د بیو لوړوالي ستاسې ژوند څومره اغېزمن کړی؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له حکومتي ځواکونو مو غوښتنه څه ده او د ستوزو د حل لپاره څه وړاندیزونه لرئ؟

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خوراکي توکو، تیلو او ګازو بیې لوړې شوي دي.

د ټاکنو لانجه، د راتلونکې په اړه اندیښنې او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د بیې ټیټیدل د بیو د لوړیدو مهم لاملونه بلل کیږي.

د سوداګرۍ وزارت ګواښ کړی که څوک دغه توکي په لوړه بیه وپلوري، نو سخت چلند به ورسره وشي، خو داسې ښکاري چې تر دې دمه دغه ګواښ هم کومه ګټه نه ده کړې.

د حکومت له خوا د یوې کیلو ګازو بیه ۵۵ افغانۍ ټاکل شوې خو په بازار کې یوه کیلو ګاز تر ۷۵ افغانیو په لوړه بیه پلورل کیږي.

ستاسې په نظر:

وروستیو ټاکنیزو لانجو د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصاد څه اغېزې کړی دی؟

تاسو د خپل ژوند په اړه راته ووایاست، چې دغه بهیر له څه ستونزو سره مخ کړي یاست او دغه ستونزه څنګه حل کیدای شي؟

له حکومتي ځواکونو مو غوښتنه څه ده او د ستوزو د حل لپاره څه وړاندیزونه لرئ؟

د بي بي سي د یکشنبې په ستاسې غږ خپرونه کې دا ځل د لومړنیو توکو د بیو د لوړ والي او د خلکو پر ژوند یې د اغیزو په اړه ستاسې نظر پوښتو.

که غواړې په دغې خپرونه کې برخه واخلي د یکشنبې په ورځ د ماښام په اتو بجو په دې شمیره 0202202300 زنګ ووهئ، او یا خپله شمیره را ته پریږدئ چې موږ له تاسې سره اړیکه ونیسو.

دغه راز کولی شئ خپل نظر دلته ولیکئ چې موږ یې له نورو اوریدونکو سره شریک کړو.