ستاسو په سیمه کې د ځوانانو رواني سلامتيا څنگه ده؟

ملګرو ملتونو د اگست ١٢ د سې شنبې ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په نوم نومولې ده. او د ځوانانو دماغي سلامتيا ته پام را اړول يې ددغې ورځې د لمانځني اصلي موخه ده.

په نړۍ کې ١٢٠٠ ميلیونه ځوانان چې عمرونه يې د ١٥ او ٢٤ کلونو تر منځ دي ژوند کوي. د دغو ځوانانو نږدې ٢٨٠ ميلیونه يا په بل عبارت شل سلنه يې له يو ډول نه يو ډول دماغي ناروغيو نه کړيږي.

ټولنپوهان او ارواح پوهان باور لري چې د ژوند په دغه پړاو کې طبعي حساسيتونه، زده کړه، د کار او روزگار نشتوالى، چاپيريال کې روان حالات او گڼ نور فکتورونه په ځوانانو کې د رواني ناروغيو له لاملونو ګڼل کېږي.

د سې شنبه ستاسې نظر خپرونې کې پر همدې غږيږو :

چيرته چې تاسو اوسۍ هلته د ځوانانو روانې سلامتيا څنگه ده؟

په ټولنه کې څومره خلک له دغې ناروغې سره اشنايي لري؟

ستاسو په اند ددغې ناروغۍ د مخ نيوي او د هغو چې پرې اخته دي حکومت، ټولنې او په خپله تاسو څه کړي او څه کولى شئ؟

که پدې اړه نظر او تجربه لري نو د سه شنبې په ماښام ستاسو نظر پروگرام کې يې راسره شريکه کړې.

خپرونې ته مخامخ د ټيليفون شميره مو ده:

۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

او د برېښنا ليک پته مو ده:

Pashto@bbc.co.uk

ورته مطالب