پښتونخوا کالم: "اسلام آباد ته د سوځېدو لاریونونه"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هر یو کس د لاریون، غم او غوصې لپاره اسلام اباد ته روان دى او دا وايي چې ''اسلام اباد بايد وسوځي''.

په يوه زمانه کې به چې اسلام اباد د یو ځای په اړه وغوښتل نو د هغه د سوځولو امر به یې وکړ.

اوس د هغوى خپله د (سوځولو) کلمه د هغوى لپاره کارېږي.

هر یو کس د لاریون، غم او غوصې لپاره اسلام اباد ته روان دى او دا وايي چې ''اسلام اباد بايد وسوځي''.

اوس مهال د نواز شريف د حکومت پر ضد عمران خان او طاهر القادري په بیلا بیلو خو په يوه اجنډا اسلام اباد ته د لکونو خلکو د وړلو ادعا کوي.

د دواړو د اجنډاوو اساسي موخه دا ده چې نواز شريف دې د اسلام اباد له اسه کوز شي او دوی دې پرې سپاره شي.

د دواړو لورو اجنډاوې د څوارلسم اګست د ازادۍ د حکومتي جشن پر مهال څرګندې شوې دي.

د لومړي وزیر نواز شريف په امر مسلم ليګيانو او حکومتي پاکستانيانو په سينه د پاکستان واړه واړه بیرغونه لګولي دي. هغوى دا څرګندوي چې آزادي لمانځي خو اسلام اباد ته تلونکي لاریونیان وايي چې دوی انقلاب راوړي.

پاکستان کې د انقلاب معنا بدله شوې ده. پخوا به انقلابیان د یاغیتوب او د شوروي اتحاد پلويان بلل کېدل په شين پاکستان کې به یې ځانونه سره ګڼل.

خو اوس بنسټ پال د انقلاب خبرې کوي، ترهګر هم انقلاب راولي او په حکومت کې هم د انقلاب کلمه کارېږي.

انقلاب اوس پخپله حېران دى چې “زه په کومو خلکو واوړېدم، زما نه یې خپل ځان هېر کړى دى، زه خو داسې نه وم!!!

لکه د اګست په لسمه د اسلامي ګوند (جماعت اسلامى) انقلاب!!!

د لبيک قبله اول مارچ (لاریون)

جماعت اسلامي د فلسطينيانو په ملاتړ او د اسرائيلو د بمبارۍ پر ضد د لبيک قبله اول مارچ کوي. خو دوی پښتونخوا کې د حکومت شریکان دي.

دوی بریتانیا کې د وزارت له چوکۍ د سعيده وارثي د احتجاجي استعفا ملاتړ کوي خو د لاریون او احتجاج خپله طريقه يې پاکستانۍ ده.

دلته لاریون يوه ورځ ژوند لري. د دوى د انقلاب عمر هم يوه ورځ وي. دوی اسلام اباد ته لاړ شي، خپل خپل ولسونه په لاریون کې یوسي، نعرې ووهي، وینا ګانې وکړي او بیا انقلاب ختم شي.

د فلسطينیانو په ملاتړ د بیت المقدس د مقدسې مينې لپاره د اسرائيلو پر ضد يوه ورځ لاریون او يوه ورځ انقلاب د مذهبي ګوندونو اسلامي مذهبي فريضه ده لکه دلته چې مسلمانان د جمعې او اختر لمونځونه په ځانونو فرض ګڼي.

جماعت اسلامي د خپلې اسلامي مذهبي فريضې د ادا کولو لپاره اسلام اباد ته روان دى. يوه ورځ لاریون کوي او د انقلاب چیغې وهي. دا داسې انقلاب او داسې لاریون دى چې د اسرائيلو په ځان هيڅ باد نه لګوي، خو په یوه ورځ کې د میلیاردونو روپیو د تاوان لامل کېږي.

د طاهرالقادري انقلاب (انقلاب مارچ)!!!

د اګست په همدې لسمې نېټې د طاهرالقادري انقلاب هم دا خبرداری ورکړی چې دوی به د شهيدانو ورځ لمانځي او د ستمبر له لومړۍ نېټې وروسته به د نواز شريف حکومت نه وي.

د طاهرالقادري د لسم اګست انقلاب هم دا ادعا کوي چې لکونه خلک به راغونډ کړي او د خپلو شهيدانو وينه به ولمانځي.

له دې وړاندې هم دا علامه (طاهرالقادري) اسلام اباد ته د مرمیو ضد موټر کې راغلى و.

هغه مهال ژمی و، د موټر دننه تودوخه د بهر د هوا په پام کې نیولو سره کنترول شوې وه.

دا ځل به د موټر دننه هوا ګرمه وي. د طاهرالقادري په سر ګرمه خولۍ او د ځان ګرمه کورتۍ به دغه انقلاب کې هیڅوک دې ته متوجه نه کړي چې د ګرمو او سړو موټرونو دننه انقلابونه له يو بل نه څومره لرې لرې دي؟؟؟؟

د عمران خان انقلاب (اۤزادۍ مارچ)!!!

د عمران خان انقلاب د ازادۍ مارچ په نامه اسلام اباد ته په څوارلسم اګست را روان دى. اسلام اباد پوځ ته سپارل شوی دی خو عمران خان د پنجاب پولیسو ته خبرداری ورکړی چې دوی ته رانږدې نه شي ګنې نو ښه به نه وي!!

عمران خو بیخي په ډاګه وايي چې نوازشريف دې استعفا وکړي او د انتقالي مودې لپاره دې ټاکنې وشي.

په دغه لاریون کې د پښتونخوا حکومت د مرکزي حکومت پر ضد ګډون کوي ځکه چې پښتونخوا کې د انصاف ګوند (تحريک انصاف) حکومت دى.

د اګست د ازادۍ ورځ او لاریونیان!!!

د پاکستان د ازادۍ ورځ کله هم په ملي ډول نه شي لمانځل کېدی. دا حکومتي ورځ ده، حکومت یې لمانځي خو دغه درې واړه لاریونونه دا څرګندوي چې دوى د ازادۍ د ورځې پر ضد دي.

پښتونخوا خو په دغه ورځ په حکومتي کچې هم د پاکستان د ازادۍ د لمانځلو خبره نه کوي ځکه چې هغوى به د خپل مشر په امر اسلام اباد ته لاریونونه راولي.

د نواز شريف د حکومت لپاره اګست له هر پلوه یوه سخته میاشت ده خو د دې ټولو لاریونیانو او د حکومت له خوا د خپل ځان د خوندي ساتلو لپاره د سياسي ګوندونو سره لیدنې بیخي شخصي دي

نواز شريف د ډېموکراسۍ د خوندیتابه په پلمه خپل ځان، د شریف کورنۍ او خپل خلک خوندي کوي. انقلابیان په خپل فکر کې دي.

د پاکستان ولس سره د دواړو غاړو کار غرض نه شته. ځینې یې د مذهبي فریضې د ادا کولو لپاره مذهبي سیاسي حاضري ورکوي. ځینې د شريف خاندان سره د مخالفت په نامه تاوتریخوالي ته د لاریون نوم ورکوي. ځېنې د ډېموکراسۍ د خوندي کولو ادعا کوي.

خو!!!

د ټولو په هوډ، ادعا او انقلاب کې د غریبو ولسونو يوه خبره هم نه شته. غريب ولسونه د انقلاب او ډېموکراسۍ د جهالت په خول کې بند دي.

دوی د ''ازادۍ'' او ''انقلاب'' په معنا ځان نه پوهوي چې ازادي ګټل او انقلاب راوستل څومره ګران کار دى او بيا دا دواړه څيزونه ټينګ ساتل له هر څه نه ګران وي!!!

ورته مطالب