د انټي بیوټیکو کارونه ۴۰ سلنه زیاته شوې

Image caption د برېتانیې حکومت لا له وړاندې په دې هڅه کې دی چې د هغو انټي بیوټیکو کارونې کچه را ټیټه کړي.

د لندن کالج پوهنتون او د برېتانیې د عامه روغتیا یوه څېړنه ښیي چې په روانه پېړۍ کې د هغو ناروغانو کچه چې د والګي او ټوخي د درملنې لپاره ورته انټي بیوټیک ورکړل شوي، ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

د برېتانیې حکومت لا له وړاندې په دې هڅه کې دی چې د هغو انټي بیوټیکو کارونې کچه را ټیټه کړي چې د والګې او ټوخي پر ناروغیو د پام وړ اغېز نه لري.

دغه څېړنې موندلې چې په ۱۹۹۹ کال کې پر والګې او ټوخي اخته کسانو ۳۶ سلنه او په ۲۰۱۱ کال کې ۵۱ سلنو ته یې ډاکټرانو د درملنې لپاره انټي بیوټیک ورکړي چې په دغه موده کې د انټي بیوټیکو په کارونه کې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

دڅېړنې پایلې داسې مهال خپرېږي چې تېره میاشت د برېتانیې لومړي وزیر ډېوېد کامیرون خبرداری ورکړی و چې که د انټي بیوټیکو د کارونې پر وړاندې مقاومت و نه شي نو نړۍ ښايي بېرته د درملنې تور پېر ته ستنه شي.

څېړونکو دا هم موندلې چې د غوږونو اړوندو ناروغیو درملنې لپاره هم په لوړه کچه له انټي بیوټیکو کار اخیستل کېږي.

نږدی ۱۰ سلنه ډاکټرانو خپلو ۹۷ سلنه ناروغانو ته د غوږونو اړوندو ناروغیو د درملنې لپاره د انټي بیوټیکو نسخې ورکړې دي.

د انګلستان د عامې روغتیا چارواکی پروفیسور جېرېمي هاکر ویلي:

"موږ دا نه شو ویلی چې د والګي او ټوخي د ناروغیو په ټولو پېښو کې په بې ځایه ډول له انټي بيوټیکو کار اخیستل شوی دی خو بیا هم په دې برخه کې ډیرو اصلاحاتو ته اړتیا شته".

د رویال کالج پوهنتون د روغتیايي څانګې غړی ډاکټر ماورین بیکر وايي:

"انټي بیوټیک ډېر اغېزناکه درمل دي خو باید په مناسبه توګه ترې کار واخیستل شي. ستونزه دا ده چې موږ ترې له اندازې ډیره استفاده کوو. ځینې وخت ورته هیڅ اړتیا نه وي او یا د انټي بیوټیکو پر ځای نور غوره درمل موجود وي چې کار ترې اخیستل کیدای شي".

ډاکټر ماورین وویل چې ناروغان او نور خلک باید له انټي بیوټیکو نه په غیر مناسب ډول د کار اخیستلو پر خطرونو خبر شي او په دې هم باید وپوهېږي چې له دغو درملو څنګه په مسولانه ډول کار اخیستل کیدای شي.

نوموړي زیاته کړه چې روغتیايي کارکونکي او ډاکټران باید د مریضانو د انټي بیوټیکو غوښتلو بې ځایه فشارونه و نه مني او د درملنې لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

ورته مطالب