نړیوالو مرستو ستاسې پر ژوند څومره اغېز کړی؟

د انځور حقوق
Image caption ځینې وايي، چې افغانستان ته راغلې مرستې تر بې وزلو نه دي رسېدلې.

امریکا وايي، په تېرو دیارلسو کلونو کې یې له افغانستان سره شاوخوا ۱۰۴ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې دا کچه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اورپا لپاره د بیارغونې د مارشال پلان له کچې لوړه ده.

که څه هم افغان حکومت د مرستو له دومره اندازې سره موافق نه دی، د دغو مرستو موخه په افغانستان کې د ژوند د کچې ښه کېدل ښوول شوي خو لا هم په دغه هیواد کې د ژوند په ډیرو برخو کې هومره پرمختګ نه دی شوی، چې پخوا یې اټکل کېده.

د یکشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې پر دې خبرې کوو، چې د نړیوالې ټولنې مرستو ستاسې په ژوند کې څومره اغېز راوستی؟

ستاسې له نظره ولې دغه مرستې سمې مصرف نه شوې؟

څنګه کېدای شي، چې له افغانستان سره نورې کېدونکې مرستې سمې ولګول شي؟

که غواړئ، په دې اړه خپل نظر راسره شریک کړئ، نو د یکشنبې په ستاسې نظر خپرونه کې په دې شمیره زنګ راته ووهئ:

۰۰۹۳۲۰۲۲۰۲۳۰۰

د بي بي سي پر پښتو فیسبوک پاڼه هم خپل نظر راته پرېښودی شئ.