یو ځل ان د ترکیې او سوریې تر پولې لاړل چې هغوی پیدا کړي خو د دوو اونیو له پلټنې وروسته خالي لاس بیرته برتانیې ته راستانه شول.

خبیر وایي، یوه ورځ یې زوی ته وویل: "زه دې پلار یم، ماشومان تېروتنې کوي. ته زما زوی يې. یوازې دا وکړه چې بېرته راشه. راشه او د خپل پلار، مور، خویندو او ورونو غم دې پای ته ورسوه."

ښاغلی اماني وایی د ځوی یې بنسټ پالنې ته مخه کول هغه حیرانه کړی ځکه د هغه په وینا دغسې کار د هغوی په کورنې کې سابقه نه لري.

د راشد کورنۍ هم د علي د کورنۍ په څیر کلونه مخکې د جګړې له کبله له افغانستانه وتلو ته اړ شوي وو.

ابو یحی الکردی

دریم ځوان محمد اسماعیل دی چې سوریې ته له تلوورسته یې ځانته د ابو یحیی الکردي لقب غوره کړی.

هغه چې د یوې کردي کورنۍ دې، یو عادي برتانوی ځوان وو.

خو د تیر کال ورستیو کې یې پر ټولنیزو رسنیو د سوریې جګړې په اړه سخت دریځ نظریات خپاره کړي وو.

تیره میاشت د ټویټر یوه حساب چې ګومان کیږي د ده به وي یو ټویټ خپور کړ چې هغه له داعش سره یوځای شوی. د ټویټر دغه حساب اوس تړل شوی.

د علي او راشد پلرونه وايي، د هغوي زامن په سیمه کې د یو بل دوستان ول او سوریې ته یوځای تللي.

د جومات ملا

اوس د دغه ځوانانو کورنۍ وایي نه شي کولی په یواځې ځان دوی بیرته را وګرځوي او د برتانیا حکومت نه غواړي چې په خوندي ډول د هغوي د راستنولو زمینه برابره کړي.

دغه کورنۍ ګډ غم لري او یواځنیۍ هیله یې دا ده چې یوه ورځ بیا خپل زامن په غیږ کې ونیسي.

د دریو واړو ځوانانو کورنۍ چې په یوه سیمه کې ژوند کوي، په دې باور دي چې د سیمې د جومات ملا دوي له افراطي نظریاتو سره آشنا کړي او هغوي یې هڅولي چې سوریې ته ولاړ شي.

د علي پلار وايي چې هغه سل په سله کې ډاده دی چې د مسجد ملا یې زامن سوریې ته د جګړې لپاره تلو ته هڅولي.

هغه وایي دغه هلکانو د ماښام له لمانځه وروسته د مسجد ملا په خصوصي ویناوو کې برخه اخیسته او هغه باور لري چې د مسجد ملا په همدغه جلسو کې دغه ځوانانو ته د سوریې جګړې په اړه معلومات ورکړي.

د مسجد ملا چې پاکستانی الاصله دی سره مې هم خبرې وکړې. هغه نه غوښتل چې د بی بی سی سره مرکه وکړي خو پر خپل ځان ټول پورې شوي تورونه یې رد کړل.

راشد او علي له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې پاتې شوي دي خو کورنۍ یې وایي چې دغه ځوانانو خپلو کورنیو ته د راستنیدو تمایل نه دی ښوولی.