د جنايي جرمونو مخنیوي ته څه پکار دي؟

د انځور حقوق AP
Image caption جنايي جرمونه یوازې تر کابله محدود نه دي، بلکې لمنه یې نژدې ټولو ولایتونو ته غځېدلې ده.

په دې وروستیو کې کابل پولیس په پرله پسې ډول،د انسان تښتوونکو د نیولو یا د هغوی له منګولو د ماشومانو، ښځو او نارینه وو د ژغورلو خبرې کړې دي، د افغانستان ملي امنیت ویلي دي په پلازمېنه کې یې یوه داسې ډله یې نیولې ده چې د شخصي ګاډو نمبر پلیټونه یې پټول.

همدا راز د کابل پولیس وايي د یوې وروستۍ پرمختیا په ترڅ کې یې د وسلوالو غلو يوه درې کسیزه ډله او یو بل تن چې پر وژنه تورن دی نیولي دي.

جنايي جرمونه یوازې تر کابله محدود نه دي، بلکې لمنه یې نژدې ټولو ولایتونو ته غځېدلې ده.

د هرات سوداګرۍ خونه وایي جنايي جرمونو او په ځانګړي ډول انسان تښتونو تر بل هر چا ډېر ددغه ولایت صنعت کاران ځپلي دي.

د دې اونۍ (ستاسو نظر) پروګرام کې له تاسو اورو نو د جنايي جرمونو په اړه راسره خپلې اندېښنې او تجربې شریکې کړئ.

ایا تاسو یا ستاسو خپلوان، دوستان کله د جنايي جرمونو له کبله زیانمن شوي یاست؟

ستاسو په باور د جنايي جرمونو د ډېرېدو لاملونه څه دي؟

د دغه راز جرمنو د مخنیوي لپاره مو وړاندیزونه څه دي؟

که غواړئ چې (ستاسو نظر) پروګرام کې مو نظر خپور شي د یکشنبې پر ورځ ماښام د کابل پر وخت ۸ بجې پر دې شمېره زنګ راووهئ:

۰۲۰۲۲۰۲۳۰۰ یا مو راته شمېره پریږدئ چې تاسو ته زنګ ووهو.

دلته په فېسبوک کې هم راته نظرونه پرېښودی شئ، د پروګرام برخه به وي.