لوېديځو هېوادونو ته کډوالي، خو په څه بيه؟

د انځور حقوق Sinan Onus
Image caption ميليون افغانان په گاونډيو هېوادونو تر ډېره په ايران او پاکستان کې مېشت دي

په افغانستان کې لسيزې اوږدې جگړې ډېر شمېر افغانان کډوالۍ ته اړ کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د کډوالۍ د نړېوالې ادارې يا آى او اېم په وينا ٥.٧ ميليون افغانان په گاونډيو هېوادونو تر ډېره په ايران او پاکستان کې مېشت دي او بيا سلگونه زره نور په نورو لوېديځوالو هېوادونو کې ژوند کوي.

افغانان په تېره بيا ځوان کول لا هم اروپا او استراليا ته د ځان رسولو په تکل خپل هېواد پرېږدي، خو دا سفرله ډېرو لگښتونو، ناخوالو او خطرونو سره مل وي، او ان د سړي د ژوندانه په بيه هم پرېوځي.

همدا نن (د چنگاښ نهمه) د ايټاليا پوليسو په يوې کوچنۍ بېړۍ کې چې له شمالي افريقي يې کډوال لېږدول ٣٠ مړي وموندل، دغو وگړو د اکسيجن د نشتوالي له امله ساه ورکړې وه.

ډېر داسې افغانان دي چې ځانونه يې لوېديځو هېوادونو ته رسولي خو بيا هم بې برخليک پاتې او کوربه هېوادونو د پناه له ورکړې ډډه کړې.

آيا لوېديځو هېوادونو کې پناه اخيستل د دغو خطرونو او ناخوالو په گاللو ارزي؟

د ستاسې نظر په دې گڼه کې يې له تاسو اورو.

که غواړئ په خپرونه کې برخه واخلئ، سه شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال زنګ راووهئ.

شمېره مو ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

دغه راز په فېسبوک هم خپل پيغامونه پرېښودى شئ.

د خپرونې کوربه يما بارز دی.

ورته مطالب