ایزیدیان څوک دي؟

Image caption په ناببره ډول د مشهور کېدلو او دوی ته د نړیوالو پام ګرځېدلو په اړه دوی ډېر خوښ نه دي.

په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت د پرمختګ د قربانیانو له ډلې څخه یو یې هم د ایزیدیانو ۵۰ زره کسیزه ډله ده چې د عراق په شمال لوېدیځ غرونو کې د خوړو او اوبو پرته بند پاتې دي. لیکونکې دیانا ډارک د دغو مرموزو مذهبي خلکو په اړه داسې لیکي.

په ناببره ډول د مشهور کېدلو او دوی ته د نړیوالو پام ګرځېدلو په اړه دوی ډېر خوښ نه دي.

د خپلو غېر معمولي مذهبي عقیدو له کبله دوی په نا سم ډول "د شیطان عبادت کونکي" په نامه پېژندل کېږي. په دودیز ډول دوی تل ځانونه له نورو ټولنو لرې ساتلي او ډیری یې په شمال لوېديځ عراق، شمال لوېديځ سوریه او سویل لوېديځ ترکیه کې مېشت دي.

د دوی د اوسني شمېر په اړه اټکل کول ګران کار دی خو داسې ګومان کېږي چې د ۷۰ زره او ۵۰۰ زره تر منځ به وي. دوی په تېره پېړۍ کې د ډار، سپکاوي او ځورونې له کبله دېر ځپل شوي دي. د سیمې د ځینو نورو لږکيو مذهبونو لکه (دروز) او (علوي) په څېر له بل دینه دې مذهب ته ګرځېدل شونې نه دی. یوازې له ایزیدي مور او پلاره پېدا خلک د ایزید مذهب پېروان ګڼل کېږي.

د موصل په لوېدیځ سنجار نومې سیمه کې چې د دوی مرکز بلل کېږي، د ایزیدیانو اوسنۍ ځورونه د دوی د نوم له نا سم پوهاوي سره تړاو لري. د اسلامي دولت په څېر سني تندلاري داسې ګومان کوي چې د دوی نوم د یزید بن معاویه (۶۴۷-۶۸۳) څخه اخیستل شوی چې د مسلمانانو تر منځ د اموي کورنۍ یو بدنامه نوم دی. خو عصري څېړنو دا ښودلې چې دوی د یزید یا د فارس د یزد ښار سره هیڅ تړاو نه لري. اصلا د دوی نوم د عصری فارسي ژبې د (ایزید) له کلمې اخیستل شوی چې د ملایکې یا خدای معنا لري. د (ایزیدي) معنا د (خدای عبادت کونکي) دی او خپله ایزیدیان هم په همدې باور دي.

Image caption عصري څېړنو دا ښودلې چې دوی د یزید یا د فارس د یزد ښار سره هیڅ تړاو نه لري. اصلا د دوی نوم د عصری فارسي ژبې د (ایزید) له کلمې اخیستل شوی چې د ملایکې یا خدای معنا لري. د (ایزیدي) معنا د (خدای عبادت کونکي) دی او خپله یزیدیان هم په همدې باور دي.

یزیدیان بیا خپلو ځانو ته داسین (په جمع حالت دواسین) وايي. دا نوم د ختیځ له پخوانۍ کلیسا نستورین څخه اخیستل شوی او د دوی ډیری مذهبي عقيدې د عیسویت له دینه اخیستل شوي دي. دوی قرآن شریف او انجیل دواړو ته درناوی کوي خو ډیری دودونه یې په لیکلي بڼه نه دي. یو لامل یې دا دی چې دوی غواړي دین یې پټ پاتې شي.

د یزیدیانو د دین په اړه داسې نا سم پوهاوي هم شته چې ګواکې د دوی دین د زردشت له دین سره تړاو لري او دوی ان د لمر عبادت کوي. خو وروستیو څېړنو ښودلې چې که څه هم د دوی عبادت ځایونو کې د لمر انځورونه لیدل کېږي او قبرونه یې د لمر خاته په لور دي خو د دوی ډیری مذهبي عقیدې عیسویت او اسلام سره تړاو لري.

ماشومانو ته یې پیران (یا پادريان) په سپېڅلو اوبو غسل ورکوي. په ودونو کې یې پیران ډودۍ ماتوي، یوه ټوټه یې ناوې ته او بله ټوټه یې زوم ته ورکوي. ناوې سرې جوړې په ځان کوي او عیسوي کلیساګانو ته ځي. د دسمبر په میاشت کې ایزیدیان تر دریو ورځو روژه نیسي او بیا یې د پیر سره د شرابو په څښلو ماتوي. د سپټمبر د ۱۵ نه تر ۲۰ پورې دوی هر کال د موصل په شمال کې د (دلش) په سیمه کې د (شیخ عدي) د قبر زیارت ته ځي او هلته بیا په سیند کې په دودیز ډول اودسونه کوي.

Image caption وروستیو څېړنو ښودلې چې که څه هم د دوی عبادت ځایونو کې د لمر انځورونه لیدل کېږي او قبرونه یې د لمر خاته په لور دي خو د دوی ډیری مذهبي عقیدې عیسویت او اسلام سره تړاو لري.

د دوی ستر څښتن (یسدان) نومېږي. دوی په دې عقیده دي چې یسدان دومره لوړ مقام لري چې دوی یې په مخامخ ډول عبادت نه شي کولی. د دوی په عقیده یسدان با قدرته او د نړۍ خالق دی خو ساتونکی یې نه دی. دوی باور لري چې له یسدان نه ۷ ارواګانې پېدا شوي چې تر ټولو ستر یې ملک تاووس (پیکاک اېنجل) دی.

ملک تاووس د الهي ارادې پلي کونکی بلل کېږي. د عیسویت د دورې په پیل کې ملک تاووس د نه مړینې سمبول ګڼل کېده ځکه چې د ځان غوښه یې نه خرابېدله. دوی باور لري چې ملک تاووس د خدای بله بڼه ده، له خدای نه بېلېدونکې ده او تر دغه بریده د دوی د دین پېروان د یو خدای عبادت کونکي بلل کېږي.

یزیدیان ملک تاووس ته د ورځې پنځه وخت لمونځ کوي. د ملک تاووس بل نوم شیطان دی او دا نوم یې د دې لامل شوی چې خلک د یزیدیانو په اړه داسې نا سم پوهاوی پیدا کړي چې ګواکی دوی د شیطان او ابلیس عبادت کونکي دي. یزیدیان پر (اروا لېږد) عقیده لري، په دې معنا چې اروا په څو مختلفو مرحلو کې ځانته د بدن بڼه غوره کوي.

دوی باور لري چې تدریجي سپېڅلتوب له څو واره زېږېدنې وروسته شونې دی. ځکه نو دوی د خپلې دغې عقیدې پر بنسټ دوزخ یو بې معنا څیز ګڼي. د یزیدیانو لپاره تر ټولو بد حالت به دا وي چې دوی له خپلې ټولنې وایستل شي ځکه دا په دې معنا دی چې د ویستل شوي کس اروا پرمختګ نه شي کولی. او د همدې عقیدې له پلوه دوی بل دین ته مخ ګرځول شونې نه ګڼي.

د ترکيې د سویل لوېدیځ په لرې پرتو سیمو، سوریه او عراق پولو کې یو مهال د دوی له پامه غورځېدلي کلي په کې د دوی د ټولنو له لوري د نویو کورنو د جوړېدو له کبله بیا را ژوندي شوي دي.

ډیری ایزیدیان اوس د ترکیې د نه ځورونې له ډاډ وروسته له تبعیده بیرته خپلو ځایونو ته ستانه شوي دي. له پېړیو ځورونو سربیره یزیدیانو خپل دین نه دی خوشې کړی چې دا د دوی د پیاوړي هویت ښکاروندی دی.

که دوی د اسلامي دولت د تندلارو له لوري له عراق او سوریې وشړل شي نو شونې ده چې نور به هم د ترکیې په سویل لوېدیځ کې میشت شي، داسې ځای چې دوی په کې په سولییز ډول خپل عقیدې لمانځلی شي.

ورته مطالب