د انګلستان په یوه غار کې د لرغونو سیکو موندنه

Image caption دغه سیکې په دې سیمه کې تر ۲۰۰۰ کلونو ډېر وخت راهیسې تر ځمکې لاندې خښې وې

د انګلستان د یوې کلیوالې سیمې په یوه غار کې د رومي امپراتورۍ د مهال او د اوسپنیز پېر اړوندې یو شمېر سیکې موندل شوې دي.

دغه سیکې په دې سیمه کې تر ۲۰۰۰ کلونو ډېر وخت راهیسې تر ځمکې لاندې خښې وې.

دغه لرغونې خزانه د لومړي ځل لپاره د یوه ولسي وګړي لخوا هغه مهال په نښه شوه، چې په بې پامۍ د دربیشر په یوه غار کې په څلورو سیکو وربرابر شوی و.

تر دې وروسته په یاده شوې سیمه کې د پراخې کچې مسلکي کیندنې پیل شوې.

کارپوهان وايي، دا لومړی ځل دی چې د دغو دواړو تمدنونو سیکې په یوه ځای کې خښې موندل شوې دي.

لرغونپوهانو د لټون په دغه بهیر کې ۲۶ سیکې وموندې.

په دوی کې په رومي مدنیت پورې تړلې داسې سیکې هم وې چې په ۴۳ زېږدي کال کې د برتانیې له نیواکه دمخه مهال پورې اړه لري.

په سیمه کې همدراز د سرو زرو او ژیړو ۲۰ داسې ټوټې هم موندل شوې چې د اوسپنیز پېر په وروستي پړاو پورې اړه لري او فکر کېږي چې د کوریلتاوي قبیلې شتمني به وي.

که څه هم تر دې وړاندې رومي سیکې تر ډېره په پټیو او هواره ځمکه کې موندل شوي خو دا لومړی ځل دی چې له یوه غاره راویستل کېږي.

د برتانیې د لرغونپوهنې د ملي ادارې څېړونکې ریچل هال وویل:

"دغه سیکې د دوی د څښتن د سترې کچې د شتمنۍ او ځواک ښکارندويي کوي.

Image caption لومړی ځل دی چې دا سیکې له یوه غاره را ایستل کېږي

د اوسپنیز پېر په وروستیو کې سیکې د واک او ټولنیز حیثیت د یوه سېمبول په توګه کارول کېدې او د ورځنیو توکیو او خوړو د اخېستلو لپاره ترې ګټه نه اخېستل کېده.

دغه توکي ښايي په داسې یو چا پورې اړه ولري چې غوښتل یې خپل دغه قیمتي شیان د خوندي ساتلو لپاره په دغه ځای کې خښ وساتي او کله چې یې ارزښت زیات شي بیا به یې راوباسي"

نوموړې همدراز وویل، چې د دغه غار وضعیت له پامه نشي غورځول کېدای.

د دې په وینا دا ښايي د اوسپنیز پېر تر وروستیو یو سپېڅلی ځای ګڼل کېده، چې له کبله یې په عادي ورځو کې د خلکو ورتګ ناروا ګڼل کېده او له همدې امله ښايي دغه کس پکې د خوندیتابه په موخه خپله دغه شتمني ځای پر ځای کړې وي.

په برتانیا کې د اوسپنیز مهال د زرینو او ژیړو د سیکو تر ټولو ستره موندل شوې خزانه په ۲۰۰۰ کال کې له هلاټن سره نژدې په لیسسټرشر سیمه کې د یوه اماتور لرغونپوه لخوا رابرسېره شوې وه.

دغه سیکې هم تر ۲۰۰۰ کلونو زیات مهال لپاره تر ځمکې لاندې وې او د راپورونو له مخې، د یادې شوې کیندنې په ترڅ کې تر ۵۰۰۰ زیاتې سیکې، ګاڼې او نور شیان پکې تر لاسه شوي وو.

دغه وروستۍ موندنه که څه هم د ۲۰۰۰ کال د موندنې پرتله کوچنۍ ده، خو کارپوهانو زړه پورې بللې ده.

د لرغونپوهنې ملي ادارې اعلان کړی چې په دې سیمه کې د لا نورو کیندنو لپاره به د هغو برتانوي سرتېرو له مرستې کار اخلي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ټپیان شوي او اوس په برتانیې کې دي.

له دغې سیمې تر لاسه شوې سیکې د برتانوي موزیم او د لندن پوهنتون د کارپوهانو لخوا پاکې شوې او ټاکل شوې په بوکسټن موزیم کې دایمي نندارې ته وړاندې شي.

ورته مطالب